دكندهار ولايت د امنيه قومانداني پوليسو په ځانگړو عملياتو كښي يولس تنه ددولت ضد وسلوال په بيلابيلو ساحو كي دزيات شمير سپكو وسلو چاوديدونكو او نشئي توكو سره يو ځاى نيولي دي .
د دې ولايت دامنيت امر سمنوال رحمت الله اطرافي دولايت مقام رسنيو او معلوماتو په مركز كښي خبريالانوته په خبرو كښي وويل چي د تيري او نۍ په اوږدو كښي دكندهار ولايت د امينه قومنداني پوليسو په كندهار ښار او ولسواليو كښي دځانگړو عملياتو او تلاشي په نتيجه كښي يولس تنه وسلوالو دنيولو ترڅنگ يې په زياته اندازه سپكي او درني وسلي دپوليسو لاسته ورغلي داطرافي په وينا چي دزيات شمير وسلو ترڅنگ دري کړۍ ماينونه، دوه ميله راکټ انداز، ٣ لاسي بمونه، دوه د هاوان مرمي اته عد ده د راکټ مرمۍ، پنځه سوه فيره د کلاشنکوف مرمۍ، هم د پوليسو لاسته ورغلي دي.