کور / تازه خبرونه / پکتیا : پوهنتون ته نوی رئېس او معاون معرفی شول

پکتیا : پوهنتون ته نوی رئېس او معاون معرفی شول

د پکتیا پوهنتون لپاره نوی ریس او اداری مرستیال د لوړو زده کړو وزارت لخوا معرفی او د سلاکار وزیر او پکتیا والی لخوا نومړی اداری ته ور وپیژندل شول
ښاغلۍ پوهندوی عبدالعلیم فراهی چی مخکښی له دی په کابل کی د ښوونی او روزنی پوهنتون مرستیال وو د ریس په توګه او ښاغلۍ پوهندوی عبدالقدیر خاموش د اداری مرستیال په توګه په دنده وګومارل شول
تمه ده چی د دوی په راتګ سره به پکتیا پوهنتون مثبت بدلون وکړی ځکه اوسنۍ ریس ښاغلۍ فراهی له ښه مدیریت نه برمن دی او مخکی تر دی یی په کندهار او کابل کی موفقانه دندی تر سره کړی دی
د پکتیا پوهنتون چارواکی هغه مهال بدل شول چی د دوی د کمزوری مدیریت له وجهی په پوهنتون کی د محصلینو تر منځ شخړی را ولاړی شوی چی بیا د پکتیا ولایت رهبری په کلک غبرګون کی دغه چارواکی د لوړو زده کړو په هوکړه تبدیل او نوی کسان په دندو وګومارل.