کور / تازه خبرونه / د محلي پولیسو له خوا د بشري حقونو سرغړوني

د محلي پولیسو له خوا د بشري حقونو سرغړوني

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن خپل زیاتره مطالب د هغه رپورټ په اړه بحثونو ته ځانګړې کړي، چې د محلې پولیسو له خوا د بشر د حقوقو د تیري په اړه خپاره شوي.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د محلي پولیسو له خوا د بشري حقوقو د سرغړونې په اړه دا څیړنه امریکایي ځواکونو کړې، چې په کې د محلي پولیسو له خوا د بشري حقوقو د سرغړونې ځینې ادعاوې سمې ثابتې شوي.

د ورځپاڼې په وینا د امریکایی ځواکونو قومندان جنرال جان الن د دې څیړنې امر وروسته له هغې ورکړ، چې د بشر د حقوقو د څار نړیوالې ادارې محلي پولیس په وژنو، غلاو او جنسي تیریو تورن کړل.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم دا پولیس د کلو په کچه د امنیت د ټینګښت لپاره د امریکا له خوا روزل شوي، خو د دوی دا کړنې د دې سبب شوي، چې په خلکو کې د طالبانو ملاتړ زیات شي.

په دې اړه د امریکایي ځواکونو له خوا په شوې څیړنه کې سپارښتنه شوې، چې محلي پولیسو ته باید د بشر د حقوقو په اړه روزنه ورکړای شي او په جدي توګه یې څارنه وشي.

خو ورځپاڼې په خپل وروستي تحلیل کې د محلي پولیسو د شمیر د زیاتولو په اړه شتو پلانونو ته په اشارې دا انديښنه څرګنده کړې، چې دا به د سیمه ایزو قومندانانو ملیشو ته قانونیت وروبښي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې محلي پولیس د امریکا د ځانګړو ځواکونو له خوا روزل شوي او هدف یې هم په کليوالي کچه د ترورزم په خلاف په جګړه کې مرسته کول ښودل شوي، چې کسان هم ورته د کلیوالو په خوښه ګمارل کیږي.

د ورځپاڼې په وینا امریکایی ځواکونه دې ته هیله مند دي، چې محلي پولیس به د عراقي ملیشو په څیر د ترورزم په ځپلو کې مرسته وکړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د محلي پولیسو د بشري سرغړونو په اړه دا انتقادونه پداسې حال کې پورته شوي، چې په پام کې ده، چې ددوی شمیر، چې اوس شاوخوا نهه زره کسه دې په نږدې راتلونکې کې دیرشو زرو ته لوړ شي.

خو ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د امریکایی ځواکونو ددې څیړنې په حواله لیکلي، چې محلي پولیس په هغو سیمو کې، چې ملي پولیس او اردو نشته امنیتي چارې په سمه توګه سمبالوي او فعالیتونه یی موثر دي.

ورځپاڼې لیکلي، چې په څیړنه کې د بشر د حقوقو ادارو ته سپارښتنه شوې، چې له محلي پولیسو سره نږدې اړیکې پیدا کړي، څو ددوی له خوا د بشر د حقوقو د څیړنو لپاره له افغان حکومت سره د همکارۍ زمینه برابره شي.

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا د محلي پولیسو د شمیر د زیاتولو په موضوع بحث کړې او لیکلي، چې دې ځواک ته باید داسې کسان جذب شي، چې صادق او ملي ګټو ته ژمن وي.

ورځپاڼې سپارښتنه کړې، چې دا ځواکونه باید په سمه توګه وروزلې شي، څو وکولای شي، چې د امنیت په ټنیګښت کې موثر رول ولوبوي.

ورځپاڼې محلي پولیس د هیواد د امنیتي ځواکونو د پیاوړې کولو او په هیواد کې د بې کارۍ د ورکولو لپاره یو موثر ګام بللې او لیکلي، چې له دغو ځواکونو باید په سمه توګه کار واخستلای شي