وسله والو طالبانو په خپله ويب پاڼه كي خبر وركړى چي نن سهار ئې د امريكايي ځواكونو سره د هلمند ولايت په كجكي اولسوالۍ كي د بهرنيو ځواكونو سره مخامخ جګړه پيل كړې او اوس هم دوام لري .
د ويب پاڼي په حواله چي جګړه هغه وخت پيل سوه چي كله د يادي اولسوالۍ د زمينداور د آذان ناوې په سيمه كي بهرنيان د چورلكو په وسيله مځكي ته راكښته سوي ول .
د مرګ ژوبلي په اړه تر اوسه كوم خبر نه دئ وركړى سوى خو ويل سوي چي په دې اړه به نور معلومات وروسته پر ليكه سي.
خپله بهرنيانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.