د امریکا او طالبانو ترمنځ جوړ جاړی بیا هم هغه څه دي، چې د کابل ورځپاڼو د نن ورځې مهم سرلیکونه جوړوي.
ملي باور نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي، چې د طالبانو په اړه د امریکا په تګلاره کې بدلون راغلی دی.
ورځپاڼه وړاندې د امریکا د مرستیال ولسمشر په حواله لیکلي، چې وسله وال طالبان د دوی لپاره یوه ستونزه ده، خو دښمنان یې نه دي.
ورځپاڼې د امریکایي مشرانو دې څرګندونو ته په اشارې په خپله سرلیکنه کې لیکلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ دښمني یوه ډرامه وه.
ورځپاڼې د امریکا او طالبانو ترمنځ د جوړ جاړي هڅو ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي، چې د دوی ترمنځ له تیرو لسو میاشتو راهیسې د سولې خبرې روانې وې، چې اوس یو حساس پړاو ته رسیدلي دي.
ورځپاڼې دا ویره څرګنده کړې، چې د دې خبرو ترشا ځینې نور اهداف تعقیبیږي او افغان دولت ته په کاره، چې په دې اړه سخت غبرګون وښیي.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د امریکا د مرستیال ولسمشر جوبایډن د څرګندونو دا برخه راخستی، چې د دوی اصلي هدف د طالبانو له منځه وړل نه دي، بلکې په افغانستان کې د دوی د جګړې یوازنې هدف د القاعده ماتول دي.
دې ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې دا استدلال کړی، چې د جوبایډن خبرې د طالبانو په وړاندې د امریکا په دریځ کې یو ډراماټیک بدلون ښیي.
ورځپاڼې په دې اړه وروستیو پرمختګونو ته په اشارې، چې له طالبانو سره د جوړجاړي هڅې هم په کې شاملې دي دا ویره څرګنده کړې، چې امریکا او طالبان د یوې معاملې په درشل کې دي.
ورځپاڼې لیکلې، که داسې څه کیږي، نو دا د افغانستان د ستونزې له هواري سره مرسته نه کوي، بلکې دا ستونزې لا زیاتوي.
خو خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې طالبان د سولې په نوم د ځان د پیاوړې کولو هڅه کوي.
ورځپاڼه لیکي، چې امریکا اوس مهال په دې غور کوي، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره له ګوانټانامو څخه د طالبانو ځینې بندیان خوشې کړي.
ورځپاڼې په دې اړه ځینو پخوانیو اقداماتو ته په اشارې لیکلي، چې له دې کار سره هغه کسان، چې له بند څخه خوشې کیږي بیرته له طالبانو سره یو ځای کیږي او په دې توګه د طالبانو لیکي پیاوړې کیږي.
خو هیواد دولتي ورځپاڼې بیا هم په دې ټینګار کړی، چې د سولې خبرې باید د افغان حکومت تر مشرۍ لاندې ترسره شي او په دې کې باید بهرني هیوادونه مداخله ونه کړي.
ورځپاڼه لیکي، چې بهرني هیوادونه په دې برخه کې باید یوازې د یو منځګړې رول ولوبوي او داسې کار دې ونه کړي، چې د سولې دا بهیر دې د دوی د خپلو اهدافو لپاره وکارول شي