هریِپور کمپ کې اوسېدو. يو زوړ ټيپ مو درلود چې يواځې راډيو يې جوړه وه . د راډيو انتن مات شوى و يو اوږد سيم مې ور پورې تړلى و او په څه خوارۍ مې پرې د ملي راډيو برنامې اورېدې.
هلته زموږ د کورنۍ غړي لکه د امربالمعرف ډلې غوندې وو، موسيقي باندې يې ټينګ بنديز لګولى و خو ما به کله نا کله پټې سندرې اورېدې.
تازه د پشه کال ( برسات) موسم تېر شوى و، هرکال به دې موسم کې د مهاجرينو د کورونو خټين ديوالونه نړيدل، زموږ د د کور ديوالونه هم نيمايي نړېدلي وو، او په بيا جوړولو يې لګياوو.
زما کوچنيو لاسونو کې هغه مهال د کار قوت نه و، کاريګرو ته مې اوبه او نور ضروري شيان راوړل .
راډيو مې راوړه ، کابل مې پيدا کړ ، خبرونه تازه ختم شوى و او بيا په کې د ( زما ښکلى جانانه زه ځار شمه له تانه …. السلام – السلام ) سندره پيل شوه .
خټګر د لاس چم کيښود او غږ يې کړ: لږه هوا ورکړه ، ما د خپل مشر سترګو ته وکتلې، لکه چې په هغه هم ښه لګېدلې وه ، د قهر نښې مې په کې ونه لېدې . غږ مې لوړ کړ ، خټګر د دې سندرې هربيت ځان سره تکراروه او سر يې ورته خوځوه .
په ماهم ډيره خوږه ولګيده او چې پوښتنه مې وکړه ، نو راته وويل شول چې دا د رحيم غمزده اواز دى .
له دې وروسته مې له غمزده سره علاقه پيدا شوه ، يو وخت مې دهمدې لپاره ټيپ هم جوړ کړ او په پټه به مې د هغه سندرې اورېدې.
نږدې يوه مياشت وړاندې مې له يوې راډيو د لعل پاچا ازمون يو راپور واوريد چې په غمزده يې جوړ کړى و. په راپور کې د رحيم حالات ډېر غمزده ښودل شوي وو. زړه مې و دغه د خوښې سندرغاړى له نږدې ووينم ، خو راپور کې مې داهم واورېدل چې هغه اوس ډيرناهيلى شوى او له چا په ځانګړې توګه مطبوعاتيانو سره ډير نه ګوري او حالاتو دومره ځورولى چې نه غواړي چاسره ډېرې خبرې وکړي.
د جمعې په ماښام مې يوځل بيا د هغه اواز واورېد، خو داځل د هغه سندره ( دا چې مست په ميو راغى يار د چا دى …. ) پوره نشوه . سندرې سره ويديوي کليپ هم و او د يوه تابوت په بدرګه غږيدله ، تابوت د غمزده يار و چې له نيمې پېړي زيات يې پښتو موسيقي ته خدمت وکړ او دغه موسيقي يې د نورو ژبو سياله کړه .
خو اخرد مقاماتو له بې غوريو ډک زړه لاړ او د تل لپاره يې خپل مينوال غمزده پرېښودل .
د ليندۍ ٢٦، ١٣٩٠ کابل