د کندهار په ارغستان ولسوالي کي د موټر چپه کېدو له امله څلور تنه ملکي کسان ژوبل سوي او د درملني لپاره د کندهار ميرويس روغتون ته لېږدول سوي دي.
پېښه تېره ورځ نهه بجې د ارغستان ولسوالۍ د ګمرک په سيمه کر هغه مهال رامنځ ته سوه کله چي د ملکي وګړو د سپرلۍ فيلډر ډوله موټر د چلوونکي له اختياره ووتى او چپه سو.
په پېښه کي زخميان سوي څلور سړي په کندهار کي د ميرويس په نوم حوزوي روغتون ته لېږدول سوي دي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د کندهار د امنيې قومندانۍ اړوند ترافيک پوليس سيمي ته تللى او په لومړنيو پلټنو کي يې معلومه کړې چي د پيښي د رامنځ ته کېدو اصلي لامل د چلوونکي بې احتياطي او تېز رفتار و.
په کندهار کي د ترافيکي ګڼه ګوڼي بې حده زياتوب او کمبره سړکونه هغه ستونزي چي ډېر وختونه د ترافيکي پيښو د رامنځ ته کېدو لامل ګرځي