په کندهار ولايت کي نن تر غرمې وروسته ددې ولايت د عالي ليسو د ١٤٣٧ تنو نارينه او ښځينه فارغينو څخه د لوړو زده کړو له پاره د کانکور ازموينه واخستل سوه.
له يادو سوو ١٤٣٧ تنو فارغينو څخه ١٥٠ تنې يې ښځي وې چي په پوره خوشحالۍ سره يې د لوړو زده کړو لوري ته د يوه ګام په توګه د کانکور ازموينه ورکړه او تر ډېره حده يې نتايجو ته خوشبيني وې.
تېر کال په کندها رکي د کانکور د ازمويني ګډونکونکو شمېر يوازي ١٤ سوه و چي په دې شمېر کي د کندهار ولايت ترڅنګ د زابل او اروزګان ولايتونو شاګردان هم شامل ول.
د کانکور ازمويني د بهير څارني لپاره د هيواد د لوړو زدکړو وزارت څخه راغلي لس کسيزه پلاوي ددې ازمويني څارنه کول او ورسره په څنګ کي يې د پيل مراسم د کندهار والي او ددې پوهنتون د تدريسي مرستيال او استادانو په ګډون پيل سول.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د پوهنتون په انګړ کي خبريالانو ته وويل ډير خوشحال دى چي سږ کال د کانکور په ازموينه کي يوازي د کندهاري زده کوونکو شمېر ١٤ سوه ته لوړ سوى او دا ځل يو زيات شمېر ښځينه فارغينو هم ګډون کړى دى.
هغه وويل دوى هڅه کوي چي له دې ځايه او دلته د ميشتو بهرنيو دوستانو سره د خبرو اترو له لاري يو شمېر کندهاري شاګردان بهر ته د لوړو زدکړو لپاره وليږي او هلته ورته د ښو او معياري زدکړو زمينه برابره کړي.
کندهار ټولټال ٤٣٣ ښوونځي لري چي له دې ډلي ٣٥٠ يې خلاص او پاته نور يې لا اوس هم د يو شمېر ستونزو او مشکلاتو له خاطره د زدکوونکو پر مخ تړلي، ولي د پوهني رياست مسؤلين هيله مند دي چي د روان کال تر پايه به پاته نور هم خلاص سي.
په غورکې د کانکور ازموينه واخستل شوه.
د پوهنی وزارت څخه په ترلاسه سوو معلوماتو له مخي نن د لیندۍ په ۲۷ مه، د دغه ولايت دمرکز او اړونده ولسوالیو د دولسمو ټولګيو له ۱۸۶۶ تنو نارينه او ښځينه فارغانو څخه پوهنتونونو ته د تلو په غرض د کانکور آزموينه دغور ولايت دعلاوالدین غوری په لیسه كې واخستل شوه.
د نوموړي ازمويني دپاره دسوالونو او نورو موادو بکسونه، د ولایت دمقام او د لوړو زده کړو د وزارت له لوري د ټاکل شوي هيئت په مخکي پرانستل شول او تر ويشلو وروسته يي د ازمويني اخستلو لړۍ پيل شوه.
دتيرو کلنو په شان دغه آزموينه هم د لوړو زده کړو د وزارت له لوري د ټاکل شوي هيئت له خوا له هغو کسانو څخه اخستل کيږي چي دوولسم ټولګۍ يي لوستي وي او دهمدي ټولګۍ د فراغت اسناد په لاس کي ولري
ديادونې وړده چې دازموينۍ شاملين دجملي نه ۱۸۱ یى نجونى دی.