د کندهار ولايت د برېښنا رياست ٤٠ تنه کارکوونکي د انګلېسي او کمپيوټر زدکړي له يوه کلن روزنيز کورس څخه فارغ سول او فراغت ليكونه وركړل سول.
دغه څلوېښتو تنو ته د يوه کال په اوږدو کي د امريکاد نړيوالي پرمختيايي ادارې USAID په مالي مرسته د انګلېسي ژبي او کمپيوټر ذده کړي کورسونه برابر سوي ول چي په دې موده کي ورته د افغاني ښوونکو له خوا په يادو څانګو کي بشپړه روزنه ورکول سوه.
د کندهار د برېښنا رياست سرپرست حاجي سلطان احمد وايي چي د مامورينو روزنه به ئې د دوى سره د کارو د ښه تره پرمخ بېولو په برخه کي لا زياته مرسته وکړي او وبه توانېږي څو د شپو او ورځو کارونه د ساعتونو په اوږدو کي خلاص کړي.