کور / تازه خبرونه / كندهار : امنيتي غونډه جوړه سوه

كندهار : امنيتي غونډه جوړه سوه

د امنيتي شورا اوونيزه امنيتي غونډه جوړه سوه

نېټه: 23.09.1390

په کندهار کي اوونيزه امنيتي شورا نن ددې ولايت په ٤٠٤ ميوند زون کي جوړه سوه چي پکښي ددې زون مشر او مرستيال، د کندهار د ملي امنيت رئيس، د کندهار امنيه قومندان، په کندهار کي د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو مرستيال، په سهېل کي د ايساف ځواکونو قومندانۍ مرستيال، کندهار ښاروال، د عامه نظم پوليسو قومندانۍ مرستيال او يو شمېر نورو امنيتي چارواکو برخه اخستې وه.

په ننۍ امنيتي غونډه کي په کندهار ښار او ولسواليو کي د کوکنارو د کښت له منځه وړلو او ددې بوټي پر وړاندي پر کلکه مبارزه خبري وسوې او همداراز يادونه وسوه چي د کندهار د ښه امنيت ساتلو په موخه د اوسنيو امنيتي تدابيرو ترڅنګ يو شمېر نور ګامونه هم پورته سي او د مخالفينو د هر راز ورانکارو اعمالو مخه ونيول سي.

ګډونوالو پرېکړه وکړه چي په کندهار کي به د کوکنارو د کښتونو اړولو کمپاين د پسرلي په لومړۍ مياشت کي پيل کيږي او له دې وخته شروع بيا تر وروستي حده به په ښار او ولسواليو کي د کوکنارو کښتونه اړول کيږي.
د کندهار دملي امنيت رياست رئيس د مجلس برخوالو ته وويل چي د تيري اوونۍ په اوږدو کي يې په کندهار ښار او ولسواليو کي عمليات کړي او پرمهال يې له چاودېدونکو توکو ډک پنځه عرادې موټرونه نيولي دي.

په کندهار کي د افغان ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو مرستيال وويل چي ددوى اړوند لواء ګانو او کنډکونو د تيري اوونۍ په اوږدو کي د کندهار په پنجوايي، ژړۍ او ميوند ولسواليو کي د عملياتو پرمهال ٣٠ کړۍ ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
هغه زياته کړه چي ددې عملياتوپرمهال يې ٢ عدده د مخالفينو د وسلو ډيپوګان هم کشف کړي او لاسته ورغلي دي.
په نني مجلس کي د کورنيو چارو وزارت لخوا پر هغه ټاکل سوې کمېټه چي وظيفه يې د امنيتي موانعو ليري کول ، د قبضه سوو مځکو خلاصون او د پياده روونو پاکوالى دى بحث وسو او دې کمېټې ته وظيفه وسپارل سوه چي راتلونکې اوونۍ امنيتي مجلس ته خپل راپور وړاندي کړي.