کور / تازه خبرونه / له افغانستان څخه د عسکرو په ایستلو کي عجله به مصیبت وي

له افغانستان څخه د عسکرو په ایستلو کي عجله به مصیبت وي

انګلستان چاپ انډیپنډنټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې: له افغانستان څخه د عسکرو په ایستلو کې عجله به مصیبت وي – تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلي او د پیل په کرښو کې یي لیکې:

د امریکا پوځ په یوه محرم راپور کې ویلي، له افغانستان څخه په ستر شمېر کې د عسکرو ایستل به له دښمن سره مرسته او په دې هېواد کې د لاسته راوړنو له منځه وړل وي.

راپور وایي، له افغانستان څخه باید د عسکرو ایستل د امکان په صورت کې، تر ۲۰۱۴ کاله پورې وځنډول شي یعني په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د جنګې ماموریت د ختمیدو تر وخته.

ورځپاڼه لیکې: په راپور کې د افغانستان د امنیتې وضعې په اړه مبالغه شوې او پداسي وخت کې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما او د انګلستان صدراعظم ډیویډ کامرون ته رسیدلی چې ددغې لس کلنې جګړې څخه د خپلو عسکرو د ایستلو فشارونه ورباندي زیات شویدي.

انډپنډنټ ورځپاڼه وړاندي لیکې: د انګلستان د ملي امنیت شوری د سه شنبې په ورځ غونډه وکړه او له افغانستان څخه د خپلو ایستونکو عسکرو د شمېر او سرعت په اړه یي بحث وکړ. د ایتلافي حکومت ځینو وزیرانو غوښتل چې په افغانستان کې د دېره ۹۵۰۰ انګلیس عسکرو تقریبا نیمایي شمېر دي د اتلسو میاشتو په مودې کې وطن ته ستانه شي.
ورځپاڼه لیکې: د انګلستان د پوځ لوي درستېر جنرال ډیویډ ریچاردز ټینګار وکړ چې له افغانستان څخه په ډېرې عجلې سره د عسکرو ایستل به د ځواکونو د ایستلو ستراتیژې زیانمنه کړې.

انډپنډنټ لیکې: د انګلستان د ملي امنیت د شوری وړاندیزونه به د ډیویډ کامرون دفتر ته واستول شي او یو جګ پوړی انګلیس جنرال وایي، مونږ هیله من یو چې صدراعظم به د پوځ مشورې ومني. خو هر سړی امریکایانو ته ګورې. که چېري هغوي له افغانستان څخه په چټکۍ سره خپل عسکر وباسي نو کامرون به هم سیاسی خطر و نه مني او ورته عمل به وکړې.

ورځپاڼه لیکې: د امریکا دفاع وزارت دي نتیجې ته رسیدلی چې افغان امنیتي ځواکونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته په یوازې ځان د امنیت ساتنې توان ونلري او له همدې امله یي د نورو دوه زرو روزونکو استولو پریکړه کړیده.

وال سټریټ ژورنال، نیویارک ټایمز او لاس انجلس ټایمز ورځپاڼو هم د همدې مسلې په اړه مقالې او مضمونونه لیکلې او وال سټریټ ژورنال : افغانان واګی ( جلب) په لاس کې اخلې – تر سرلیک لاندي یوې مقالې کې لیکلې:

په افغانستان کې د امریکایي ځواکو جګ پوړي قوماندان ویلي، په راتلونکې کال کې به د دوي د جګړې ستراتېژې دا وي چې افغان ځواکونه به د عملیاتو او جکړو مشرې کوې او امریکایان به یي د مشاورینو دندې په غاړه لري.

وال سټریټ زیاتوي، د ستراتیژۍ پدي بدلون باندي په واشنګټن کې خبرې شوې خو په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو د قوماندان جنرال جان الین د سه شنبې د ورځي په څرګندونو کې افغان ځواکونو ته د مسولیت سپارلو مهال ویش بیخې څرګند شو.

ورځپاڼه لیکې: جنرال الین د کانګرس یوه هیئت ته چې له افغانستان څخه یي کتنه کوله، ویلي، د راتلونکې اوړې په پاي کې به د امریکایی عسکرو شمېر له یو لکو څخه شاوخوا اویا زرو ته راټیټ شي او جمهور رئیس اوباما وایي، له افغانستان څخه به په منظم ډول د خپلو عسکرو ایستلو ته دوام ورکړې.

وال سټریټ ژورنال لیکې: جنرال الین د کانګرس هیئت ته په شخصې ډول ویلي، دی نه غواړي چې د ۲۰۱۴ کاله پورې نور عسکر له افغانستان څخه وباسي او خبریالانو ته یي د سه شنبې په ورځ وویل، د عسکرو ایستل به دوام وکړې، خو دا مسله دده او جمهور رئیس اوباما تر منځ پوره روښانه نه ده