اوس مهال د نړی او سیمې څيړونکو او سیاستوالو پام په سیمه کې د راتلونکو پرمختګونو او بدلونونو ته اوښتی دی. په دې هکله راز راز وړاند وینې کیږي. د دوی په وړاند وینو کې ویل کیږی چې په سیمه کې به نوي هیوادونه رامنځته او ځینې پخواني هیوادونه ړنګ شي .
یو شمیر سیاستوال ددې له پاره چې په راتلونکو بدلونو کې دپښتنو په رول پوه شي دوی غواړي لومړی دې لاندې درو پوښتنو ته ځوابونه پيدا کړي :
• ایا پښتون یو اولس دي او که څو اولسه؟
• ایا پښتون اولس په سیمه کې د ټولو حقوقو څخه چې نور اولسونه یې لري برخمن دی او که نه؟
• د سیمې په بدلونو کې د پښتنو راتلونکي رول څه دی؟
خو په افغانستان کې تر اوسه زیاتره پښتانه سیاستوال او روڼ اندي ویده دي او یا دوی د کابل د دربار تر اغیزې لاندې دي چې د ټول پښتون د حالاتو ، ستونزو او راتلونکي په هکله فکر نه کوي . دوی په خپلو سیاستونو کې په دیګانو ، هزاره ګانو او ازبکانو پورې د تړلو واکمنو ډلو ګټو ته لومړیتوب ورکوي د سیمې او هیواد راتلونکي ددې ډلو د ګټو په رڼا کې څيړي .
اوس شرایط د بدلیدو په حال کې دي د نړیوالو پام حالاتو ته اوس په سیمه کې د ټول پښتون په شتوالی کې اوښتی دی.
نو ځکه سیمه ایز او نړیوال څيړونکي غواړي چې پورتنیو پوښتنو سم ځواب پيدا کړي .
د ټولنیزو پوهنو څيړونکي په دې بشپړ باوري دي چې پښتون یو ټبر دی چې د یوې ونې په شان د قومونو مختلفې څانګې لري .
هر پښتون وګړی په دې پوهیږي چې دی په خپله په کوم خېل پورې تړلي او بیا ستره کې د کوم قوم وګړی شمیرل کیږي او په وروستۍ کې د لوی پښتون ټبر یو غړی دی.ددې اولس هر غړی د هغه ځانګړي احساس له مخې چې د خپل اولس سره یې لري تړل کیږي .
د پښتنو بشپړ اکثریت په پښتو ژبه خبرې کوي ، خو داسې پښتانه هم شته چې د پښتو ژبه یې د لاسه ورکړي ده او اوس په مختلفو ژبو ګړیږي ، خو ځانونه په دې اولس پورې تړلي ګڼي .
ددې اولس هر وګړي که په یوروپ ، اسیا ، امریکا ، افریقا او یا استرالیا کې اوسیږي خو دده اړیکي د اړونده خیل او په لویه کې د پښتون اولس سره نه شکیږي او پښتني هویت نه د لاسه ورکوي .
په هند کې په میلیونو پښتانه اوسیږي د دوی زیاترو خپلې ژبې هم د لاسه ورکړي دي خو تر اوسه دوی ځانونه د پښتني مختلفو خیلونو او قومونو غړي بولي او نور پښتانه هم د هند پښتنو ته پښتون قوم غړي وايي چې د پښتون د ټبر څخه د هغوی بیل کیدلو تصور هم نشي کیدای.
په دې توګه هر پښتون وګړی هر چیرې چې اوسیږي د لوی پښتون ټبر د وجود یوه برخه ده.
د ټولو پښتنو په یوه لوي قبیلوي جوړښت کې را ټولېدل ددې سبب شوي چې دا ټبر د یوه لوی وجود چې د ونې بڼه لري سره یو شوي دي.
د پښتنو د پاره ژبه او سیمه د پښتونوالي د هویت ټاکونکی نه دي بلکې په قومي جوړښت کې د یوه وګړي موجودیت د هغه د پښتونوالي هویت په ډاګه کوي .په اوس وخت کې دا غړیتوب د پلار له خوا خپلو اولادونو ته لیږدول کیږي . خو داسې هم نه ده چې ټول پښتانه د یوه پلار زامن دي بلکې دا ټبر د اریایانو د یوې لویې برخې څخه عبارت دی چې په زرګونو کلونو تاریخ لري .
د پښتنو د اوسیدو مېنه چې د پښتنو د لوی مشر احمدشاه بابا د واکمنی په مهال د پښتونخوا په نوم یادیده چې د اموسین او اباسین تر منځ پراته ده چې دواړه سیندونه د افغانستان طبعي پولې جوړوي .
پښتني لویو مشرانو د ځانګړو شرایطو په کتلو سره په دې بریالي شوي دي چې د پښتني مختلفو قبیلو او خیلونو تر منځ د لوي پښتون په نوم یووالی تامین کړی او دوی له دې لارې یې لوی بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي .
ددې یووالي د نتایجو ښه مثالونه د طاهریانو، غوریانو، هوتکیانو، لودیانو ، غلجیانو ، سوریانو ، ابدالیانو او نور ځواکمن حکومتونه دي چې په سیمه کې یې لویې امپراتورۍ تشکیلې کړي دي.
خو د بلې خوا قبیلوي جوړښت د مختلفو خېلونو او قومونو ترمنځ د سیالۍ سبب شوی دی. چې دا د پښتون قوم له پاره په مجموع کې ډير د زیان سبب شوی دی او د پښتنو دښمنانو ورڅخه ناوړه استفاده کړي ده.
د ساري په توګه ظهیرالدین بابر د پښتنو ددې سیالۍ څخه په ناوړه استفادې سره په هند کې د پښتنو دولت چې د لودیانو په قبیلې پورې تړلی و ، ړنګ او په هند کې یې د مغولي سلطنت بنسټ کیښود . همدارنګه د هند مغولي حکومت د پښتنو تر منځ د قبیلوي سیالیو څخه ډیره ناوړه ګټه پورته کړي او خپلې واکمنۍ ته یې تر ډیره مهاله دوام ورکړی دی.
د پورتنیو خبرو څخه دې پایلې ته رسیږو ، چې پښتانه هر چیرې چې اوسیږي هغوی یو اولس او یو ټبر دی. د درې څلورو او یا دوو پښتنو اولسونو د فرضیې وړاندې کول په اوس مهال کې د پښتنو ضد د توطیې یوه برخه ده.
ددې ټبر کسان د زرګونو کلونو را پدې خوا ځانو ته پښتانه وايي .
په تاریخي لحاظ د سیمې په سیاست کې درې قومونه ( پښتانه ، پارسیان او هندوان ) د ډير اهمیت لرونکي و . چې په تیر تاریخ کې دې درې واړو قومونو مستقل دولتونه تشکیل کړي دي.
خو ددې په اړخ کې د نورو سیمو څخه هم په دې سیمه بریدونه شوي دي چې د هغوی مثالونه لکه د یونانیانو ، عربان، مغولان ، ترکان ، انګریزان ، روسان او نورو نومونه اخیستلي شو.
د پورتنیو یرغلګرو په وړاندې پښتنو د خپلو سیمو څخه ډيره سخته ساتنه کړي ده . چې د دوی د مقاومت له امله ددې سیمې هضمول د لویو امپراتورانو له پاره ناممکن شوي دي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې د لوی احمدشاه په مړینې سره د پښتنو واک د کابل په اداره کې محدود شو.
د واک اساسي واګې په دربار کې دیګانواو قزلباشانو څخه د تشکیل شویو کړیو په خپلو لاسونو کې واخیستې.
د کابل واکمنان نه په پښتو پوهیدل ، نه یې د پښتنو سره کومې اړیکي درلودی او نه یې د اعلحضرت شاه زمان د مړینې نه وروسته ، د پښتونخوا د سیمو د متحد ساتلو د پاره کوم پروګرام درلود او نه یې اوس لري .
د کابل په تخت ناستو واکمنانو به په دربار کې د پښتنو په نسبت ، دیګانو او قزل باشانو ته زیات اهمیت ورکوه او ورو رو د پښتون اولس د کابل د دربار سره اړیکې پرې شوې .
د کابل واکمنان هم د خپل اولس څخه پردي شول نو لدې امله په تخت باندې د پاتې کیدو لپاره د برتانوي استعمار سره په ملي ګټو باندې هر ډول سودا ته تیار و .
د برتانوي استعمار له پاره دا ستونزمنه وه چې دا لوي اولس د استعمار تر واک لاندې راولي . نو ددې له پاره یې د پښتنو سیمو د ټوټه ټوټه کولو له پاره نیت وکړ. دوی د پښتو د ژبې ددې متل څخه چې وايي ( بېل یې کړه ، اېل یې کړه ) ډیره ګټه پورته کړي ده . او په خپله یې دا متل د استعماري ستراتیژی په توګه په دې ډول ژباړلی دي : ( ډي وایډ اینډ رول ) یعني وویشه او حکومت وکړه.
برتانوي امپریالیزم د کابل په تخت باندې د ناستو واکمنانو په مرسته د پښتون اولس په څلورو برخو ( ازاد قباییل ، پښتونخوا، بلوڅستان ، د افغانستان پښتانه)و ویشل همدارنګه زیات شمیر بلوڅ او پښتانه په پارس کې پاتې شول .
چې په سیمه کې د استعماري قوتونو توطیې ددې سبب شوې چې پښتانه ټوټې ټوټې او و نه کولای شي د یوه وجود په توګه د پنجاپیانو ، پارسیانو او نورو استعماري ځواکونو په وړاندې وړ غبرګون وښيي.
استعمارچیان او د هغوی مزدوران پښتنو ته دا باور ورکوي چې پښتون یو اولس نه بلکې په پورتنیو سیمو کې هر یو بیل اولس دی..
په تیرو شپیتو کلونو کې پنجاپي استعمار او د کابل د تخت واکمنانو دا لټه کړي چې د دې سیمو د پښتنو تر منځ قومی ، کلتوری ، او د خپلوی اړیکې وشلوي .تر څو دوی یو له بله څخه ځانونه بیل وګڼي .
خو د علم او تخنیک او په تیره بیا د رسنیو پرمختیا ددې سبب شوي ده چې دا ټوټې شوي اولس یو تر بله ډير نیږدې شي . اوس مهال د پېښور، افغانستان ، کوټې ، وزیرستان او کراچۍ پښتانه ځانونه یو ګڼي. دوی ورو سره یو کیږي .
په دې باندې باید بشپړ باور ولرو چې د پښتنو په یو کیدو او د یوه مستقل او ودان هیواد په درلودلو او همدارنګه په سیمه کې د بلوڅ اولس خپلواکه کیدلو له امله پنجاپ او پارسیان ډیر کمزوي کیږي او هغه مهال به په سیمه کې لومړی خبره د پښتنو هیواد کوي .
همدا ټکی دی چې پنجاپ او تهران او یا په کابل کې واکمنې کړۍ په هیڅ صورت سره دې ته تیارې نه دي چې د پښتون ټبر ټوټې ټوټې شوی وجود دې سره بیرته یو شي . او یا بلوڅان په یوه سیاسي جغرافیا کې په خپلواکه توګه ژوند وکړی.
دوی د دې اولس په ټولو سیمو کې د جګړې اور ته لمن ووهي تر څو د پښتنو خاوره په مړستنو باندې واوړي .په دې نیمه وچه کې دپښتون اولس په وړاندې پراخه جګړه روانه ده چې د دې جګړې لمن د کراچۍ د ښار څخه نیولي تر بادغیس او کشمیر پورې غزیدلي ده .
د پښتنو دښمنانو د پښتنو له پاره خپله سیمه د اور سره تبۍ ګرځیدلی ده په دې ټوله نیمه وچه کې داسې ځای نه پیدا کیږي چې پښتون اولس په کې په ارام سره شپه سبا کړي.
کورونه او کلي وران او د کرنې ځمکې په شاړو اوړي. په پښتني سیمو کې د زده کړو او روغتیا مخه نیول کیږي.
که څه هم په تیرو کلونو کې پښتنو په ډيره میړانه د خپلې ازادی او خاورې څخه دفاع کړي خو بیا هم نه دي توانیدلی چې د ټولو پښتنو له پاره یو خپلواک هیواد رامنځته کړي او په سیمه کې استعماري ځواکونو د ناوړو پلانونو مخه ونیسي .دا ځکه چې د کابل واکمنان تر اوسه نه غواړي چې پښتونخوا یوه متحده سیمه واوسي .
د پښتنو د یووالی له پاره د هڅو په لار کې یو شمیر خنډونه شته چې د بادغیس څخه تر کراچی او کشمیر پورې په ټوله پښتونخوا کې د خلکو په عمل کې یووالي تامین کړي .
یو ددې خنډونو څخه په پښتنو کې د بهرنیو له خوا را پیدا شوي ښي او کیڼ تمایلات لوی خنډ بلل شوي دي .
اوس پښتانه په دې باوري شوي دي چې پښتون قوم هم په افغانستان او هم ددې هیواد څخه د باندې هر چیرې چې اوسیږي یو محکوم قوم دی.
په افغانستان کې پښتانه د شوروي اتحاد د یرغل او وروسته د ښاغلی حامد کرزي په اداره کې په ډیره بې رحمانه توګه وځپل شول. اوس د دوی سیاسي ، اقتصادي او فرهنګي حقوق د کابل په اداره کې د متعصبو کړیو له خوا تر پښو لاندې کیږي .
د پښتنو د نفوسو په هکله ځینې غلط تخمینونه په نړیواله ټولنه منل شوي دی .د دې غلطو تخمینونو او د واکمنو کړیو د تعصب له امله د کابل په اداره کې د ملي فکر لرونکو پښتنو د موجودیت مخنیوی شوی دی.
خو هغه څه چې ښکاره دي ټول پښتو ژبي کسان چې په وزارتونو ، ریاستونو او ولایتونو په څوکیو ناست دي د شمالي ټلوالې ( چې د پښتنو ضد اجندا لري ) سره یې د پخوا څخه اړیکي درلودې او یا اوس یې د پټې همکاری ژمنه ورکړي ده .
عام خلک د کابل ادارې ته د پنجشیریانو حکومت وایی. دا په دې مانا چې په دی حاکمیت کې د شورای نظار ونډه زیاته ده.
په لوړو څوکیو ناست پښتو ژبي کسان په خپلو ادارو کې د تقرر صلاحیت نه لري دوی حتی په پښتو ژبه د خبرو کولو توان په ځانو کې نه ویني .
د افغانستان په اوسني سیاسي نظام کې د ملت بشپړ اکثریت یعني پښتانه ، پشه یان، نورستانیان، بلوڅان، شغنیان، هندوان او نور ځانونه محکوم بولي .
د محکوم اولس وینه هم بې ارزښته وي . په افغانستان کې هره ورځ د سل ګونو پښتنو وینې په بې رحمانه توګه تویول کیږي خو دا وینې نه د کابل د ادارې او نه نړیوالې ټولنې ته کوم ارزښت لري خو که د حاکم ټولي څخه د چا وینه تویه شي بیا د ښاغلي کرزي څخه نیولي د ملګرو ملتونو تر سر منشي پورې ټول نا ارام کیږي . د لویدیزو هیوادونو مشران هغه غندي .د کابل د ادارې له خوا پرې ملي ماتم اعلان کیږي . ټولې واکمنې کړۍ د اپوزسیون او غیر اپوزسیون په ګډون ورباندې ژاړي .
پښتانه د ډيرو حقوقوڅخه چې په اساسي قانون کې تسجیل شوي دي بې برخې دي یو د هغې څخه په مورنیو ژبو د زده کړو حق دی په تیرو لسو کلونو کې د کابل د ادارې کړنې په دې هکله په نشت حساب دي
تر اوسه په میلیونو پښتو ژبی زده کونکي په مورنی ژبه د زده کړې څخه بې برخې دي .
د ساري په توګه په هرات ولایت کې چې یو پښتو ژبی ولایت دی یوه ښوونځي په پښتو ژبه وجود نه لری همداسي په ټول شمال او لویدیز کې په پښتو ژبه د زده کړو مخه نیول شوي ده.
د پوهنې وزیر چې د خپل کار په لوی ښودلو کې ډیر مهارت لري خو تر اوسه ده دا په خپلو راپورونوکې نه دي ویلي چې تر اوسه یې په مورنې ژبه څومره زده کونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړي ده او څومره په ټول افغانستان کې لا تر اوسه ددې حق څخه بې برخې پاتې دي .
کتونکي وايي چې په مورنیو ژبو ( په ځانګړي توګه په پښتو ژبه ) د زده کړو په لاره کې خنډ ، په خپله د دې وزارت لوړ پوړي چارواکي دي . دوی د هیواد د تنکیو نیالګیو حقوق تر پښو لاندې کوي د هغوی استعدادونه وژني .
دوی له دې لارې هڅه کوي چې د متعصبو او پښتون دښمنه واکمنو کړیو خوشالي تر لاسه کړی .
د لوړو زده کړو وزارت خو په بشپړه توګه د یوې ځانګړي کړۍ تر ادارې لاندې دی . دا وزارت د پښتنو سیمو څخه لوړو زده کړو ته د زده کونکو مخنیوي کوي او بهرنیو هیوادونو ته د ځانګړو قومونو کسان استوي .
د کابل د ادارې په رسمیاتو کې پښتو ژبه وجود نلري
پښتو ژبي لوړ پوړي چارواکي ټول د متعصبو پاشیستي ډلو له ویرې په پارسي ژبه غږیږي خو د یوه دیګان ، ازبک ، هزاره څخه چې په لوړو څوکیو ( د اولسي جرګې دمشر په شمول) ناست دی چا یوه کلمه پښتو ژبه څوک نه اوري . په رسمیاتو کې په بشپړه توګه پښتو ژبه وجود نلري .
په انکشافي چاروکې د پښتنو سیمې که د هیواد په شمال کې دي یا په لویدیز کې او یا جنوب او ختیز کې ، د کابل ادارې له خوا په انکشافي پروګرامونوکې له سترګو غورځول کیږي .
د پاکستان په نوم په سیاسي جغرافیا کې پښتانه چې په څوټوټو کې ژوند کوي هلته هم لوړ پوړ ي پښتو ژبي چارواکي د پنجاب د استعماري ادارې په چوپړ کې دي .
هلته هم د پښتنو سیمې د انکشافي پروګرامونو څخه بې برخې ګرځول شوي او پښتو ژبه یوازې د پښتنو په کورنیو کې د ننه د چلند وړ ده.
د پښتنو په منځ کې د ملي یووالی افکارو رامنځته کول او وروسته د ملي یووالی تامین ددوی د نجات په لور مهم ګامونه ګڼل کیږي.
د پښتنو تر منځ د ملی یووالی تامین یوه اړتیا او د تاریخ حکم دي تر څو دا ملت وکولای شي خپل روا حقوق د واکمنو متعصبو کړیو او د سیمې د استعماري ځواکونو څخه تر لاسه کړي
د پښتنو یووالی د نورو قومونو سره د دښمنی په مانا نه دی .پښتانه تل د نورو قومونو سره د وروري په فضا کې ژوند کړی دی.
ددې له پاره چې پښتانه د اوسنی تراژیدی څخه ځان په سلامت سره وباسي اړینه ده چې یو سیاسي مشرتوب رامنځته کړي . داسې مشرتوب چې د پښتون اولس د یووالي د تامین له پاره کار وکړي . دا مرکزیت پښتون اولس د ټولو هغه توطیو او تیریو د شنډولو د پاره رهبري کړي چې د دوی په وړاندې د پنجاب ، تهران او په افغانستان کې د متعصبو کړیو له خوا طرح او عملي کیږي .
پښتانه ملي مشرتوب ته اړتیا لري .
ملي مشرتوبونه په طبعي ډول په ټولنه کې را پیدا کیږي د خلکو باور او ملاتړ تر لاسه کوي اوملي مشرتوب روان حالات ، ستونزې په ژوره توګه تحلیل او د کړاونو څخه د راوتلو سمې لازې په ګوته کړی . دا مشرتوبونه یوازې او یوازې اولس او خلکو ته چوپړ وهل خپل ویاړ ګڼي او په دې لازه کې هر راز ستونزې او سرښندنې مني.دا ډول مشرتوبونه د خلکو په زړونو کې ځای نیسي او ملي اتلان ترې جوړیږي.
لویدیز او اروپا ته تښتیدلي پښتانه روڼ اندې یوازې د څو شعرونو په ویلو او یا غونډو په کولو سره د پښتنو په ناوړه حالت باندې اوښکې تویوي .دوی دا همت نه لری چې خپلو کورونو او کلیو ته راوګرځي او د پښتون اولس په ویښوولو او متحد کولو کې خپل ملي مسوولیت تر سره کړي.
د اوسنیو شرايطو په څيړلو سره اړینه ده چې پښتانه خپلې موخې روښانه او د هغوی د عملي کولو د پاره یو موټي شي . تر ټولو هغه څه چې ډیر مهم دي :
• لومړی په ټوله پښتونخوا ( افغانستان ، بلوچستان ، خیبر پښتونخوا او قبایلو ) کې د جګړې اور بند او د سولې تامین
• په ټولو پښتني سیمو کې د انکشافی او تعلیمي پروګرامونو پيل
• د ټولو پښتنی سیمو د خلکو تر منځ د اړیکو د ټینګښت ، او د پښتنو سیمو تر منځ د تګ راتګ په مخه کې د هر ډول رسمي او پوځي خنډونو لرې کول .
• په ټوله پښتونخوا ( چې لوی احمدشاه بابا ورته اشاره کړي ده) کې د خلکو تر منځ د سیاسي او ملي پیوستون د روحیې پیاوړ تیا
• د ټولو پښتنو په یوه سیاسی جغرافیا ( د یوه خپلواک هیواد په توګه ) کې راټولیدل
پښتون اولس یو واحد ملت دی چې د استعماری توطیو له امله په څو برخو ویشل شوی دی او دا ملت د نړی د نورو ملتونو په شان لکه ویتنام ، جرمني ، چین او هانګ کانګ ، یمن او نور ، دا حق لري چې بیرته سره یوځای شي.
پښتو مشهور متل دی چې ( اوبه په ډانګ نه بیلیږي ) . په همدې ډول د پښتنو په منځ کې د یوه قوم او اولس په توګه د یووالی روحیه ډیره پیاوړي ده دا ټولی مصنوعي کرښې چې د پښتنو په خاوره کې ایستل شوي دی کومه مانا نه لري.
باید وویل شي چې پښتانه حق لري چې ځانونه دجګړې د اور څخه وژغوري په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.
پښتانه دا حق لري چې په خپلو سیمو کې د لوږې او دربدری د لیرې کولو او د پرمختګ له پاره کار وکړي. او زیار وباسي.
پښتانه دا حق لري چې په خپله ژبه خبرې وکړي ، ولیکي او زده کړه وکړي.
پښتانه حق لري چې یو په دموکراسي ولاړ نظام ولري .
بلاخره پښتانه حق لري چې د نړی د نورو اولسونو په شان سره یو او د یوه واحد او خپلواک ملت په توګه یو واحد هیواد ولري او په سیمه کې د نورو اولسونو په اړخ کې په سوله ایزه توګه ژوند وکړي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې پښتانه د خپلو سترتیژیکو موخو د تر لاسه کولو د پاره ځینو متحدینو ته اړتیا لري . دا متحدین کیدای شي د پښتنو سره د ګډو ګټو په نظر کې نیولو سره مشخص شي .
په دې کې هیڅ شک نه شته چې تهران ، پنجاپ او په کابل کې واکمنې کړۍ هیڅکله نه غواړي چې پښتانه د اوسنې ناوړه حالت څخه وژغورل شي او په دې لاره کې لازم خنډونه پيدا کوي .
نو لدې امله پښتانه باید د خپل ځان د تقویې له پاره په سیمه او نړی کې خپل متحدین پيدا کړي .
ددې له پاره چې د پښتنو داوسني ناورین څخه د ژغورلو له پاره یو پياوړی غورځنګ رامنځته شي اړینه ده چې د پښتنو په منځ کې ټول هغه اختلافونه چې د پردیو په واسطه د رامنځته شویو ډلو له خوا ورته لمن وهل کیږي له منځه ولاړ شي او یا د دوی تر منځ د قومي توپیرونو او لوړتیا غوښتنو د له منځه وړلو له پاره د خلکو دې ته پام راواړول شي چې ټول د اوسني ناورین د له منځه وړلو د پاره کار وکړي .
له دې امله اړینه چې په پښتني ټولنه کې ټول سیاسي ګوندونه ، سیاسي ډلې او کړۍ او همدارنګه سیاسي ملي شخصیتونه ، قومي مشران ، دیني علما او روحانیون ، روڼ اندي او د لیک او لوست خاوندان ټول د اوسني لویې غمیزې څخه د پښتون اولس د ژغورلو د پاره یو پراخ سیاسی غورځنګ پيل کړي تر څو وکولای شي چې ټول پښتون اولس د یوه واحد هیواد په درلودلو سره په نړی کې د یوه پرمختللي اولس په توګه را ډګر ته شي.
دیو پراخ ملي پښتني غورځنګ ( دبادغیس څخه تر کراچۍ او کشمیر پورې) په پيل کیدو سره په ډيره لږه موده کې دا شووني ده چې پښتون اولس په یوه هیواد کې( چې د پښتنو ټولی سیمې پکې شاملې وي ) سره راټول او د نړی په جغرافیا کې د یوه ځواکمن اولس په توګه راډګر ته شي.
پښتانه د چا حقوق نه تر پښو لاندې کوي خو دا حق لري چې خپل حقوق تر لاسه کړي .