د کندهار ولايت په ژړۍ ولسوالي کي د پلټونکو عملياتو پرمهال دري سوه کيلو ګرامه خام چرس چي په يوه کور کي ځاى پر ځاى سوي وه د ملي امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دغه عمليات د افغان ملي پوځ د ٢٠٥ اتل قول اردو د دريمي لواء د سرتيرو لخوا د عملياتو پرمهال نيول سوي او پر هماغه ځاى ورته اور اچول سوى دى.
د پرونيو عملياتو پرمهال يو شمېر ماينونه، سلاوي، چاودېدونکي توکي او باروت هم ملي اردو تر لاسه کړي دي.
افغان ملي امنيتي ځواکونو د روان کال په اوږدو کي په ګډو او مستقلو عملياتو کي د وسلوالو لسګونه پټن ځايونه او د وسلو زېرمي له منځه وړي .