کور / تازه خبرونه / کندهار : د برېښنا له پاره کمپيوټري مېټرونه نصبيږي

کندهار : د برېښنا له پاره کمپيوټري مېټرونه نصبيږي

په کندهار کي د برېښنا رياست غواړي چي په ښار او اولسواليو کي د برېښنا د ضايعاتو د مخنيوي او مالياتو د لوړوالي په موخه په ښار کي ٢٣١ پايې کمپيوټري مېټرونه نصب کړي.
پر دغه مېټرونو باندي ټولټال ٩ سوه زره امريکايي ډالره لگښت راغلى چي د امريکا د نړيوالي پرمختيايي ادارې USAID له خوا ورکول سوي او په کندهار ښار کي ئې د برېښنا په برخه کي د ضايعاتو د مخنيوي سره مرسته کړې ده.

د کندهار ولايت د برېښنا رياست سرپرست حاجي سلطان احمد نن په همدې رياست کي د رسنيو غونډي ته وويل چي د دې مېټرونو زياته برخه به د کندهار ښار په هغو سيمو کي نصب سي چيري دا مهال زياته برېښنا مصرفيږي او په هماغه اندازه ماليه دې رياست ته نه ورکول کيږي.
هغه زياته کړه چي د دې مېټرونو په نصب سره به دوى وتوانيږي څو له يوې خوا په ښار کي د برېښنا د ضايعې مخه ونيسي او له بلي خوا د دولت د مالياتو په لوړه ولو کي نوره مرسته وکړي.
د حاجي سلطان په خبره چي ددې مېټرونو د څارني له پاره يې له وړاندي کارکوونکي روزلې او د دې وړتيا لري چي هم له ليري واټنه او هم همالته په ساحه کي وخت پر وخت دغه مېټرونه وڅاري.
کندهار د افغانستان په کچه لومړى ولايت دى چي پکښي د برېښنا د ضايعي د مخنيوي په موخه پکښي کمپيوټري ميټرونه نصبيږي او همدا راز د ماليې د زياتوالي له پاره نوي او اختراعي ګامونه اوچتېږي.