د کندهار په ميوند ولسوالۍ کي د کشفي الوتکي په هوايي بريد کي دوه تنه ماين ښخوونکي وژل سوي او يو بل په زخمي حالت کي د پوليسو لاسته ورغلى دى.
د افغانستان د سولي او ثبات درې تنه دښمنان چي تېره شپه يې د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ د مزرعې په کلي کي د سړک پر سر ماينونه ښخول د بهرنيو ځواکونو د کشفي الوتکو لخوا ليدل سوي او وروسته پرې بريد سوى چي په نتيجه کي يې دوه تنه وژل سوي او يو بل زخمي سوى دى.
د تيري شپې په هوايي حمله کي د وژل سوو ماين ښخوونکو مړي او دريم هغه په زخمي حالت کي د پوليسو لخوا د ميوند ولسوالۍ امنيه قومندانۍ ته لېږدول سوي دي.