کور / هراړخیز / چل ول او دوه مخي، د هېواد او هېوادوالو په ګته نه ده

چل ول او دوه مخي، د هېواد او هېوادوالو په ګته نه ده


 له کله چې زموږ هېواد او هېوادوال له جګړو او بيلابيلو ستونزو سره لاس او ګرېوان شوى له هماغه ورځې تر اوسه پورې زموږ اکثريت اولس ښه ورځ نه ده ليدلې، کله يې په کور کې ډوډۍ نه وي او کله يې د څراغ د روښانه کولو لپاره تيل، کله يې د خپلې کورنۍ يا کلې او کوڅې کوم غړى په جګړه او چاودنو کې خپل ژوند له لاسه ورکړى وي او کله خو هم د خپل منځي دښمنيو او تربګنيو په پايله کې پر يو او بل د څييړې يا ټوپک وار ډز کړې وي، دا او دې ته ورته نورې ډېرې ناخوالې شته چې افغاني ټولنه ور سره مخ ده، لکه د روغتيا، تعليم، هستوګنې، بې کاري او د ژوندانه په نورو برخو کې، خو له دې سره سره چې نن سبا د افغان اولس د ژوندانه ستونزې يو څه لږې شوې او د ښه ژوند د راتلو هيلې يې په زړونو کې څپې وهي او که ووايو په هره برخه کې يې تر پرونه نن ژوند ښه شوى درواغ به نه وي. خو زموږ په ټولنه کې چې يوه نوې ناوړه پديده را پيدا شوې او خلک ترې پوزې ته رسيدلي دي هغه چل ول، دوه مخې، ځان پيژندنه، ځان پړسونه او ځان ډکونه ده، دا ټول هغه څه دي چې زموږ د ټولنې حرکت او مثبت لور ته د تحول بهير يې جعلي کړي، او له همدې امله اولس پر هر سم او نا سم حرکت باندې بې باوره شوي دي.


زموږ په ټولنه کې اوسمهـال په ځينو لوړو او کوچنيو دولتي او نا دولتي ادارو، مدني ټولنو، ټولنيزو ارګانونو کې داسې کسان شته چې په پورته ياد شو ټولو يا ځينو پديدو ښکېل دي، دوى په دې آند دى چې د همدغو څو يادو شوو ناوړو پديدو پر مټ سړى پرمخ تلاى او د خلکو زړونه تر لاسه کولاى شي، که څه هم چل ول، ځان پړسونه او ځان ډکونه به د يوه موقت وخت لپاره تر سره شي خو راتلونکې يې تياره، نا سم او ځان محوه کول دي او عامل يې په ټولنه کې خپل نفوذ له لاسه ورکوي.


 اوس، اولس بيدار دي او دغولونکو په کار، حرکت او وړاندوينه ښه پوهېږي، دوى اوس څوک نه شي غولولى او د دوى هڅې هرو مرو ناکامېږي او پايښت نه لري، په نننۍ زمانه کې چارې بايد دواقعيتونو او حقيقت اخلاص او صداقت پر مټ تر سره شي، اوسمهـال د پوهې، سياست او تخنيک زمانه ده او هر څه بايد د څرګند او روښانه آدرس څخه تر سره شي، که څه هم فريب، چل، غولونه، زور، سرتنبګي او چينل بازي په لويه پکتيا کې هم ځينې خلک کاروي او په همدغه اعمـالو سره د اولس سترګو ته خاورې شيندي او خپل نفوذ او شخصيت ته د ناوړې موقتې او غيرې حقيقي لارې څخه تبارز ورکوي، مګر پايښت نه لري او هرو مرو په زماني واټن د دوى واقعي آند او فن، حرکت او خوځښت د پکتياوالو په مخ کې بر بند شي، وايي، چې کوږ بار تر منزله نه رسېږي.


د پکتيا اولس پاک اولس دى، له داوړ ناوړو پديدو سره نه آشنايي لري او نه يې هم خوښوي، خو که کله يې په همدې برخه کې څوک وپيژاند نو بيا يې رټي او په ټولنه کې يې بد بين کېږي، بايد ووايو چې ځينې نور خلک په همدې ناوړو پديدو سره ځان مقام ته رسوي او يا په اولس کې ځان په اولس مين شخصيت معرفي کوي، له يوه سره يوه خبره کوي او له بل سره بله، د يوه پر وړاندې ځان د بل دښمن معرفي کوي او بيا کله چې له هغه په اصطلاح دښمن سره مخ شي ځان دوست او پخواني سره دښمن ځان څرګندوي، دا وړ خلکو ته دوه مخي ويلاي شي، همداسې نور طامع او چاپلوسان هم شته چې د نورو په مخ کې ځانونه او سرونه ټيټوي او د خپلو شخصي ګټو په خاطر خپل هويت او شخصيت پايمـالوي او دغه ټولې چارې يې په حقيقت کې ناسمې او زموږ له کلتور او قانون خلاف دي، پايښت نه لري او په راتلونکي کې ټول پرې پښېمانتيا څرګندوي.


بنسټيزه خبره داده چې دا اعمـال زموږ د درد ديدلې او ځورېدلې هېواد په سخت اوږد مهـاله زيان تمامېږي او همدارنګه د افغانانو غرور، هويت، تير وياړلي تاريخ د نړېوالو پر وړاندې خپل ارزښت کموي او زموږ راتلونکي نسل او يا موجوده ځوانه طبقه له يوې ناوړې پديدې سره آشنايي پيدا کوي، او د خپل لارې سرمشق يې ګرځوي، که څه هم اوسمهـال زموږ دولتي ځينې ادارې په اداري فساد ککړې دي او د وړتيا پر ځاى اړيکو او غوړه مالۍ ته لومړيتوب ورکوي، په داسې کارو سره دغه پروسه نوره هم پرمختګ کوي او په نتيجه کې تزوير، چل، فريب، بډې ، دروغ او دوه مخي خداي مکړه د افغانانو پيشه ګرځي او راتلونکي لپاره يې د يوه تياره پيشينې کېداي شي، د مبارزې لپاره يې څه کول په کار دي؟


مدني ټولنې، رسنۍ، علما، ښوونکي، قومي مشران او نور بايد ددې ناوړو پديدو پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي او په ټولنه کې ددغو شومو لنډ مهـاله او ويجاړوونکو پديدو جرړې وباسي، موږ بايد تل واقعيتونو او حقيقتونو ته لومړيتوب ورکړو او د هرې شکمنې کړنې پر وړاندې پلټنه وکړو، بايد ځيړک واوسو او پر ځان باور ولرو، د يادوشو پديدو عاملين بايد له ځانه ورټو او هيڅکله بايد مسؤوليتونه ور په غاړه نه کړو، دوى زموږ د ټولنې د درد دوا نه شي کيدلى او بايد په دې قانع شي چې د ټولنې د پرمختګ لاره په رښتيا، صداقت، واقعيتونو کار او قناعت ورکولو ولاړه ده.