د افغانستان لپاره د امريکا د متحدو ايالاتو سفير راين کراکر وايي چي هيواد به يې د ٢٠١٤ کال وروسته له افغانانو سره خپله ملګرتيا او همکاري بل لوري ته واړوي او د پوځي برخي په نسبت به په ملکي برخه کي زيات کار وکړي.
هغه نن کندهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کي د رسنيو په جوړه سوې غونډه کي وويل چي هيواد به يې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته په اقتصادي برخه کي هم کار وکړي او د دهلې او کجکي بندونو ته به هم پراختيا ورکړي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا چي نن يې په همدې رسنيزه غونډه کي د سفير سره يو ځاى ګډون کړى و وويل چي د امريکا د سفير سره ليدلي او د ولسواليو او ښاروالۍ د فعاليتونو د زياتېدا او بهترۍ په برخه کي يې ورسره مهمي خبري کړي دي.
د هغه په خبره چي په ننۍ ليدنه کي د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د تړون په اړه هم خبري سوي او په دې تړون کي د کندهار د اهميت او کندهار ته ددې تړون د اهميت اړوند هم بحثونه وسول چي زيات مفيد ول.
د افغانستان لپاره د امريکا سفير نن کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کي له کندهار والي، د ولايتي شورا له استازو او يو شمېر کليدي رئيسانو سره وکتل
نوموړي د رسنيو غونډي ته وويل دوى او نړيوالو درک کړې چي د کندهار حالات پر افغانستان او ټولو وګړو باندي معلوم او حس کېدونکى تاثير لري او موږ پوهېږو چي په ستراتيژيک تړون کي دې ولايت ته څومره اهميت ورکول سي.
هغه د يوه خبريال ددې پوښتني په ځواب کي چي په قطر کي د طالبانو لپاره د سياسي دفتر د پرانستني په اړه يې نظر څه دى وويل چي د سولي او بيا يو ځاى کېدني پروسه په بشپړه توګه يوه افغاني پروسه ده او افغانان واک لري په هر ځاى او هر هيواد کي چي غواړي د طالبانو لپاره سياسي نمايندګي تائيد کړي.