د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالي کي د حاجي معلم صاحب په مشرۍ د وسلوالو طالبانو ٥٠ کسيزه ډله نن د يو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کي د سولي او بيا يو ځاى کېدني د پروسې سره يو ځاى سول.
ددې ډلي غړو په کندهار ښار، پنجوالي او ميوند ولسواليو کي فعاليت کاوه او د ملي امنيتي ځواکونو او د دولت د متحديونو پر وړاندي يې د سړک غاړي بمي چاودني، وسلوالي حملې او يو شمېر نور فعاليتونه کول.
په دغه کسانو کي يو شمېر يې له دې وړاندي د کندهار په لوى محبس او يو شمېر نور يې په پلازمېنه کابل کي د څرخي پله په زندان کي د ترورستي جرمونو په تور کلونه کلونه زنداني سوي ول چي تر خوشي کېدو وروسته يو ځل بيا د وسلوالو سره يو ځاى سوي ول.
دغه کسان نن د پنجوايي ولسوالۍ په مرکز کي د سولي له پروسې سره يو ځال سول، ددې کسانو د يو ځاى کېدو په مراسمو کي کندهار والي، د کندهار د ملي امنيت رئيس، د کندهار امنيه قومندان، د کندهار د ولايتي شورا غړو، د کندهار دسولي د شورا مشر او غړو، د پنجوايي اولسوال، د کندهار د حج و اوقافو رئېس، يو شمېرپخوانيو يو ځاى سوو طالبانو او د لسګونه کورنيو او بهرنيو رسنيو استازو برخه اخستې وه.
د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ ولسوال حاجي فضل الدين په خپله پرانستونکې وينا کي وويل چي دغه کسان د ولايتي او سيمه ييزي ادارې د پرله پسې هڅو په نتيجه کي يو ځاى سوي او راتګ به يې د سيمي او ولايت پر امنيت مثبت تاثيرات واچوي.
هغه زياته کړه چي له دې وړاندي يې درې نور ګروپونه هم يو ځاى سوي او دا يې څلرم هغه دئ چي په دې اولسوالۍ کي د سيمه ييزي دولتي ادارې لخوا د سولي غوښتني ته لبيک وايي او د وطن په سوله کي برخه اخلي.
فضل الدين اغا يو ځاى سوو وسلوالو ته وويل چي اماده دى چي دې کسانو ته په خپله ولسوالي کي خپل څنګ ته وظيفه ورکړي او د پرمختګ لوري ته د ګامونو په اخستلو کي ور سره سم برخه واخلي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا تازه يو ځاى سوو ٥٠ تنو وسلوالو ته مبارکي وويل او زياته يې کړه چي دغه کسان د مسافرو حيثيت لري ځکه ډېر وختونه له کليو، کورونو، خپلو او خپلوانو ليري په دښتو او غرونو کي اوسېدلي او ټول ورته د مرورو نه بلکه د مسافرو په نظر ګوري.
د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي اغالالي چي له اره د پنجوايي ولسوالۍ څخه دى په ننۍ غونډه کي خوښي وښودل چي په ولسوالي کي يې ٥٠ تنه يو ځاى سوي او له دولته يې وغوښتل چي په دې برخه کي ټولي اړيني مرستي وکړي.
په پنجوايي ولسوالي کي د ننۍ يو ځاى سوي ٥٠ کسيزي ډلي قومندان حاجي معلم د رسنيو سره په خبرو کي وويل چي په کندهار ښار، پنجوايي، ميوند ولسواليو او همداراز د هلمند ولايت په کجکي ، موسى کلا ، سنګين او ګرشک ولسواليو کي يې د دولت او نړيوالو ځواکونو پر ضد وسلوال فعاليتونه کول چي د يو شمېر پخوانيو يو ځاى سوو وسلوالو په بلنه او غوښتنه د سولي د پروسې سره يو ځاى سول.