کور / سياسي / لس كاله د افغان ولس پر غوښتنو سترګې پټول

لس كاله د افغان ولس پر غوښتنو سترګې پټول

د بُن څخه تر بُن پورې نړۍ وال كنفرانس


 


د ډسمبر په ۴مه ، ٢٠١١ د يوسلو او پنځوسو څخه ډېرو كلتوري، ټولنيزو او سياسي بنسټونو استازي د المان، هالند، سویدن، انګلستان، فرانسه، اطریش، ناروې، دنمارک، اسپانیا، امریکا او افغانستان څخه د بُن په ښار كې د اې زېډ كې د هوټل په تالار كې ( AZK Hotel ) د بَن څخه تر بُن پورې په نړۍ وال كنفرانس كې ګډون كړى ۋ۰


كنفرانس د اغلې نجلا واسعي د فارو ريسې په پرانيستنې وينا سره پيل شو۰ د فدراسيون رييسې وروسته له دې چې د هېواد وضع يې وڅېړله او د بن د دوو كنفرانسونوپه واټن كې او په دې دوره كې د فارو فعاليتونه او موضع ګانې، د بُن د كنفرانس سره موازي د دې كنفرانس د جوړولو په اړه داسې ووېيل: ” په دې تېرو لسو كلونو كې د افغان ولس غوښتنو او اړتياوو ته هېڅ پام و نه شو۰ د افغانستان دولت او د هغه ملاتړو خپلې ګټې په لومړېتوب كې راوستلې۰ ددې لپاره چې د افعان ولس غوښتنې په بن كې خپرې شي، فارو د دې موازي كنفرانس په جوړولو لاس پورې كړ۰ “۰ وروسته بيا د كنفرانس ګډون كوونكو د ښاغلي عزیزالرحمن رفیعی دافغانستان د مدني ټولنو مشر، آغلې داکټر ثریا صبحرنګ د افغانستان د بشرحقوقو خپلواك كميسيون كمشنرې، ښاغلې فاروق فارانی په المان كې د سياسي چارو څېړونكي ، ښاغلې ډاکټر عزیز


الرحمن حکمی د مادرید په پوهنتون كې استاد ، ښاغلى پیټربروان د افغانستان لپاره د سوېډن كميټې سكرټر جنرل، میرمن مارتا دیله سیرادافغانستان دپاره داروپا داتحادیی دغیردولتی ټولنو مشره، ښاغلې ډاکټر قیام جلال زاده د افغان جرمن ټولنې مشر په افغانستان كې، ښاغلې ډاکټر حنان روستایی د المان د هانوور په پوهنتون كې علمي محقق، ښاغلى ډاکټر کریم غروال په اطريش كې د سياسي چارو څېړونكى، او ځينو نورو وينا والو ويناوو ته غوږ شول۰ وروسته د خبرو اترو (بحث) برخه پيل شوه۰ ګډون كوونكو په خپلو پوښتنو او تبصرو سره د لومړي بُن پر تيارو ټكو او د اوسني كړكېچ په ادامه تر دوهمه بُنه پورې رڼا واچوله۰


د لومړي بُن كنفرانس د ګډون كوونكو بنستیزجوړښت د افغان ولس په غياب كې د ټوپكمارو ډلو څخه په ګوټو راټول او د لويو ځواكوونو او د مغرضو ګاونډيانو تر مينځ د جوړجاړي په بنسټ رابلل شوي وو، چې د هماغه پيل څخه د افغان ولس تر اعتراض لاندې راغلل۰ غربي هېوادونو د دې لپاره چې په دې تركيب باندې د افغان ولس اعتراض كمزورى كړي په بېلابېلو لارو يې داسې څرګند كړل چې د ټوپكيانو ګډون په دې تركيب كې يو لنډمهالى او موقتي خبره ده او د افغانستان لپاره د يوه مارشال پلان او په دغه هېواد كې د انتقالي عدالت په پلي كولو سره به افغانستان په يوه خوندي، پر مختللي او د ټوپكيانو څخه پاك هېواد بدل شي۰ د بُن د دوهم كنفرانس په درشل كې زموږ د هېواد سرسخت واقعيتونه دا په ډاګه كوي چې د مارشال پلان پر ځاى، ډېرې پيسې د بېلابېلو هېوادونو د خزانو څخه د افغانستان د بيا رغونې تر نامه لاندې را واېستل شوې خو د هغې ډېرى برخه يې د كورنيو او بهرنيو لوټمارو لخوا تالا شوې۰ جنايت كوونكې ټوپكيان په همدې لوټ شويو پيسو په ځواكمنو مافياوو واوښتې او تر اوسه كليدي مقامونه او څوكۍ يې په اختيار كې دي۰


د پاسنيوياد شويو كړكېچونو او نارساييو سره سره، افغان ولس د كومې تنفسي فضا چې په لاس يې راوړې وه په ګټې اخيستلو سره د خپلو وران شويو ښارونو او كليو په ودانولو پيل وكړ او د خپل فرهنګ په بيا رغونه يې لار پورې كړ۰


دیادونی وړده چې د نړې په مرستې سره د افغانستان د خلكو په ژوندانه كې ځينې مثبت بدلونونه د سړك جوړونې، ښوونې او روزنې او روغتيا په برخه كې راڅرګند شول، خو په ډېريو برخو كې د افغان ولس بنسټېزې اړتياوې او غوښتنې د افغان دولت او د هغه ملاتړو هېوادونو لخوا له پامه غورځول شوي دي۰ د بېلګي په توګه د انتقالي عدالت د پلان پلي كول، د افغانستان څخه بهر په پاكستان او اېران كې د ترهګرو روزنيز او پټنځايونو له مينځه وړل، د يوه ريښتنې اقتصادچې د هوسانيې او كار ځيږوونكى وي پر بنسټونو باندې پانګونه، د ملي پانګوالو څخه ملاتړ، د قانونيت ټينګول او د مجازاتو څخه د معافيت فرهنګ له مينځه وړل، د هغو ښځو وضعې ته چې د كورنيو تاوتريخوالي او جنسي تېريو قرباني دي په جدي توګه رسېدل، د هغو ټوپكيانو چې د بشري حقوقو په تېري او جګړه ايزو جنايتونو باندې مظنون دي د دولتي څوكيو څخه او د ولسمشرۍ او ولسي جرګې له نوماند كېدو د لېسټ څخه لرې كېدل ، د ټولو مافياوو د مخدره موادو مافياوو څخه نيولې ، د ځمكو مافيا چې نيژدې څلور ميليونه جريبه ځمكه يې په زور نيولې ده د نفتي موادو مافيا، د وسلو او مالي مافيا پورې، جرړې اېستل او په چاپورې تړلو نشراتي رسنيو د مالي سرچينو كنټرول او دافغان ولس ډېرى په حق غوښتنو ته نه هم غوږ نيول شوي او نه هم په كې اغيزه شوې ده۰


كنفرانس د پرېكړه ليك پر موادو وروسته له غور او خبرو اترو دا لاندې مواد تصويب كړل؛


١- امنيت د خلكو بنسټيزه اړتيا ده۰ د معافيت فرهنګ ،د واكه وتلى اداري فساد ،د نړۍ والې ټولنې په ځانګړې توګه د ناټو او امريكې ملاتړ د جنايت كوونكو څخه او په پاكستان او اېران كي د ترهګرو ځالو له پامه غورځول د امنيت د ټينګولو اصلي خنډونه دي۰ تر څو دا خنډونه لري نه نشي، نورې هلي ځلې به بې اغېزې وي۰ د پاكستان پوځيان او د اېران آخوندان په دې اخرو لسو كلونو كې د افغانستان په ناكراره ساتلو كې خپل برياليتوب دافغان دولت د درې ګونو ځواكونو په انارشۍ او بې بندو بارۍ پورې تړي۰ له بلې خوا د افغانستان د امنيتي ځواكونو روزنه د ناټو هېوادونو لخوا د يوه سم او ټولنې پر واقعيتونو او دافغانستان د اوسنيو او د كړكېچنو سيمو پر اړتياوو ولاړ پلان څخه د بې برخې توب له امله تاوان ليدلى چې هغه ټاكل شوې بودېجه خپل پاى ته نيژدې شوې ده خو افغان پوځ او پوليس يواځې سپكې وسلې په خپل واك كې لري۰ مخكې له دې چې د امنيت د لېږد مسوليت افغان اردو او پوليسو ته تر سره شي په درنو وسلو د دوى سمبالول يو اړين امر دى۰ كه چېرې افغانان يو زړه سوانده ملي دولت، او يو داسې ملي پوځ ولري چې توپچي ځواكونه ، هوايي او هوايي مدافع په واك كې ولري ، پاكستان او اېران به هېڅ كله هم د افغانستان پر پولو د يرغل جرت ونه كړي۰


٢- د افغانستان اقتصادي بنسټ جوړول بايده چې د يوه اوږدمهاله پانګه اچونې پلان په اساس تر سره شي۰ د بازار د اقتصاد پاليسي بايده چې د مافيا خوښې او كاريكاتوري ډول څخه بهر كړل شي د ځير او دقيقې قانون اېښودنې سره، اود تجارت او توليد په برخه كې د قانوني معيارونو د پلي كولو د ځير څارپر تر سره كولو سره بايده چې خپل عادي حالت تر لاسه كړي۰ افغانستان د طبيعي سرچينو او د ځوان نسل د ځواك څخه برخمن هېواد دا ظرفيت لري چې په يوه ځان باندې بسيا ملت باندې واوړي۰ كوم څه ته چې موږ اړتيا لروو يو داسې حكومت دى چې مشران يې سياسي اراده او د حكومت چلولو روڼ سيسټم او خپلواكۍ څخه برخمن وي او ملي لومړيتوبونه د خپلو ملي ګټو پر بنسټ وټاكي۰ بهر ميشته افغانان كولاى شي چې د سياسي فشار په راوړلو سره، لابي كولواو په بهرنيو رسنيو كې په ليكلو سره وكولاى شي چې ميشت هېوادونو حكومتونه دې ته اړ كړي چې د دې غوښتنو ملاتړ وكړي۰


٣- افغانان په دې اوسني حساس پړاو كې ملي وحدت ته اړتيا لري۰ ملي وحدت او پيوستون ته د رسيدلو مهم شرط د انتقالي عدالت په پلي كولو سره د دريو لسيزو په وينو لړي تاريخ پاڼو تړل دى۰ ” د مصالحې او بخښنې قانون” چې د جنګي جنايت كوونكو او د دوى د ملګر لخوا ومنل او توشېح شو، د ټولنيزې سولې داعيه يې د نامالومو مودو لپاره شاته واچوله۰ له بلې خوا څخه پاكستان د طالبانو دسولې د بهر سره د يوځاى كېدو مخه نسي او غواړي چې د طالبانو له لارې افغانستان په راتلونكي كې د خپلې سټراټيژيكې ژورتيا لپاره په واك كې ولري۰ “د افغانستان د علماوو د اتحاد” تر نامه لاندې د اى اېس اى د ګوډاګيانو او جاسوسانو څخه جوړ يوې نوې ډالې جوړولو اعلان په كوېټه كې د بن د كنفرانس په درشل كې ، يوه بله زنګ وهلې توره ده چې پاكستان د افغان ولس د وژلو لپاره يې د تېكې څخه را اېستلې ده۰ ” د علماوو اتحاد” يوه نوې كړۍ ده چې پاكستان د هغو ځان او هېواد خرڅيو افغانانو په مرسته د افغان ولس د مريي كولو لپاره جوړه كړې ده۰ د پاكستان دا زور وېيل په شنډو موضع نيولو سره نه اېل كېږي۰


۴- د هغو ډلو په كوربه توب، تمويل، سمبالول او روزنې سره چې افغانستان او افغانان په اور كې لولپه كوي او په افغانستان كې بهرنيو ځواكونو د پاتې كېدو لامل ګرځېدلي دي، پاكستان د ملګرو ملتونو د منشور څخه په ډاګه سر غړونه كوي۰ امريكه او ناټو د خپلو سټراټيژيكو اوټاكنيزو سياليو ګټو لپاره د پاكستان د دې نړۍ وال قانون ماتونې او ترهګرۍ پر وړاندې په نړۍ والو مجامعو كې چوپتيا اختيار كړې ده۰ سږ كال د پاكستان غړيتوب د امنيت په شورا كې په داسې حال كې نوى شو چې په ملګرو ملتونو كې د افغانستان منفعل هيات او د دوى نړۍ وال انډيوالانو د افغان ولس پر وينو پښو اېښودلو سره د دې يرغلګر هېواد د نوماندۍ پر وړاندې په ډېره بې شرمۍ سره پټه خوله ونيوله۰ لا ناوخته نده چې دې وضعې ته د پاى ټكى كېښودل شي۰ ۰ كه چېرې نړۍ واله ټولنه اوپه ځانګړې توګه امريكا او ناټو په پاكستان او اېران كې د ترهګرو ځالې، پتنځايونه او روزنيز مركزونه له مينځه نه وړي نو بيا د ترهګرۍ پر وړاندې تر جګړې نامه لاندې په افغانستان كې څه كوي؟


او كه چېرې دوى افغانانو ته غوږ نه نيسي، بيا نو د دوى كړه وړه د يوه يرغلګر نه دي؟


۵- عادلانه او ابرومنده سوله د هر افغان د زړه هېله ده۰ د سولې د خبرو اترو اړخونه نه بايده چې پاكستان او او نور بهرني وي۰ د سولې ارزښت نه بايده چې د مدني او سياسي حقوقو او خپلواكيو څخه تېرېدل او د ښځو د برابرو حقوقو تر پښو لاندې كولو سره وپېرودل شي۰ وروسته له شخړې د سولې د ټنګښت لپاره د انتقالي عدالت تر سره كول يو نه پرېښودونكى امر دى۰


او امريكا او ناټو په وجداني كچه په افغانستان كې د جنايت كوونكو ، د بشري حقوقو څخه د تيري كوونكو او ډله ايزو وژونكو سره خپله ملګرتيا څنګه توجې كوي؟ چې افغانان ځانونه دې جنايت او جنايت كوونكو ته يرغمل ګڼي!


٦- د افغانستان دولت او بهرني ځواكونه بايده چې په خپلو زندانونو كې ( د دولت او ناټو په زندانو كې) خپلو سيسټماټيكو ځورونو او شكنجو ته د پاى ټكى كېږدي۰ د زندانونو او د دولتي امنيت د عمومي رياست د پوښتنو ګوېګنو (تحقيق) د ځانګو څخه د ځورونې او شكنجې د وسايلو او دود راټولو سره افغان دولت كولاى شي چې په افغانستان كې د بهرنيو دټولو زندانونو د تړلو غوښتنه په جدي توګه وړاندې كړي۰ په دې نيژدې وختونو كې د دولتي امنيت عمومي رياست د يوې ځانګړې محكمې د جوړولو د پلان په اړه خبرې كوي۰ كنفرانس دا پلان په ډېرو سختو ټكو غندي۰ كه چېرې ځورونې او اختناق د امنيت د ټينګيدو او د دولت د پاتې كېدل لامل ګرځېدلاى شول نو د دې تېرو دريو لسيزو مشران به په واك كې خامخا پاتي ول۰


٧- د هېواد معادن او زيرمې زموږ ملي ميراث جوړوي۰ په وارخطايي سره د دې پانګې په بولۍ اېښودلو د داسې چارواكو لخوا چې فساد او بډې يې د نړۍ والو په خولو كې دي، د جدي انديښنې وړ كار دى۰ د لوګر د عينګو د مس معدن د وركولو شرايط د اوسنيو چارواكو د معامله ګريو يوه ښكاره بېلګه ده چې د هېواد په معادنو او دې ته پام نه كول چې د معادنو څخه داسې ګټه پورته شي چې د كارموندنې اوچتول او په هېواد كې د تخصصي كدرونو د روزنې لپاره يې تر سره كړه۰


د كنفرانس ګډون كوونكو پاسني اوه ګوني مواد د ډېريو په خوښه ومنل (تصويب كړل)۰


يادونه؛


د كنفرانس ګډون كوونكو فارو ته وړانديز وكړ چې د تر ٢٠١٢ پورې په اروپا كې يو د ځوانانو كنفرانس او د افغان روڼ انداو افغان سياسي او ټولنيزو بنسټونو سره يوه ګډه غونډه د هېواد په دننه كې (كابل) كې جوړه كړي۰ د فارو اجراييه هيات هم ژمنه وكړه تر د د ې وړاندېزونو د پلي كولو لارې چارې ولټوي۰


۴م ډسمبر ٢٠١١


بُن/آلمان