افغانستان داسياپه زړه کې پروت داسې يوهېواد دى ،چې دنړۍ دنورو جګړه ځپلو هېوادونوپه پرتله زياتو جګړو اوبدمرغيو ځپلى دى ،په بېلابېلو سياسي اقتصادي ،سوداګريزو،ټولنيزو،پوهنيزو ،نظامي اونورو ورته ډګرونو کې يې ژورزيانونه ليدلي دي ،کوم چې په سيمه اونړۍ کې به بل هېواد په دې کچه له زيان او ورانيوسره نه وې مخامخ شوى ،دجګړو او نورو سياسي کړکيچونوله امله په کې ملي واکمنۍ ته زيان ورسيدو ،ځمکنۍ بشپړتيادځينو هېوادونو دلوبوپه ډګربدله شوه ،ملي شتمنۍ تالان اولوټ شوې ،چې نن ورځ زمونږ دهېواد ډيرلرغوني اوتاريخي اثار دنړۍ په نورو هېوادونوباندې پلورل شوي ،او په خپلو موزيمونو کې يې ساتل دي ،ددې ترڅنګ دلته چې کومې لويې پلې شوې وې هغه هم دخپل منځي جګړو، اورونه له خاورو سره خاورې کړې ،داسې زيانونه رامنځته شول ،چې زمونږ ټول ملي جوړښتونه اوملي فکريې دويجاړتيا اوخرابۍ سره مخامخ کړ.لنډه داچې جګړو نه يواځې زمونږ هېوادته په هره برخه کي ژورمعنوي او مادي زيانونه اړولي دي ،بلکې ډيروخلکو ته يې دلوټ اوتلان زمينه هم مساعده کړې وه ،چادولتي شتمنۍ ترخپلې ولکې لاندې راوستې وې ،چا دنورو مظلومو وګړوپه حقوقو او ازاديو باندې څرګندتيرى کولو،چې په دغه ټولوناخوالو،بدمرغيو او،ورانيوکي دخپل سرۍ او زور واکۍ واکمنۍ ډيررغنده رول درلود .ټولو زورواکانو دوخت دامکاناتوڅخه ناوړه استفاده وکړه ،په لويه کچه دولتي ملکيتونه يي غصب اوخرڅه کړل اويايې ترخپلې خيټې لاندې دخپلوګټولپاره وساتل ،دافغانستان په هرولايت اوښارکې چې اوس مهال دولتي ځمکې شتون لري ډيرې يې د ځمکو دغاصبينوپه ولکه کې دي اوډيرې يې پخوا پلورلې دي ،چاپرې دخرڅلاو بازار ګرم کړى دى اوچاځانونو ته په کې دغريب او مظلوم ولس په منځ کې چې ديوې مړۍ ډوډۍ دپيداکولو لپاره هم اړدي ،دنګې او لوړې ماڼۍ جوړې کړي دي ،چې په دې اسلامي ټولنه کې يې دعدالت او انصاف ټولو ارزښتونو ته زيان اړولى دى ،ان تردې چې دټولنيزژوند ګډوډۍ ته يې لاره هواره کړې اوپه دې ټولنه کې يې دټولو بې عدالتيو اوناخوالولپاره زمينه مساعده کړې ده ،دمظلوم ملت زړونه يې ناهيلي کړي دي .که دافغانستان اساسي قانون ته مراجعه وشي ،غرونه اولويې دښتې ددولت ملکيتونه ګڼل کيږي ،څوک نه شي کولى چې په خپل سرې توګه سره ددولت ځمکې غصب کړي .نن ورځ مونږ په ميليونونو بې سرپناه مهاجرلرو ،په ميليونونو يتيمان لرو ،په ميليونوکونډي لرو،په ميليونونو بې وزله کورنيو لرو چې په ډير خراب اقتصادي حالت کې ژوند کوي ،ډيريې دخپل ژوندانه په ستونزو کې لاس او ګريوان دي ،مګرپه دې ټولنه کې داسې ښاماران هم ژوند کوي ،چې ملي گټو،ملي هويت ،ملي ارزښتونو ،ملي فکر او ددې مظلومو وګړو حقوقو او ازاديوته هيڅ درناوى نه لري ،بلکې يواځې خپلې شخصي ګټې پالي ،اوددې ميليونونو مظلوموافغانانودستونزواوخراب اقتصادي حالت په اړه هيڅ فکرنه کوي .دهمدې ښامارانوپه وړاندې اوس مهال ځينو هغه چارواکو چې خپلې ورسپارل شوې دندې ،په ډيره ايماندارۍ ،صداقت ،رېښتنولۍ او بشپړ مسووليت سره سرته رسوي ،په ډيرځواکمن هوډ سره يې دمافيايي کړيو په وړاندې دولسونوپه ګټه مبارزه پيل کړې ،چې دهمدغه چارواکو په منځ کې يوهم خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دى ،چې دولسونوپه غوښتنه اودمظلومو وګړوهيلو ،ارمانونو ،ستونزو اوناخوالوته په کتوسره يې دځمکو دغاصبو ښامارانوپه وړاندې جدي مبارزه پيل کړې ،داسې مبارزه چې ډيره کله يې نوموړي ته له هراړخه زياتې ستونزې او ننګونې راپيداکړې دي ،مګرسره له ډيرو فشارونو يې دغه مبارزه ګړندۍ ساتلې ده .چې په همدې لړکې يې په خوست ولايت کې په زرګونو جريبه ځمکه دغاصبو ښامارانوله منګولو څخه خلاصه کړې ده ،دداسې غصب مخه يې نيولې چې له کلونو کلونو راهيسې يې دخوست دبنسټزپرمختګ مخه ډب کړې وه، ځکه خوست يو له هغه ولايتونوڅخه دى ،چې ډيرې دولتي ځمکې په کې دغاصبو ښامارانو لخوا غصب شوې دي چې په لويه کچه يې په دغه ولايت کې دبنسټيزو پروژو دپلي کولو مخنيوى کړى دى .
ديادونې وړه ده، چې په خوست کې دځمکو دمافيايي ډلو لخوا ٧٢٠٠٠دوه اويازره جريبه ځمکه دخوست په مرکز او ولسواليو کې غصب شوې وه .خودتيريونيم کال څخه راپدې خوا چې کومه مبارزه دولايت دمشرتابه په ځواکمن هوډ او ولس ته دخدمت په موخه پيل شوې ده ،په پايله کې دخوست ښاراړونده سيمه کې دازادۍ مينه ياد دولس سوه فاميلو پروژه چې ١٢٩٧جريبه ځمکه وه دغاصبينوله منګولوڅخه خلاصه شوه ،دقانون په چوکاټ کې خپله مستحقينوته وسپارل شوه ،همدارنګه دښارپه داخل کې دوړکتون پنځه جريبه ځمکه چې غصب شوې وه او ودانۍ هم پرې جوړې شوې وې دغصب څخه را خلاصه اودولسي ګټې لپاره ګټې اخيستنې ته وړاندې شوه ،دبادام باغ ٦٧٣جريبه ځمکه چې دغاصبينو ترولکې لاندې وه .دولايتي ادارې په هلو ځلو سره له غصب څخه خلاصه شوه ،ددې ترڅنګ دمندوزيو او دتڼيو ولسواليو اړوند دسيګۍ او تورې وړۍ په سيمه کې ٩٧١٢جريبه ځمکه غصب شوې وه چې اوس هم له غصب څخه خلاصه او رسماً په دولتي املاکوپورې وتړل شوه ،له مزارشريف څخه خوست ولايت ته دملک خيال بدين نومي شخصي لخوا چې دځمکې دمافيا يو لوى ښامار ګڼل کيږي د٤٢٠جريبه ځمکې دتبادلې مخه ونيول شوه کوم چې دټولو قوانينو خلاف يې تبادلې ته ملاتړلې وه.دامبازره اوس هم په ډيره ګړندۍ توګه سره ،ترسره کيږي ،ځکه چې تراوسه پورې پاتې نوره غصب شوې ځمکه دغاصبو ښامارانوترولکې لاندې ده ،چې په وړاندې يې مبارزه په ډير ځواکمن هوډسره ترسره کيږي .ترڅو ټوله ځمکه له غصب څخه خلاصه شي .ديادونې وړده چې په دې وروستيو کې دخوست ولايت د والي په هڅو سره دخوست دهندوانو غصب شوى هندوسوزان هم راخلاص شو او بيرته هندوانوته وسپارل شو.چې دپاتې نورې غصب شوې ځمکې دخلاصون لپاره يې هم ګړندۍ هڅې روانې دي .داچې په خوست کې ولايتي اداره اوس په دې ډګرکې مبارزه کوي ،مګرځينې مافيايي کړۍ چې دخپلو شخصي ګټولپاره يې ټولې ملي ګټې ترپښولاندې کړې ،دولايتي ادارې په وړاندې خنډونه راپيداکوي ،ځيني غاصبين خو د دولت په چوکاټ کې دملاتړ ځواکمنې کړۍ اورېښې لري ،ځکه چې دمافيايي کړيو ګټه يوه ده ،کله نا کله له رسمي لارو په ولايتي اداره باندې فشار راوړي ،ترڅو ولايتي اداره دغاصبو ښامارانوپه وړاندې له دې سپېڅلي مبارزه څخه واړوي .ددې لپاره چې دغه مبارزه نوره هم ګړندۍ ،چټکه او ملي شي .نو هيڅوک بايد دځمکو دغاصبو ښامارانو سره مرسته ونکړي ،ځکه چې دغاصبو ښامارانو ملاتړ له دې مظلوم ولس سره سخته تاريخي جفاء ده ،اوس مهال ټول دملي فکراوملي مسووليت لرونکي شخصيتونه او چارواکي بايد ديادې مبارزې لپاره خپلې ملاوې وتړې اودافغانستان په ګوټ ګوټ کې دغه مبارزه پيل کړي ،ترڅو ټولې دولتي شتمنۍ له غصب څخه خلاصې شې .نوپه ملي کچه اړتياده چې په خوست کې دځمکودغاصبو ښامارانو په وړاندې پيل شوې مبارزې سره ملي وشي ،ځکه چې دغاصبو ښامارانوملاماتول ملي ملاتړته اړتيالري .