په کندهار کي نظامي شورا وايي چي ددې ولايت په کچه به هغه کسان چي په دښتونو کي تارياک کري تر هغو چي په هوارو او کرهڼيزو مځکو کي دغه بوټى کري سخت مجازات کړي.
د نظامي شورا غړو د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي د خپلي اوونيزي غونډي پرمهال پرېکړه وکړه چي پر دښتو د کرل سوو کوکنارو او بنګو په وړاندي به هم کلكه مبارزه کوي او پر دښتو د کوکنارو له پاره اوبه ورکوونكي كوي به په بشپړ ډول بندېږي او پر سرو به ئې پراته ماشينونه او جنېټرونه د دولتي ځواکونو له خوا ضبتېږي.