د کندهار ولايت امنيتي چارواكي وايي چي د دې ولايت په بېلابېلو سيمو كي ئې د تېري اوونۍ په ترڅ كي ۹ تنه وسله وال نيولي.
دا څركندوي تېره ورځ د ملي امنيت رئېس ډګروال عيسى محمد په امنيتي غونډه كي وكړې . نوموړي همدا ډول وويل چي تېره اوونۍ ئې د يوشمېر سپكو وسلو تر څنګ درنې وسلې هم لاس ته ورغلي.
په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو څه نه دي ويلي.