نړی ته روښانه ده چه افغانستان د علم ، تمدن او آزادی زانګو ده سید جمال الدین افغان د شرق د نابغه په حیث په اسلامی نړی کی د آزادی او خپلواکی شمع بله او د انسانی آزادیو لاره یی جوړه کړه غازی امان الله خان د استعمار او د نړیوال استعماری او اشغالګر قوت ماتوونکی ددی خاوری بچی وو او همدارنګه د مسلمانانو لوی امام حضرت نعمان (رح) د علم او تقوا نمونه هم همدی غیور او متمدن ملت ته منسوبیږی همدی آزادی غوښتونکی غیور ملت په لومړی ځل د داسی استعماری امپراطوری لمر ډوب کړ چه په قلمرو کی یی لمر نه ډوبیده او په لومړی ځل یی په افغانستان کی لمر پریووت او ټولی نړی ته د آزادی او خپلواکی درس شو.
دوهم ځل د شوروی اتحاد کمونیستی استبدادی نه ماتیدونکی امپراطوری چه ویل کیده که شوروی له منځه ځی نو ځمکه به له مدار څخه ووزی په داسی حال کی چه ځمکه هم په خپل محور او مدار کښی پاتی شوه شوروی ټوټی ټوټی شو او ډیر هغه ملتونه چه سره بیل وو بیرته یو ځای او هغه ملتونه چه په زور سره یی په خپله ګیډه کی اچولی وو آزاد او د خپل وطن او فرهنګ څښتنان شول.
نو داسی یو ملت ته شیران لقب ورکول صحیح او سم دی په داسی حال کی چه شیران یو ډول ځناور دی چه په ځنګل کی اوسیږی چه زور لری او عقل نه آیا افغانستان هم يو ځنګل ته ورته هیواد دی چه شا و خوا امنیت یی باید ونیول شی ؟!
نه هیڅکله هم نه!
زه فکر کوم چه یو ډول اهلی شیران د دوستانو له خوا ښارونو ته راوستل شوی او بل ډول وحشی شیران د ورور له خوا په غرونو کی ځای په ځای شوی او افغانان پری داړل کیږی او ژوبلیږی ښه به دا وی چه د دوستانو او وروڼو څخه هیله وشی چه د شیرانو دا ډلګی د افغانانو له خاوری څخه وباسی او ویی تړی او بیا دی د افغانانو سره په متقابل احترام استراتیژیک تړونونه لاسلیک او په یو انسانی فضا کی سره ژوند وکړی او افغانانو ته فرصت ورکړل شی خپل وطن په خپله آباد کړی
او که نه وی نو افغانان به یو ځل بیا دی ته اړ شی چه توری ته لاس کړی او دی شیرانو او د هغه روزونکو او ساتونکو ته تاریخی درس ورکړی چه بیا یی په تاریخ کی تر ابده پوری یاد وی .