کور / تازه خبرونه / د ګلنازي د ژوند داستان په نړۍ والو ورځپاڼو کي

د ګلنازي د ژوند داستان په نړۍ والو ورځپاڼو کي

ګارډين:

د انګلستان چاپ ګارډین لیکي : ګلناز هغه افغانه میرمن ده چې د کورنۍ د یوه غړي له خوا جنسي تېری پرې شوی و او د سې شنبې په شپه له زندان څخه خوشې شوه.

ګلناز شل کلنه ده او څه باندې دوه کاله یې په زندان کې تېر کړل. د ګلناز وکیلې خبرداری ورکړی چې د دې د موکلې راتلونکى هیڅ ډول ثبات نه لري.

د دې دوسیې په افغانستان کې هغو اخلاقي جرایمو ته د خلکو پام اړوي چې د مدافع وکیلانو په وینا، په افغاني قوانینو کې نه شته .

امریکايي وکیله کیمبرلي موتلي چې د ګلناز وکالت یې کاوه وکیلې اندیښنه څرګنده کړې چې د دې موکله تر عفوه کیدو وروسته ، د متجاوز سړي د پلار په شمول له بیلا بیلو لوریو تر شدیدو فشارونو لاندې ده .

دي ویلي چې د متجاوز سړي شېر محمد ، پلار د زندان په وخت کې هم ګلناز ته ورتلای شواى او وروستۍ پينځه ورځې یې هم هلته تیرې کړې څو ګلناز پر یوه سند د ګوتې لګولو ته اړ کړي.

د ګلناز وکیلې کیمبرلي موټلي ګارډين ته ویلي:

موږ اصلا نه پوهیږو چې په هغه سند کې څه لیکل شوي دي او ګلنازلیک او لوست نه شي کولای .

د ګلناز د ژوند کیسې اول یوه بریتانوي فلم جوړوونکي کلمینټین مالپاس د نړیوالو مطبوعاتو پام را واړاوه . ده د اروپايي اتحادیې له خوا په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د څرنګوالي په اړه مستند فلم جوړاوه .

ټايمز:

ټایمز ورځپاڼه لیکي ، کله چې د ګلناز کیسه دوی خپره کړه ، د نړۍ له بیلا بیلو برخو عکس العملونه څرګند شول، خو د اروپايي اتحادیې چارواکو دا فلم تر خپریدو مخکې بند کړ ځکه داسې اندیښنه موجوده وه چې د ګلناز خبرې به له افغان حکومت سره د دوی روابطو ته ضرر ورسوي .

د ټایمز په وینا ، په دې برخه کې د ګلناز د امنیت په اړه هم اندیښنه موجوده وه .

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وايي:

هېڅ ښځه باید د ګلنازې له برخلیک سره مخامخ نه شي او د افغانستان له حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې قانون په سم ډول عملي کړي او ګلناز ته د هغې حق ورکړي.

ګلناز په وار وار ویلي چې له هغه سړي څخه چې تیرې یې ورباندې کړی کرکه لري، خو د دواړو کورنیو ترمنځ د دښمنۍ د پاى ته رسولو او خپلې ماشومې ته د پلار ورکولو په خاطر یې له هغه سره واده ته غاړه ایښې ده .

ډیلي ټيلګراف:

ډیلي ټيلګراف ورځپاڼه لیکي:

د ګلنازمسئلې په افغانستان کې د ډېرو ښځو ستونزو ته د نړیوالو پام را واړاوه . په دې اړه عکس العملونه تر هغه وروسته لا زیات شول چارواکو دې ته له متجاوز سره د واده وړاندیز وکړ.

دې کسانو اندیښنه درلوده چې ګلناز به تر خلاصېدو وروسته د افغانستان په شدیده محافظه کاره ټولنه کې له ستونزو سره مخامخ شي.

ډیلي ټيلګراف ورځپاڼه لیکي چې د نړیوالو له ملیاردونو ډالرو مرستو سره سره د افغانستان په شدیده محافظه کاره ټولنه کې د ښځو په وړاندې تشدد مخ په زیاتیدو ښکاریږی .

په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیسيون وايي چې د روان میلادي کال په وروستیو څلورو میاشتو کې د ښځو په وړاندې د تشدد ۱۰۲۶ پيښې ثبت شوې دي خو تېر کال ، په دوولسو میاشتو کې ۲۷۰۰ پيښې ثبت شوې وې