کور / راپور / پكتيا : په لومړي ځل د ښځو پرمختیایي شورا جوړه شوه

پكتيا : په لومړي ځل د ښځو پرمختیایي شورا جوړه شوه

د پکتیا مرکز ګردیز کی په لمړی ځل د ښځو پر مختیایی شورا جوړه او په فعالیت یی پیل وکړ
که څه هم مخکی له دی په پکتیا کی د ښخو چارو ریاست فعال وو خو دا لمړۍ ځل دی چی له دغه ریاست نه جلا یوه د ښځو پرمختیایی شورا جوړیږی چی د ښځو او فرهنګی ټولنو د لا بډاینی په برخه کی به کار کوی
د یادی شورا غړو له سلاکار وزیر او پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد سره په لیدنه کی خپلی غوښتنی مطرح کړی چی د والی همدرد لخوا ټولی ومنل شوی
همدرد وویل چې په ډېرو هغو ولايتونو کې چې هلته کلتوري ستونزې او دودونه نه شته هم داسې ټولنې ډېری کمې او يا بيخي نشته خو په پکتيا ولايت کې برعکس د دې چې ډېرې دوديزې ستونزې موجودې دي هم د ښځو پرمختیایی شوری جوړول یوه لاسته راوړنه ده .
والي وويل د قرآنکریم زده کړی کورس ، د کمپيوټر يو کورس د ښځو او نجونو له پاره،د انګليسي ژبې د لومړنۍ زده کړې ځينې پروګرامونه به هم ورته په پام کې ولري او پلي کیدو ته به يې د ښځو د شوری په همکاري غاړه ورکړي.
همدرد دغی شورا ته یوه نمره ځمکه د دفتر لپاره ډالۍ کړه او وی ویل چی دد غی شورا د بډاینی لپاره هر ډول اړین ګام نه ډډه نه کوی
ښاغلی همدرد یادی شورا ته ډاډ ورکړ که نوموړی په پکتیا کی والی وي او که نه د دوئ له پاره به د يوې مجلې د چاپ لګښت په خپله غاړه واخلي.
دا لیندنه په داسی حال کی تر سره شوه چی په ولسی جرګه کی د پکتیا د خلکو استازی محمد ابراهیم غښتلۍ او راضیه سعادت منګل هم حاضره وه
والي او وکيلانو د دې ټولنې ښځينه غړيو ته ډاډ ورکړ چې ښايي ډېرې فارغې نجونې چې له ليسو څخه د فراغت سند تر لاسه کوي په پوهنتون کې جذب کړي او دوئ به هڅه وکړي چې په نورو علمي انسټيټونو کې هم دوئ ته د درس ويلو زمينه برابره شي