کور / هراړخیز / دافغان کوچیانوحقوق،تاریخ او ژوندبڼې ته ګواښونه

دافغان کوچیانوحقوق،تاریخ او ژوندبڼې ته ګواښونه


لومړۍ برخه



Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet. سریزه :


کوچیان د نړۍ په تاریخ کې له زرګونو کالونو څخه راهیسې د چین شمال او دافغان دهندوکوښ له غرنو څخه نیولي تر شمالي افریقا مراکش، بیا د هندڅخه نیولي تر مرکزي اسیا،ایران ،ترکیه ،روسیه او اروپا کې د تمدون برخه او د تمدون د لږدوونکې ولس په څیر پیژندلي شوي دي .



توکمپوهانو په ورستیو څولسیزوکې زده کړل، چې کوچیان کومه بیله ټولنیز ه ښکارندې ،پدیدې،یاد انساني ژوند یو ځانګړي ،زړه کښوونکې ډول نه دی، بلکې کوچیان د یوې ستري ټولنې نه بیلودونکې وګړي دي او دټولنې له نورو وګړوسره برابر رښتې یا حقوق لري .کوچې خوځښتونه د ژوندکولو یوه ځانګړي بڼه یافورم دی .


له همدې امله دکوچيتوب مانا په یوه نوې رڼا کې را څرګندیږي . په نړۍ کې د تاریخ په اوږدو کې کوچې ولسونو د کمیت له پلوه یوه ستره وګړیزه شمیره رامنځ ته کړي او د دوی ژوند د ژوند بڼې له پلوه یوځانګړي ډول د ژوند پېژندل شوي دی .کوچیان تل له مېشتو ولسونو،پرګنو، ټولنوسره لږ یا ډیرې اړیکې ساتلي دي . کوچیانو دمېشتو ولسونو له ادارو،موسساتو، ټولنیزو اسانتیاو او ارزښتونو څخه لږ څه رنګ اخیستي دی .


له بده مرغه، د نن ورځ پرمختللي ټکنالوجۍ،مډرني نړۍ رمې لرونکې ولسونویا کوچیانو ته لږ ځای ورکوي .


په شلمه پیړۍ کې د نړۍ په ډیرو هیوادونو،سیموکې د امن او نظم ډیر ځواکونه ، د ترانسپورټ پرمختللي وسایل رامنځته شوي دي . ورسره جوخت د کوچیانومېشته کولو پلانونه اومیکانیزمونه هم رامنځته شوي دي .


په نړۍ کې کوچیان دمېشتو ولسونو سره له مذهبي، ژبني ،توکمي هویت ،ټولنیز اورګانیزبشن ، ټولنیزه چاپیریال ،اقتصادي ،حقوقي،د ارزښتونونړۍ ،دودنو،کولتوري او ځایي سیمه ییزه پلوه توپیر لري، دساري په ډول اروپا کې روما ،سنتې ، سیګان یا جټان .


د افغان کوچیان توپیر دنړۍ له ډیروکوچیانو سره په همدې کې هم دی، دافغان کوچیانو مذهب، ژبه ، توکمي هویت ،تولنیز اورګانیزیشن ،د حقوقي ارزښتونو نړۍ ،کولتوري توکې، دودیزه او فزیکې جوړښت د افغان ولس د ډیرکې ستر ولس پښتنو سره هېچ توپیر نه لري . کوچیان د افغان ستر ولس له پامه نه غورځیدونکي ستره برخه ده .پښتانه کوچیان د لرغونې افغانستان تر ټولولومړني دودیزه ګرځنده کوچي اوسېدونکي دي .


افغانستان کې کوچیاني ژوند له ځای مېشت افغان ولس سره له لرغونو زمانو څخه د څواړخونو له لارې له یوبل سره ګنډلي شوي دی . کوچیان له مېشت ولس او مېشت ولس له کوچیانو سره د مختلفو لارو له یو بل سره نږدې اود پیژندګلوي اړیکې درلودلي دي .


په ډیر خواشینۍ سره باید وویل شي،چې افغانستان کې دیو شمیر پیژندل شويو له نفرته ډکو کړیو له خوا دکوچیانو بدنا مول ،اجباري کډولول او دلمنځ وړلوسیاسي دسيسي او له شرمه ډک ګواښمن پلانونه په کار اچول شوي دي .


افغان کوچیان د نسلونو نسلونو او سلګونو ،زرګونو کلونو څخه خپلو څارویوته دزرغونوڅړځای مندلو لپاره د څړمني او د ژمني په موسوم کې د امو او اټک سیندونو په شاخواه کې تګ ، راتګ کړي اوکوي . کوچیانو د نامالومي مودي لپاره نه کډوال او نه بي ځایه کیږي . کوچیان هرکال په ټاکل شوي موسوم کې ځي او راځي . دوی د خپلولرغونو تلو راتلو لار و په سر کې هرکال د کلیو او باڼدو له مېشت خلکو سره په کرنه او لو ونو کې مرسته هم کوي . کوچیان له مېشتو خلکو سره دخپلو څارویولپاره د څړځایونو د لاسته راوړلو په بدل کې مرسته هم کوي . دوی له مېشت اوسېدونکوسره د ډول ډول توکې ادلون بدلون ترسره کوي او ځینې نور ي چارې راکړه ورکړه هم تر سره کوي .



۱ . د افغان کوچیانو لرغونې تاریخ


د نړۍ او افغانستان په تاریخ کې کوچپانو خورا مهم رول لوبولي دی . د بشر د کولتور ي ودې تاریخ ته که وکتل شي ،کوچیتوب هېڅکله ابتدایي ژوند او منځني طبقه نه وه، بلکې دوی د ژوند او اقتصاد یوه ځانګړي بڼه رامنځته کړي ده . کوچیتوب یوګرځنده اقتصاد دی ،د کوچیانو کولتور ي ارزښتونه ډیر لرغوني او بډایه اړخونه لري .


کوچي یوترکي توري دی ،پښتو ژبې او پارسي ژبې له ترکي ژبې څخه د کوچي (کوچیدل ) توري اخیستي . کوچي توري په ترکي ژبه کې درې ډوله استعمال شوي .لومړۍ، د یو قوماندان تر ولکي لاندې نیوول شوي ښارکې، د ده تګ د ښار له یوي دروازي څخه بلي ته یا ځای بدلولو ته کوچي ویل شوي . دوهم، دورځني واټن یا مزلوهل چې وګڼل شي کوچې ویل کیږي .دریم،په ترکي ژبه کې دیو ښار څخه بل ته کډه کولوته هم کوچي وايي .


په لڼډه توګه کوچیتوب اصلأ ، له یوڅړځای څخه بل ته خوځیدل او کوچیدلو ته ویل کیږي . نړۍ کې دوه ډوله کو چیان یعني ،ګرځنده کوچیان او نیمه کوچیان پېژندل شوي دي . لومړۍ ډله یواځي او یواځي د څارویو په پالنه او ساتنه کې بوخت دي او په یوه سیمه کې استوګن نه دي . دوهمه ډله نیمه کوچیان دي ، دوی مېشت اوسېدونکې او د څارویو سربیره په نورو چارو لکه کرهنه ،سوداګري اوترانسپورټ په برخه کې هم بوخت دي . د پخواني زړه نړۍ په وچ کمربند کې کوچیانو هم ډول ډول کولتور ي ژوند درلوده.،د کوچیانو ډلې د څارویو په ساتنه او پالنه کې هم له یو بل سره توپیرکیداي شي،لکه دمنګولیا اس پالونکې کوچیان،د تبت په جګو ځمکوکې مښوو روزونکې کوچیان،د مرکزي اسیا اوښ ساتوونکې کوچیان،د راجستان او موریتانیا په منځ کې کوچیان د دووکوپولرونکې اوښانو په پالنه کې بوخت دي اوپه ختیځ افریقاکې غوا لرونکې کوچیان یاده ولي شو.


نړۍ کې په لومړۍ ځل د کوچیانو ژوند هغه مهال سخت زیانمن شو، کله چې اروپايي کولونیالیستانو په افریقا ،اسیا او عربي نړۍ کې پوځې یرغلګرو بریدونوپیل کړو . دپخواني شوروي اتحاد او د چین امپریالستي،کمونیستي اقتصادي ،سیاسي ښارجوړولو پلانونو ودې په لړ کې کوچیان هم له سترو ګواښونو سره مخامخ کړل . د کوچیانو د استوګنځې په سیموکې پوځي مانورنو ترسره کول او دغو سیمو ته د کوچیانو ورتګ منع کول، د دوی د تګ ،راتګ په لاره کې ملي پارکونه ،د نویو لويولارواو مډرن ترانسپورټي وسایلو ته تمځایونو جوړولوسره دکوچیانو ژوند په بنسټیزه توګه تنګ او په ورانوپیل وکړو . عربي هیوادو کې هم دعربي کوچیانو یا بدوینو دودیزه ژوند بڼه د تیلوزیرمتونورا ایستلوتخنیک اوپرمختګ سره په لمنځه تللو شو. عرب اوس خپلو څارویو ته اوبه ،واښه په موټړو کې راوړي اوخپل څاروي په بهرني کارګرانو باندې ساتي . عربو ته اوس د څارویو ساتل یو ه شوقي چار ګرځیدلي ده .


کوچیاني ژوند په افغانستان ،هندوستان ،چین او ایران کې له کړکیچن اقتصادي، سیاسي او جګړیزو حالاتو سره لا تر ننه شتون لري .دنړۍ په کوچیانوکې دافغان کوچیانو ژوند ددیرش کلن جګړیزه نورین ،وچکاليو، ناوړه اقتصادي ،روغتیایي حالاتواو د دولتونو دنه پاملرني له امله د مرګوني ګواښونو سره مخامخ دی .


افغان کوچیان د پیړیو پیړیو څخه د خپلو اوښانو میږو او وزو سره د افغانستان له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته کډه کېږي . دوی هر کال د ژمي رارسیدو سره سم د هندوکوښ له غرونو او مرکزي افغانستان څخه پرخپلو اوښانو باندې خپلي کیږدې،لرګي،پخلنځې له نورو اړینو توکو سره دافغانستان او پښتونخوا ګرموسیمو او خپلو مینو ته ځي . دوی په دوبي کې بیا بیرته د اسیا زړه د افغانستان مرکزي سیمو او خپلو مینو ته راګرځي .


دافغانستان دغرونو لمنې ، ډاګونه ، درې ، دښتې د کوچیانو په رمو او خیمو بې کچه ښایسته ښکاري . ملي او نړیوالو انځورګرانو اوسیلانیانو له کوچیانو څخه ډیر ښایسته په نړیواله کچه په زړه پوري انځورنونه اخیستلي او ایستلي دي .افغانستان پرته له افغان کوچیانو څخه اصلأ فکر کیداي نشي . کوچیان د افغان ستر ولس منځ زړې جوړوي . افغان کوچیان دپښتنو دلرغوني تاریخ د سر جګه شمله ګڼل کیږي .


د لوی افغانستان د پښتنو ډیرې قبیلې کوچیانې ژوند درلو،دوی ورو ور و د وخت په تیریدو سره په خپل پلارني ټاتوبي کې د نورو افغانانو سره په کلیو، بانډواو ښارونو کې مېشت شول .


په افغانستان کې احمدزي،غلجي،خروټي،تره کي ،اندړ،سدوزي ،او دوراني پښتنانه کوچیان د پښتنو دقبیلو د لرغوني پنځ زره کلن تاریخي شتون ژوندي بیلګې دي .دیاد شویوقبیلوځیني وګړي مېشت اوځیني تر اوسه خپلواک ډله ډله کوچیاني ژوند غوره کړي دی .


افغانستان کې د پښتونوکوچیانو سربیره نور بیلا بیل کوچې توکمونه شته .د افغانستان په ختیز کې د افغان پامیر او واخان په سیمه کې افغان قرغزي کوچیان ،په لویدیځ کې افغان بلوڅ کوچیان او په شمال کې افغان ترکمن کوچیان شتون لري . په ۱۲۹۰ کال کله چې د بشریت ستر دښمن اوپه وینولړلې ظالم چنګیز دافغانستان پر مرکزي سیمو وحشي یرغل وکړ . د بامیانولرغوني ښار یې په اور کې وسوځوه . کوچیانو د ده دیرغل څخه مخکې په همدغه سیمه کې خپلي خیمې درولي وی او د کوچیانو څارویو او رمو له دسیمې له څړځایونوڅخه استفاده کوله .


افغان کوچیانو دلرعوني اریانا په درسته ستره خاوره کې خپل کوچیاني ژوند، تګ راتګ کړي دی . په افغانستان کې ډیره موده مخکې له دې چې د افغانانو ملي دولتونه او امپراتورې رامنځته شي، په سیمه کې کوچیاني ژوندشتون لرلو. کوچیانو د خپل کوچې ژوند بڼي له امله د هر انسان میلمه پالنه کړي ده او دپښتونولي میلمه پالنې کولتور له همدې مهاله د پښتنو په وینه کې رنګ اخیستي دی . دافغانستان ستر شتمن تاریخ ،د طبیعت بېساري ښکلا ، د هنر او دودونوستر زیرمتون ،هره دره اوهره سیمه يي ځانته خپل کولتوري هویت لري . د افغان کوچیانو څو زره کلن دودونه ،کولتور او ژوند بڼه دافغانستان په څو زره کلن زوړ تاریخ کې هېڅ کوم بدلون ونه موندلو .


افغان پادچایانو د کوچیانو عادتونه او دژوند بڼه تر هغه مهاله خپله کړي وه ،کله چې انګریزي یرغلګرو نیواکګرو دافغانستان ګاوند هندوستان ته راغلل .افغان پادچایانو دکوچیان په څیر په دوو پلازمېنو کې اوسېدل،د دوبي په میاشتو کې لومړنۍ پلازمېنه کابل او د ژمي په میاشتو کې دوهمه پلازمېنه پیښور وو .


۲ . د کوچیانو د بشري حقوقو وضیعت او ژوند بڼې ته ګواښونه


د افغانستان د اساسي قانون په څوارلسمه ماده کې داسي راغلې دي،دولت د كرنې او مالدارۍ دپراختيا،
دبزګرانو او مالدارانو د اقتصادي، ټولنيزو او د ژوند د شرايطو د ښه كولو او د كوچيانو د مېشتولو او د دوی د ژوند دسمون لپاره د دولت د مالي توان په حدودوكې اغېزمن پروګرامونه وضع او تطبيقوي . دولت مستحقو اتباعو ته د استوګنځاى د برابرولو په منظور او دعامه ملكيتونو د وېش لپاره د قانون له حكمونو سره سم او د مالى امكاناتو په حدودو كې لازم تدبيرونه نيسي .


د اساسي قانون په نهه ډیرشمه ماده کې راغلي ،هرافغان حق لري د هیواد هرګوټ ته سفر وکړي او استوګن شي خوله هغو سیموپرته چې قانون منع کړي وي . ملګرو ملتو په افغانستان کې کوچیان ترټلو وګړو کړیدلي ځوریدلي له هر ډول حقوقو څخه محرومه ،یوه ستره له ګواښونو سره مخامخ توکمي ډله بللي ده . په افغانستان کې هېڅ څوک کوچیانو ته پام نه کوي . افغان کوچیان ځان له ټولې نړۍ څخه ویر شوي، بیل شوي او په انزوا کې احساسوي . په افغانستان کې اوس دافغانانو ژوند په منځي توګه لږ څه لوړ شوي،خولا هم کوچیان د نړیوالي ټولنې له مرستو څخه په هغه ډول برخمن نه دي لکه نور افغانان چې برخمن شوي دي .


کوچیان د افغانستان دنور وګړي په څیر خپل ټول حقوقي مدني بنسټیز حقوق لري اودافغانستان نورمال عام ګرځنده اوسېدنکې دي . کوچیان یوه ځانګړي ځانګړتیا لري ،د دوی ژوند بڼه دنورو افغانانو څخه توپیر لري . کوچیان په خپل لرغوني پلارني هیواد کې خپل ځان ته ګرځنده ژوند غوره کړي دي . دا د دوی حق دی نه ګناه . کوچیان له هغه مهاله چې د بشریت تاریخ لیکل شوي خپلواک ژوند غوره کړي دی . دوی د خپل هیواد په ښکلو غرونو،درو، دښتو او خپل افغاني زرغون چاپیریال کې ګرځي را ګرځي . دا دکوچیانو حق دی، چې د هیواد په هرګوټ کې چې دوی وغواړي او د دوی د ژوند بڼي سره مناسبه سیمه وي ژوند وکړي ، هېڅ څوک دوی له دغه ژوند بڼې له حقوقوڅخه راګرځولي نشي مګر یواځې الله ( ج) . د کوچیانو بي نامه ،بي نشانه له نفرته ډک مخالفین باید په دې پوه شي ،څنګه چې افغان هزاره ګان ، افغان ترکمننان ، افغان هندوان ،افغان سیګان او د افغانستان نوروګړي په ټول افغانستان کې داوسيدو حق لري ، کوچیان هم داسي حق لري . څنګه چې کابل ښارته د کسب، کار اومذدوري لپاره لس ګونه زره نوي راګده شوي هزاره هیوادوال هېڅ څوک منع کولي نشي او همداسي هېچ څوک کوچیان په ټول افغانستان له خپلو لرغونو څړځایونو څخه منع کولي نشي . کوچیان قانوننآد خپل د ژوند له ځانګړي ګرځنده ډول سره په ټول افغانستان کې د ژوند اواستوګني حق لري . افغانستان نه یواځې دافغانانو ګډ کور دی، بلکې ددوی اقتصادي ګټي او برخلیک هم له یو بل سره تړلې دی . افغانان په خپل منځ کې دومره توپیرنه نه لري ،څنګه چې دوی په خپلو منځو کې ګډارزښتونه او ګډ دودنه لري .


کوچیانو لکه د نړۍ نور انسانان خپل ټاکل شوي بنسټیز حقوق لري . کوچیان په افغانستان کې داساسي قانون پربنسټ لکه نور افغانان د درملنې ،ښوونې روزني او د نن ورځ د هوسا ژوند اسانتیاوي رښته یا حق لري .


نن ځیني کوچیان د هیواد دپه لرو او پرتو سیموکې ځوریدلي ،کړیدلي، شکیدلي، لوږي اوتندي په سر اخیستي دي ، نن کوچیانود کابل ښار په سړکونو لارو کو څو کې بې حقوقه ،محرومه ،مصیبت ځپلي ، شکاشت ،در په دره ،ویر شوي ،په ویرلړلي ،له پامه غورځول شوي وګړو په څیر ور ته کتل کیږي . دهیواد په نورو سیموکې د زورواکانو، ټوپکماراو په جنګې جرایمو متهم اشخاصو له خوا دکوچیانو خیموته د شپې له خوا په خوب کې اورونه اچول شوي دي . نن کوچیان د افغانستان له شمال څخه دوسله والو جنایتکارو ټوپکمارو ډلو له لاسه په زور او اجبر را ګډه کړل شوي دي .


هېڅ څوک نه پوهیږي، چې په دې دیرش کلن جګړیزه ناورین کې څومره کوچیان وژل شوي دي . هېچ څوک نه پوهیږي ،چې ترننه څومره کوچیان په ماینونو کې وژل شوي دي . هېچ ځوک نه پوهیږي، چې څومره کوچیان دروسي او امریکايي یرغلګرو په هیوايي بمباریو کې وژل شوي دي ،هېچ څوک نه پوهیږي ،چې څومره کوچیان دجګړو په ډګرونو کې را ګیر او بي ګنا وژل شوي دي . هېچ څوک نه پوهیږي ،چې څومره کوچیان د اوږدو وچکاليو، ساري نارغیو او دناپاکو څښاک اوبو دنشتون له امله مړه شوي دی .هېچ څوک نه پوهیږي، چې څومره د کوچیانو میندې او نویو زیږیدلو ل شوي ماشومان د روغتیایي اسانتیاو ود کمښت له امله مړه شوي دي . نن په افغانستان کې تر ټولو افغانانو لومړۍ کوچیان د ژوند له سختو شرایطو ،له ځښتو ډیرو ګواښونو سره مل او مخامخ دي .


نن په افغانستان کې کو چیان پرته له ګړد او خاوري څخه په خپل ځان کې بل څه نه لري . نن کوچیانو په کابل او د هیواد په نورو سیمو کې شپې او ورځې د ژمي بې کچه سړه هوا او دڅړمیني په بې کچه توده هوا کې تیروي . کوچیان په ډیرو نورو مواردو کې له خپلو څارویو سره یو ځای شپه په کیږدې کې تیره کړي .


نن کوچیان په پلازمېنه کابل کې دخوراک ،څښاک اوبه ،دکورني ژوند لومړنيو اسانتیاووي هېڅ څه نه لري . نن په افغانستان کې دناروغه کوچې درملنه په دولتي روغتونو کې نه کیږي ، نن د کوچیانو مړې په عامو مړستونو کې خاور ي سپارلو ته نه پریښودل کیږي . دکوچیانو پرمخ دافغانستان دمحاکمو دروازي تړلي دي .


د کوچې ماشومانو پوستکې لمر سوځولي ، د ژمي ساړه هوایي د دوی پوستکې ویني کړي ،کالي شکیدلي، دوی ډاکټر او ښونځې نه پیژني ،د کوچې ماشوم په زیږنتون کې نه زیږیږي ،کوچیان د خپلو بنسټیزو حقوقو څخه خبر نه دي ، دوی په زړو تورې کیږدېو کې بیوزله ،محکوم او محروم ژوند ته مجبوره کړي شوي دي . دډیرش کلنې جګړو ناوزین د کوچیانو دودیزه ژوند بڼه لمنځه وړي ده . پرکوچیانو ټولې لارې تړلې شوي دي ، کوچیان مجبوره کړل شوي دي، چې په یوه سیمه کې مېشت شي . دکوچیانو ژوند له جدي مرګوني ګواښونو سره مخامخ دی . دکوچیانو په ژوند بڼه کې ګواښمن ژور بدلونونه راڅرګند شوي دي .


هېچ چا د کوچیانو سره د دوی د څارویو د ناروغیو دمخنیوي ، اسانتیاوي اوڅارویو لپاره د روغتیا وترنرۍ پروژه ونه لیدل،د هېچ چا له خوا کوچیانوته د حیواني ناروغیو د درملني په اړه طبي پوهاوي ورنه کړل شو.


کوچیانو ته د افغانستان د بیارغوني په بهیر کې نورو افغانانو ته په کتو سره هېچ پام ندې شوي .کوچیان تل زموږ په ټولنه کې له هر ډول تولنیزه، اقتصادي ،روغتیايي او ښونیزه پرمختیاوو څخه قصدآ بې برخې پاتې کړل شوې دي .


نن په افغانستان کې ډیرو زورواکانو، جنګسا رانو اوجنګي جنایتکارانو بې کچه دولتي ځمکې غصب کړي دي .،د دوی په وړاندې هېچ کوم قوم خپل غبرګون و نه ښود .


د اریانا افغانستان په تاریخ کې کوچیانو له کلونوکلونو څخه تل دهیواد له ټولو ملي څړځایونو څخه ګټه اخیستلي ده . د نړیوالو قوانینو او حقوقو پر بڼسټ کله چې کوچیانو د زرګونو کلونوڅخه له دولتي عامه څړځایونو استفاده کړي وي ، د دوی ملکیت د عادتي حق پر بڼسټ پرته له حقوقي اسنادوڅخه پر دغه څړځایونو باندې ثابت کیږي .


کوچیانو ډیر څړځایونه او ورشوګاني په بیه اخیستی او یا هم د پخوانیو دولتونو لخوا دوی ته د استفاده لپاره وکړل شوي دي،کوچیان له سلګونو کالونو څخه موثق اسناد یا لاسوندونه له ځانه سره لري . ددوی د لاسوندنو څخه دا ثبتیږي ،چې د افغان پادچایانو لخوا دوی ته په اتلسمه اونوولسمه پیړۍ کې دغه سیمي او څړځایونه د استفادي لپاره ورکړل شوي دي ،دوی سره اوس دخپلو څړځایونو د مالکیت لاسوندونه شته دي .


پوښتنه دا ده ، چې څنګه ځیني هزاره ګان هغه کوچیان تورنوي ،چې دوی د پیړیو پیړیو څخه د افغانستان د مرکزي سیمو له عامو څړځایونو څخه استفاده کړي . کوچیان هر کال بیر ته خپلو ګرمو سیمو او مینو ګرځي ، چې ګواکې کوچیان د دوی پر سیمو تیرې کړي . د همدې پلمې لاندې کوچیانو ته سخت مالي او ځاني زیانونه ور اړول شوي او کیږي اوځیني خلک کوچیان خپلو سیمو او مینوته نه پریږدي .


اوس د ا پېښې کابل ښار ته را ورسیدې ،د بیلګې په ډول کوچیان د څولسیزو څخه را په دې خوا په کابل کې د کوروغ د غره په لمنو کې په سولیز ډول په خپله مېنه کې اړولي . هلته پر کوچیانو ډلیز وسله وال بریدونه کیږي، دوی وژل او سخت ژوبل کیږي او خیمو ته یې اورونه اچول کیږي . نړیوال ټولنه ، افغان حکومت ، دبشري حقوقو فعالین ،مدني ټولنې او نور افغانان ګوري چې څنګه ځیني ایراني روزل شوي مذدور کسان په ډیرسپین سترګتوب سره پر افغان مظلوموکوچیانو باندې تیرې او ظلم کوي .


نن د پروان والي په ډیر سپین سترګتوب او نا پوهي سره د دوو الماني سیلانیانو د تريتم کیدو او وژل کیدلو په تور کوچیان تورنوي اود سیمه ییزه کوچیانو دنیول کیدولوامر ورکوي . د افغانستان ستر باعزته ولس دکوچیانو نوم نړیوالوته په دغه جرم باندې اخلي او دشریفو بې ګناه کوچیانو نوم په دغه جرم کې بدوي . کوچیان د افغانستان په تاریخ کې د وریښمینو او لویو لارو ګرځنده ساتندویان وو او دي . کوچیانوته تل هر بهرني اوهر کورني مسافر په لارو کې د غلو له ویرې پناه وروړي ده . کوچیانو نه یواځي د ژغورلومرسته کړي ،بلکې د خوراک او څښاک مرسته يي هم ورسره کړي ده .تاریخ د اثابته کړي ،چې کوچیان دافغان ولس خداي خدمتګاران دي .


نن که پر کوچیانو وسله وال تیرې کېږي، نو پر درست افغان ولس تیرې کیږي ، که نن کوچیان دخپلو بشرې حقوقو څخه محرومه دي ،نو زه اوته دخپلو بشري بڼستيزو حقوقو څخه محرومه یو.نن کوچیان نه یواځې خپل بنسټیز حقوق نه لري،بلکې دکوچیان ژوندپه بنسټیزه توګه له سترو حیرانوونکې ګواښونو سره مخامخ دی .


به له شکه په کوچې قبیلوکې د حجري، جومات ، پوهنتون اوسیاست ستر سړيتوبونه شته دي ،برسیره پردې


ځیني پوه افغانان په دې اند دي، چې دغه کړکیچ باید په ولسي جرګه کې د ۲۴۹ غړو څخه د کوچیانو دلسو غړیو له لاري دې هوار شي .دغه بي مسوولیتي ده او د کوچیانو مظلوم ،محروم ولس سره ستره جفا ده .ځکه زموږ په کور افغانستان کې د يوي ستر ي ټولنې ،پرګنې یا ډلي حقوق تر پښو لاندي کیږي، نو د ټولو با عزته افغانانو ایماني ،وجداني دنده ده ، چې د دوی له روا حقوقو څخه دفاع وکړي .


په ځوریدلې ،کړیدلي بې حقوقه او معصومه کوچیانو بریدونه ، دوی ته ځاني او ملي زیانونه اړول او له پیړیو پیړیو څخه دوی خپل ازاد ژوند او چاپیریال ته نه پریښودل دا یو ستر بشري نه بښوونکې ناورین او جنایت دی ، چې هیڅ څوک پرې سترګې پټولي نه شي .تر ټولو لومړۍ دغه ملي شرم هغو کسانو ته متوجی دی ،چې د کوچیانو پروړاندې ددغې جنایت حمایت کوي او په دولتي چوکیو کې چوپه خوله ناست دي .


هیچ څوک له یوځاې څخه بل ځای ته په خوښه نه کډوال کیږي او نه ځې چې هلته ارزانه ټوکې راونیسي او یا دخپلو څاریو ټولیدات هلته وپلوري ، چیرته چې ورته ډیره اړتیا شته .


په ښه وختونو کې هره کوچې کورنۍ له سلو څخه ډیر پسونه او وزې درلودي . دجګړو او وچکالیو په بهیر کې کوچیان خپلي رمې او د ژوند بنستیزه توکې له لاسه ورکړي .


نن ځیني کوچیان پرته له یوې خیمې ،یو څواوښانو،میږو او اوزو څخه نور څه نه لري .د کوچیانو ژوند نه یواځې د جګړه مارو ډلو بلکې ماینونو هم له ګواښ سره مخامخ کړي دی . د کوچیانو په دودیزو لارو کې ماینونه اښودل شوي دي .


افغان دولت په مرکزي افغانستان کې د کوچیانو د څړځایونو دحقوقو په اړه د کړکیچ د حلولو په اړه پاتي راغلي دی . د حکومت له خوا د کوچیانو سره هیچ ډول مرسته نشته . زموږ په افغاني جګړه ځپلي او دلیک لوست په ټیته کچه ټولنه کې باید دکوچیانو دلرغوني کوچي ژوندبڼي حقوق نوي تعریف اووپیژندل شي .


کوچیان په دې نوی افغانستان کې لکه نور افغانان خپل سیاسي حقوقي بڼستیز حق غواړي .


د لومړۍ برخي پای