په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه په روانو خبرو بحثونه کړي، چې حمید مومند ورته کتنه کړې.
خدمتګار نادولتي ورځپاڼې لیکلي، چې امریکا او طالبانو د سولې په خبرو کې افغان دولت څنډې ته ساتلې او له دې نه همدا مطلب راوتلې شي، چې دوي په دې اړه پر افغان دولت باور نه لري.
ورځپاڼې لیکلي، چې اساسي پوښتنه دا ده، چې د سولې په خبرو کې ولې په افغان دولت باور نه کیږي.؟
ورځپاڼې وړاندې دې پوښتنې ته خپله ځواب ورکړې او ویلي، چې افغان حکومت د سولې لپاره ډیر فرصتونه له لاسه ورکړي او امریکا د دې لپاره، چې انتخابات په وړاندې لري، نور نه شي کولای افغان دولت ته انتظار وکړي.
د ورځپاڼې په وینا د افغانستان روان حالات په امریکا کې د انتخاباتو له پایلو سره نیغ په نیغه تړاو لري او امریکا په دې برخه کې پرمختګ هم کړې دې.
ملي باور:
ملي باور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې وروستي پړاو ته رسیدلي دي.
ورځپاڼه لیکي، چې دغه خبرې اوس په دویم پړاو کې دي او دواړه لوري هڅه کوي، چې د یو بل په وړاندې د باور فضا رامنځ ته کړي.
د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې اوس امریکا پدې غور کوي، چې د باور د رامنځ ته کولو لپاره له ګوانتانامو څخه طالب بندیان خوشې کړي.
خو ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه شک څرګند کړې او لیکلی، چې دا د سولې په هدف نه بلکه د کومې معاملې په هدف شوې دي.
ورځپاڼه لیکي، چې ددې خبرو ځای او له هغې نه د افغان دولت نه خبرول همدا مسئله ثابتوي، چې ددې خبرو ترشا نور اهداف تعقیبیږي.
ورځپاڼې لیکلي، چې دا ډول خبرې به د افغانستان لپاره تر جګړې هم زیاتې خطرناکې پایلې ولري.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې پدې خبرو کې افغان دولت د طالبانو په غوښتنه ندې ورغوښتل شوې، ځکه د ورځپاڼې په وینا طالبان فکر کوي، چې افغان دولت پدې اړه ټاکلې دریځ نلري.
ورځپاڼې وړاندې د ځینو کتونکو په حواله لیکلي، چې نه یوازې طالبان بلکه نړیوال او په تیره بیا امریکا دا فکر کوي، چې په افغان حکومت کې ځینې کړۍ د سولې د خبرو مخالف دي.
ورځپاڼه لیکي، چې دغو کتونکو دا سپارښتنه کړې، چې افغان دولت دې په دا ډول خبرو کې د تل لپاره په څنډه کې وساتلې شي، څو دا خبرې بریالۍ شي.
هیواد دولتي ورځپاڼې بیا هم په یو مطلب کې د سولې د خبرو په اړه د افغان دولت دریځ تایید کړې او لیکلي، چې دا خبرې باید د افغانانو په مشرۍ ترسره شی.
ورځپاڼه لیکي، چې د سولې په خبرو کې د بهرنیو هیوادونو خپلسري فعالیتونه ممکن دا هڅې له خنډونو سره مخامخ کړي او یا هم ددوی په خپله ګټه وڅرخیږي.
ورځپاڼې په پای کې پدې برخه کې د سعودي عربستان او ترکیی رول ته کتنه کړې او لیکلی، چې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانستلو تر ټولو غوره ځای همدا دوه هیوادونه دي.
ورځپاڼې په ورته وخت کې وسله والو مخالفینو ته سپارښتنه کړې، چې له دې موقع باید ګټه پورته کړي او پرې نږدي، چې دا چانس بیا ضایع شي