(د هلمند درې لرغوني کلي )
١ – کروړيان : د کروړيانو تاريخي کلى دهلمند ولايت د سنګين سروان کلا دولسوالۍ په منځنۍ برخه کي شتون لري ، ختيځ ته يې دملازو اونيمشېر کلي لوېديځ ته يې د پېروزو په نوم کلي پروت دى سويل ته يې هغه لويه لار چي له گرش (= گرېس = اوسنى ګرشک) مېرمندو ( = مېرمن دوغدو ؟ سنگين (= زنگين = تگين ؟ ) سروان(=زون وان )، کنگ (د کيداريانو کنگ خاس ته منسوب ؟ او کجگر څخه تر (زنداوره) تللې شتون لري .
لکه له نامه څخه چي يې څرګنديږي د کروړيانود تاريخي کلى او د نامه وجه د پښتو ژبي د نوميالي شاعر اميرکروړ جهان پهلوان ته منسوب دى او دهمده کورنۍ دلته مېشته سوى او تراوسه هم سته ، کروړيان چي تر اوسه يې د سروان کلا په خلکو کي خپل نوم ساتلى دى له آره هم هغه د شنسب نيکه اولاده ده چي پر غور،بغنين(= بغني ) ،سروان، داور ،بست او ګرمسېرباندي واکمن وه.
د اميرکروړ نيکه( شنسب) د (فخرالدين شاه) له نسب نامې څخه د (منهاج سراج ) په روايت چي له نن څخه شاوخوا څوارلس سوه کاله پخوا د حضرت علي ( رض) دوخت سړى ؤاو دهغه په وړاندي د اسلام په سپېڅلي دين مشرف سو هغه ورته عهد او لوا ورکړه ځکه نو شنسب نيکه په اسلامي دوره کي دغور لومړنى حکمران دى او دغور او داور سوري کورنۍ ته منسوب دي (١)
سوري کورنۍ اوس هم سته چي زوري يې بولي دا نوم ډېره لرغونې مخينه لري چي دعربو په تاريخونو او جغرافيو کي هم زور او زوري ليکل سوي دي .
داسلامي دورې لومړنى تاريخ ليکونکى چي د سوريانو يا زوريانو نوم يې په خپل خپل کتاب کي راوړى دى هغه ( احمدبن يحيى ) مشهورپه بلاذري دى (٢)
لنډه دا چي اميرکروړ هم دهمدې کورنۍ نوميالى دى چي د سروان (= سروان کلا ) د کروړيانو کلى هم د ده کورنۍ ته منسوب دى چي اوس هم ددې درنې کورنۍ څخه مشر عبدالله (کروړي) يادولاى سو.
د لته به بې ځايه نه وي چي د پښتو لومړنى لاس ته راغلى شعر چي همدې کروړ پهلوان پنځولى يوه بېلگه راوړو
مطلع :
زه يم زمرى پردې نړۍ له ما اتل نسته
په هند وسند و په تخاراو په کابل نسته
بل په زابل نسته له ما اتل نسته (٣)
٢ – دسورو( سوريانو ) کلى :
دا تاريخي کلي هم د هلمند ولايت د سروان کلا په ښېرازه سيمه کي موقعيت لري ، ختيځ ته يې د زېدانانو کلى لويديځ ته يې د بارکزو کلى او سويل ختيځ ته يې هغه عمومي لاره چي د سروان د زنداورسره مښلوي پرته ده ، لکه دنامه څخه چي يې څرګنديږي دې ځاى ته هم سلګونه کاله پخوا سوري ټبر راغلى او مېشت سوى، دا ځاى هم د همدوى په نامه د سورو(= سوريانو ) کلى نومول سوى دى چي ددوى په هکله مو معلومات په پورتني متن کي ولوستل.
٣ – غلجيان : د غلجيانو تاريخي ځاى د هلمند ولايت په لرغونې سيمه کي د يوښکلي کلي نوم دى ددې کلي ختيځ ته د خانانوکلى ګوردوکانيان ،شمال لوېديځ ته يې د هلمند سيند او سويل لوېديځ ته يې د کجگر کلى شتون لري .د غلجيانو نوم چي د غلجي جمع ده زموږ په هيواد کي لرغونى تاريخي شاليد لري دې په دې نامه د هلمند د لرغونې تمدن په حوزه نور ځايونه هم سته لکه د هلمند په سويل د ناوې په ولسوالۍ د ( خلج) سيمه چي دغزنوي دربار منشي بيهقي يې شاوخوا(١٠٠٠)زرکاله پخوا يادونه کړې ده بل (خلج)په زنداور کي دى چي ( ابواسحق ابراهيم اصطخري يې په کال (٣٢٢ هجري) داسي يادونه کړې ده (( وبلدي داور اقليمي خوش ونزه (پاک) است باخصب ونعمت وامن وراحت ثغري (سرحد) ازثغور شهرهاى غور وبغنين ( بغني) و بشلنگ (پشلنگ) و ( خلج ) و خاش است . ))
غلجيان چي مفرد يې غلجى دى له آره ګرجى دي چي د غرني په مانا دى چي ( گر ) يې دغره په مانا ( جى ) يې د اوسېدونکى مانا ښندي د ( گر ) نوم هم په سنسگريټ ژبه کي ( ګيري = ګير= ) راغلى چي هلته هم د غره په بڼه راغلى دا نوم د اويستا په هوم يشت کي هم( ګيري) راغلى دى خو په سروان کي چي کوم غلجيان دي له ډيرو پېړيو دلته د مېشتېدو مخينه لري .