کور / سياسي / میدان التحریر(د ازادي ډګر) ،پاڅونونه او زما سترګو لیدلی حال

میدان التحریر(د ازادي ډګر) ،پاڅونونه او زما سترګو لیدلی حال

میدان التحریر ( د ازادي میدان ) په مصر کی تر ټولو لوی میدان دی ، د غه میدان په سر کی  میدان الاسماعیلیه بلل کید ، چی د وخت پاچا خدیوی اسماعیل جوړ کړی وو، په ۱۹۱۹ کی د مصر د ولسی رهبر سعد زعلول په مشری د انګریزانو (برتانیا) ښکیلاک په ضد پاڅون هم له همدی میدان نه شوی وو ، او له هغه وخته دغه میدان ، میدان التحریر یادیږی ،او د ۱۹۵۲ د خپلواکه ضابطانو انقلاب چی  له مصر نه یی د برتانیا د استعمار ټغر ور ټول کړ دا نوم نور هم ور کلک ،




ولسی پاڅونونه او میدان تحریر:
د ازادي میدان د ولسونو د ازادي او خپلواکي سنبول دی ، په دغه میدان کی د برتانیا د استعمار په وړاندی د ولسی رهبر سعد زعلول په مشری په ۱۹۱۹ کی  پاڅون شوی وو، او برتانیا یی چاوراکی یی په دی اړ کړل چی د مصری ولس غوښتنو ته سرټیټ کړی، او همداراز په ۱۹۳۵ کی هم مصری ولس د انګریزانو  په خلاف دتاوتریخوالی او اخ ډب  نه ډک لاریونونه تر سره کړی ،او په ۱۹۷۷ کی ولس د ډوډی باڅون هم له همدی ځای پیل کړی وو ، او د ۲۵ جنوری ۲۰۱۱ ولسی پاڅون هم له همدغه میدان نه پیل شو چی د پخوانی ولسمشر محمد حسنی مبارک د ۳۳کالود واک ټغر  یی په ۱۱ فبروری ۲۰۱۱ ورټول کړل ، او لا هم لاریونونه هرتالونه روان دی چی د زاړه ریژیم د پاتی شونو محکمه کول او په هیواد کی د ستر بدول غوښتنی کوی ،دغه میدان د مصر په معصر تاریخ کی ستر رول لوبولی دی ، او د شنونکو په اند په راتلونکی کی دغه میدان د دیمکراسی په پلی کولو کی کلیدی رول لوبولی شی . میدان ته د۲۵ جنوری د پاڅون نه روسته ډیر بهرنی لوړ پوړی چارواکی راغلی دی ، د المان د بهرنیو چارو وزیر ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیره ، د هسپانی د بهرنیو چارو وزیر، د امریکا  سیناتور جانکیری او ورسره پلاوی ، د ترکی د بهرنیو چارو وزیر چی دا ما خپله په سترګو لیدلی ، او نور نړیوال لوړ پوړی چارواکی راغلی په لنډو کی کوم بهرنی چارواکی چی مصر ته په رسمی سفر راځی د دغه میدان لیدنه ضرور کوی ، د دی تر څنګ میدان اوس یو سیلانی مرکز هم ګرځیدلی دی ، او مصر ته راغلی سیلانیان خامخا دلته راځی او د میدان نه خاطری له ځان سره وړی ،
په میدان کی مهم ځایونه :
۱: د مصر ملی میوزیم ، په دغه میوزیم کی د فرعونی زمانی مومیه شوی فرعونی پاچهانو مړی هم پراته دی ، چی یو پکی ویل کیږی رمسیس الثانی دی ، د چا په اړه چی په قرانکریم کی کیسه ذکر شوی ده ،
۲؛ د حکومتی ادارو ستره ودانۍ ( مجمع التریر ) هم د میدان ښکلا ده ،
۳ : د عربی ټولنی عمومی مقر .
۴؛ د مصر دبهرنیوچارو د وزارت پخوانۍ ودانی .
۵ ؛ په قاهره کی د امریکا پوهنتون
۶ : د نیل هیلتون هوټل ، او انټرکانټینټل سمرامس هوټل ؛
همداراځ د میدان په اړخونو کی لسګونه تجارتی سیاحتی بانکی دفترونه شته ،
د میدان  لاندی د مترو (د ځمکی لاندی داورګاډی ) لوی سټاب ( تمځای دی )
همداشان د میدان لاندی په یوه برخه کی د موټرو ستر ګراج هم شته ، چی پر سر یی عام پارک  او د عمر مکر په نامه جومات دی،
له میدان نه بیلی شوی لاری :
د تحریر میدان په قاهره کی د ډیرو کمو هغو میدانونو څخه دی چی په ډیر ښه انداز سره پلان شوی دی ، او تری ډیری مهمی لاری بیلی شوی چی دلته یی یادونه کوم،
ٔ د بستان سړک ( شارع البستان ) په دغه سړک په قاهره کی  مهم تجارتی مرکزونه بانګونه ، او د مصر رسمی خبری اژانس (منځنی ختیځ اژانس ) مرکزی دفتر شتون لری،
ٔ د محمود بسیونی سړک ،
ٔ د طلعت حرب سړک ،
ٔ د تحریر سړک
ٔ د قصر عینی سړک ، چرته چی د نهو وزارتونو او د وزیرانو د شورا ریاست ، دولسی او مشرانو چرګی ودانۍ شتون لری ، چی د میدان د زړه نه ایله څو متره  لری دی ،
ٔ دقصر نیل سړک ،
ٔ د شامپلیون سړک،
ٔ د طلعت حرب میدان
ٔ د عبد المنعم ریاض میدان ، چی ۵ نه تر ۷مترو په واټن کی د میدان التحریر سره پروت دی ،او د ۲۵ دجنوری په پاڅون کی د  ډیرو نښتو اواخ ډب شاهد دی ،  د دغه میدان په خواکی  دمصر د اطلاعاتو وزارت او د رادیو تلویزیون  ودانۍ (ماسپيرو ) او د مصر د بهرنیو چارو وزارت،او د ښځو لوړه شوره ،د ژونالیږم د لوړی شوره مرکز، چی د ۲۵ د جنوری په اخ او ډپ کی د پخوانی ولسمشر مبارک د ملی دیموکراتک ګوند د دفتر دودانۍ سره وسوځید.  او  رمسیس هیلتون هوټل  په څیر نوری مهمی ودانی او دفترونه شته ،


د ۲۵ د جنوری د پاڅون ځینی ایلتونه  … او زماسترګو لیدلی حال……
هرکال ۲۵ جنوری د مصر د پولیسو ورځ وی ( عید الشرطه ) په دغه ورځ باندی د پولیسو افسرانو اومشرانو ته دښه کار کولو  میډالونه او انعامونه ورکول کیړی، و لسمشر په خپله د پولیسو د لمانځنی په غونډو کی ګډون کوی سکال هم پخوانی ولسمشر مبارک په دغه مراسموکی د  دوشنبی په ورځ ګډون وکړ یعنی د لاریونو نه یو ورځ دمخه، او په خپله وینا کی یی د اصلاحاتو ژمنی وکړی او همداراز  یی هغو حرکتونو اوډلو ټپلو ته ګواښنه وکړه چی د ده په وینا په هیواد کی فتني ګډوډۍ او بی امنۍ ته لمن وهی  هغه زیاته کړه چی حکومت به دا ډول حرکتونه پیری نږدی چی د مصری ولس لاسته راوړنی زیانمني کړی ، د یادونی وړ ده  هرکال د پولیسو دجیشن په وخت ځینی حرکتونه د پولیسو د ناروا او بی رحمه چلند پروړاندی لاریونونه کوی ،په مصر کی ډیری بشری سازمانونه پولیس تورنه وی چی سیاسی او اسلامی  بندیانو سره بد چلند کوی د  ۱۹۵۲ د انقلاب نه روسته او په ځانګړی توګه د مبارک  په واکمنۍ کی د مصر دولت یو پولیسی  ریژیم ګرځیدلی وو ،د زرګونو اخوان المسلمین او نورو اسلامیانو سربیره زرګونه هغه سیاسی کسان هم  زندان ته د محکمی پرته اچول کیدل چی د ریژیم سره یی فکری او سیاسی مخلافت  څرګنداوو، اوډیرځل بندیانو د ډیرو سختو سزاګانو د لاسه ژوند بیللي.  ،چی یوه بیلګه یی په ۲۰۱۰ کال کی د اسکندریه په ښار کی یو ځوان خالد سعید وو چی  د پولسیو په وهلو ډبولو یی له ژوند نه لاس واخیست ، خو پولیسو پر هغه تور ولګاوو چی ګواکی دزیاتو نشه یی توکو په کارولو یی خپل ژوند بیللی، او دهیڅ ډول زور زیاتی سره مخ شوی نه دی ، او د بشری حقوقو او ازادو  ملکی سازمانونو راپورونه یی پروپاګنډا وګڼلله، خو د دغه ځوان وژنه د مصر پولیسو ته ستر سردرد جوړ شو ، چی د مصر په لر او بر  کی مصریانو د پولیسو په ضد لاریونونه وکړل ، او ډیری ځوانانود مصر په سترو ولایتونو کی  د دی شعار لاندی چی مونږ هریو خالد سعید یو ستر کمپاینونه ترسره کړل ، او وخت ناوخت د خالد سعید په غمیزه لارو کوڅو ته ځوانان راوتل ، د خالد وژنه هغو حکومت ضد حرکتونو ته ستر چانس وو چی وار د مخه یی د مبارک د ریژیم ختمول غوښتل ، لکه حرکت کیفایه ، حرکت ۶اپریل او نور، دغو حرکتونو د ډیرو کلونو راهیسی د مبارک د ریژیم ضد لاریونونه کول چی ډیری مشران یی زندانی شوی او د سختو سزاګانو شاهدان دی ،سکال دغو حرکتونو ته نوی فرصت په لاس ورغلی وو هغه دا چی په تونس کی د زین العابدین د واک تحته ولس اړولی وه  ، له همدغه وخت نه حرکت کیفایه او د۶ اپریل او نورو ځوانو ډلو ټپلو  د ۲۵ حنوری احتجاجی لاریونونو ته د انتر نیت او فیسبوک او نورو وسایلو له لاری ځوانان ور بلل، او د ستری مظاهری ځایی میدان التحریر ټاکل شوی وو ،دډیرو په ګمان سکال هم دکوم ستر لاریون تمه نه کیده که څه هم د ډیرو شنونکو په اند به سکال د لاریونونو زور ډیروی ځکه یو خوا په هیواد کی اقتصادی بهران  بی کاری خلک تنګ کړی بلی خوا په تونس کی د بد لون باد رالوتلی،  خو د لوی بدلون تمه بیا هم نه کیده، ۲۵ جنوری د سه شنبی ورځ وه زه سهار په ۱۱ بجو د ازادی میدان (میدان تحریر) ته تللم چی خپله ویزه را نوی کړم د ویزی د تجدید دفتر د ازادی میدان کی په یو ستره ودانۍ کی دی، زه چی کله د ځمکی لاندی اورګاډی ( مټرو)د سټاپ څخه راووتلم ګورم چی په میدان کی بل څه نشه بغیر د پولیسو نه ، ما ته وویل شو نن  د ویزی دفتر روخصت دی ، زه هم د میدان شاته خپل پوهنتون ته لاړم په لاره کی هر ځای پولیس ول ، په ۳بجو د ماسپښین زه له پوهنتون نه راووتلم چی خپل کار ته لاړ شم ، دپوهنتون چپ لور ته د قصرعینی روغتون ترڅنګ د لاریون کونکو اوزازونه راتلل چی شمیر یی ډیر نه پریښید،  د سهار په شان بیا هم هرځای پولیس ول او میدان ته تللی ټولی لاری یی تړلی وی ،چاته اجازه نه وه چی میدان ته لاړشی او یا د میدان د لاری کومځای ته چی تلل غواړی لاړ شی، زما لار پر میدان وه ، د خپل کارټ نه په ګټه زه میدان ته لاړم په میدان کی د پولیسو پرته څوګ نه ول زما په شان یو نیم کس له میدان نه په تیزی تیرید ه، د میدان په بله څنډه کی ووم چی ما ته بی بی سی ټلیفون وکړ ، يوښتنه دا وه چی په مصر کی د لاریونونو څه حال دی ، ځنی رسنۍ وایی چی ستر لاریونونه روان دی ؟ ما ورته د خپلو سترګو حال وویل چی ځنی ځایونو کی لاریونونه شوی او روان دی خو په لوړه کچه نه دی او د ازادۍ په میدان کی یواځی پولیس دی، له دی روسته زه خپل کار ته لاړم ، په کار کی وخت ناوخت خبرونه راتلل چی د پولیسو او لاریونکونکو ترمنځ د میدان په درشیګانو کی نښتی روانی دی ، په ۷ بجود ماشام چی زه کله دکارنه کور ته تللم د میدان تحریر ترڅنګ میدان عبد المنعم ریاض میدان ته لاړم ، له دی ځایه میدان ښکاری په ریښتیا هم په میدان کی لوړی وی د پولیسو موټری په تیزی سره د میدان په سړکو ځغلیدل، او اوازونه چغی اوریدل کیدی ، د میدان حال بدل شوی وو ، پولیسو پر میدان د کنټرول پوره پوره هڅه کوله ، او مظاهرچیانو د میدان د ټولو لارو څخه د ورننه وتلو هڅی کولی ،داسی ښکاریده چی حالات مخ په خراپیدو دی ، ماښام ناوخته لاریون کونکو میدان خپل کړ، صبا چهارشنبه د تلویزونون د لاری ښودل کیدل چی لاریونوه روان دی او د قاهری سربیره په نورو ولایتونوکی هم خلک راوتلی دی ، زه له کور په ۳ بجی ووتلم په لاره څه حاص نه وو ، خو د کار ځای ته څیرمه د پولیسو لوی کتار وو، او زمونږ موټر یی ودراوو ، ویل یی چی مخکی مظاهرچیان دی ، ناڅاپه لسګونه ځوانان د یوکوڅی څخه راووتل او پرپولیسو یی تیږی ورول پیل کړه پولیسو هم په هغو اوښکی بیونکی ګاز وشیند مونږ په موټر کی بند وو ګاز موټر ته را ننوت په موټر کی ښځو چغی کړی له سترګو مو اوښکی بیدی له پوزی مو اوبه روانی شو ،موټروان چالاکی وکړه او موټر یی له دغه ځایه ویست ، د جهارشنبی او پنج شنبی ورځی د تاوتریخوالی د محدودو پیښوسره تیری شوی او دحکومت لپاره د اندیښني کومه وړ خبره پکی نه وه ، خوراتلونکی ورځ د جمعی وه ،او په مصر کی رسمی روخصتی وی. نو دا ورځ د حکومت لپاره ستره ننګونه وه ، حکومت ځینی تدابیر نیولی ول د پنج شنبی له ورځی یی اتصلاتی وسایل بند کړی وو ( انترنیت او ټلیفون ) او د جمعی په ورځ یی پولیس له کوڅو او سړکونو ټول کړل ، او له ځینو زندانونو دروازی یی پرانیستی ، او په تلویزون کی یی اعلان کړ چی ګواکی نامالومو وسلوالو له زندانونو څخه په زور مجرمین او بدکاره بندیان ویستلی ، او له ټولو هیواد والو هیله د چی د خپلو کورونو ساتنه وکړی ، د جمعی په ورځ مبارک پوځ ته امر وکړ چی دلارو کوڅو او مهمو دولتی او حاصو ادارو ساتنه وکړی،، له دغه اعلا ن نه د حکومت تمه دا وه چی ګواکی خلکو کی ویره ډار اندیښنه پیداشی او میدان تحریر ته مخ نه کړی او دخپل کورونو ساتنه به وکړی ، مصریانو په دغه ورځو کی د خپلو کورونو دکانونو ساتنه په خپله کوله ، د کور نه یو یا دوه به میدان ته تلل ،او پاتی کسانو کوتکی په لاس د دکانونو او خپلو شتمنیو او کورونو ساتنه  کوله، د حکومت داپلان هم ناکام شو ، د جمعی په ورځ لاریونونو زور واخیست او ملیونونه پیل شو او د هری جمعی ورځ ته یو نوم کیښودل کیده ،لکه جمعه غضب ،جمعه رحیل ، جمعه النصر  ، او میدان تحریر د مظاهرچیانو مرکز وګرځید او له قاهری پرته د نورو ښارونونو نه هم خلک دلته راتلل پیل شو،ورځ تر بله د حکومت لپاره سختیده ، په ۲ فبرورۍ د جهارشنبی په ورځ د زاړه ریژیم غړو یو بل پلان جوړ کړ ، د اهراماتو غونډي کی اوښان اسونه د سیلانیانو د چکر لپاره کارول کیږی ، دغه اوښان اسونه یی په کرایه نیولی ول او د بدمعشانو په لاس یی ورکړی ول چی د کوتکیو او چړو سره په تحریر میدان کی په ناستو اعتصاب کونکو برید وکړی ،هلته ورا دمخه د مبارک پلویانو په میدان برید کړی وو او د دواړو لورو ترمنځ د تیږو او د شیشی د بوتلو جنګ روان وو ، زه د ماښام لړی سره له کار نه د دوقی سیمی ته د یو ملګری کور ته تلم په لار کی می دا خلک ولیدل ، حیران شوم چی دا کوچیان چرته روان دی ، کورته د رسیدو سره ګورم چی ملګری می د تلوزیون مخ ته ناست او داسی منظر ګوری چی په دغه اوښانو سپاره کسان په میدان تحریر باندی برید کوی ،عجیبه ورځ وه په میدان کی ښځی انجونی ماشومان ځونان پاخه عمر سړی د پوهنتون استاذان ټول سره تار تار شول په خلکو کی ویره ډار پیدا شو خلګ حیران ول چی څه روان دی، په میدان کی سلګونه ټپیان او  مړی پراته ول یوه خونړۍ فضا جوړه وه ،هر خوا ویر ژړه وه ، خو بیا هم باهمته ځوانانو دغه حالات کانټرول کړه او دغه خلک یی سره د اوښانو او اسونو ونیول، او د میدان دننه لکونه خلک بیرته ارام  شو،په دی ورځو شپو کی مبارک څوځل ولس ته وینا وکړه او د اصلاحاتو ژمنه یی وکړه ،خو خلکو د هغه وینا سره نور هم زور اخیست ، او ورځ تربله د حکومت ښپي خويدي ،مبارک په ۷ فبروری باندی اعلان وکړ چی د ولسمشري په راتلونکو ټاکنو کی به نه دی په خپله او نه د دځوی جمال مبارک ځان کاندید کړی ، خو اعتصاب نور هم زور واخیست او داسی انګازی شوی چی ګواکی لاریونکونکی غواړی د ولسمشر ماڼۍ ته لاړ شی ، په ۱۱ د فبروری د جمعی په ورځ د لمانځه وروسنه په زرګونه کسان د مبارک د مانۍ په لور روان ول کوم چی په مصر الجدیده کی دی (قصر العروبه)  همداوخت وو چی د حکومت ښپی نوری د ټینګیدو نه وی  ، او د ولسمشر مبارک مرستیال عمرسلیمان  د مصر د تلویزون په پرده  راښکاره شو او دا ټکی یی وویل( ای هیوادوالو په دغه سختو حالاتو کی چی مصر ورڅخه تیریږی ،ولسمشر محمد حسنی مبارک پریکړه وکړه چی د ولسمشری له چوکۍ تیر شی،او د هیواد د چارو  سنبالول یی د پوځ لوړی شوره ته وسپارل، الله پاک توفیق ورکونکی او مرسته کونکی دی ) په میدان تحریر او د مصر به نورو ولیتونو کی لکونو خلکو ته د خوشحالی زیری واوریدل شو ، فضاء پیشنګانو اود اوریزو لوبو شیانو ونیوله ، تا به ویل که څو اختره سره یوځی شوی ، دهر سړی ښځی او ځوان ماشوم په مخ مسکا ځلیده ، راتلونکی جمعه دنصر ( بریالتوب کامیابی) جمعه وټاکل شوه ، په دغه جمعه باندی دمسلمانانو د علماو د نړیوال اتحاد ریس شیخ الاسلام مولانا ډاکټر یوسف القرضاوی رابلل شوی وو، هغه ټول ولس ته د بریالیتوب مبارکی وویله ،او د نورو اسلامی هیوادونو ولسونو ته یی د ازادي دعا وکړه ، د جمعی لمونځ د هغه په امامت کی وشو چی لکونو خلکو پکی ګډون وکړو ، د لمانځه روسته په خلکو کی د رورولي مینی فضاء وه هرسړی اوښخی په مسکا او ورین تندی د بل سره خبری کولی داسی لکه چی دا خلک دی دنیا ته اوس اوس راغلی وی ، نوی ژوند یی خپل کړی وی ، د تحریر په میدان کی دغه ۱۸ ورځي ډیر حیرانونکی وی ، دلته هر تن  په بل داسی رحم زړه سوی کاوو ، چی سکه ورونه یی یو په بل نه کوی ،د خپلی خولی ډوډۍ اوبه یی یو بل سره ویشلی  ،دلته چا له چا نه پوښتل چی ته څوک یی ستا مذهب دین څه دی ، ته دکوم فکر اند خاوند یی ، دلته ښایسته ښایسته انجونی د هلکانو په څنګ کی ناستی وی ، نه په دغه اوږه موده کی چا کومه انجلي تنګه کړه او نه هم کومی انجلی داسی احساس کړی چی دا د غیرو سره ده ، ټول رونه خویندی وو ، هر یو په بل خوږیده ، که ووایم چی د حج په څیر منظر وو نو لری به نه یم تللی ،زه د هغو په منځ کی پردیسی ووم خو چا راته د پردی په سترګه نه دی کتلی ، ما په دغه ورځ دا دعا وکړه :  ای الله زما د ګران هیواد افغانستان ولس هم داسی راویښ کړی ، په ځوانانو کی یی داسی هیمت را پورته کړی چی داهیواد او بی وزله ولس  د دی بی رحمه زور واکانو داړه مارانو غلو فاسیدونو مجریمینو څخه خلاص کړی ، یا الله افغان ولس ډیر وکړید ، هر ډول جبر زور زیاتی یی د پردیو او خپلو نه ولید ، نور ورته امن سوله ابادی پرمختک په نصیب کړی ، د ځوانانو په زړه  کی یی اتفاق یوالی واچوی ، ………………………… امین ثم امین