نوري برخي له دې ځايه http://larawbar.org/detail.php?id=29577
دمسیحیت مذهبونه او فرقې :
مسیحیت ، عیسوییت یا نصرانیت درې مذهبونه او ( ۵۰ )فعاله فرقي لري چې مهمي يې دا دي :
کاتولیک (عمومی) مذهب، ارتدوکس (سنتی) مذهب، پروتستان (معترض)مذهب)
کاتولیک؛ کاتولیکان دپاپ پلویان دي ، مرکزیې په روم کښې دی، کشیشان یې واده نه کوي، هغوی پاپ بې ګناه بولي، مقدسه ژبه يې لاتیني ده ، اوپه لاتین عبادت کوي.
ارتدوکس: ارتدوکسان اصلاح طلبان دی ،دقسطنطنیې د امپراطور پلویان دی ، مرکزیې په یونان کې دی . کشیشان يي واده کوي، پاپ بې ګناه اوخطا نه بولي، مقدسه ژبه يي یوناني ده، په خپله ژبه عبادت کوي.
پروتستان : د کاتولیک مذهب کې د« مارتین لوتر »لخوا انشعاب راغی اود پروتستانو مذهب را منځ ته سو
هغوی په کلیسا نیوکې کوي چې هغه له اصل سره توپير لري ،هغوی د کلیسا په تکفیر او دجنت په رسمي قوالو ورکولو نیوکې کوي ، هغوی په دنیا کې په نیکو کارونو باور لري او وایي له خدای سره په اړیکو کې کشیش او پاپ څه اغیزه نه لري او هم برزخ نه مني.
د میسحت دمذهبو او فرقو ډلبندی :
د پطرس پلویان: د پطرس پلویان په لومړی ميلادي پيړۍ کې اوسیدل..
د پولس پلویان : د پولس پلویان( ۱ – ۴) پيړیو پورې منځ ته راغله او بیا هغوی په دوو مذهبونووویشل سول
الف : ارتدكس
ب: كاتوليك
الف : په ارتدكس کې هم انشعابات راغلل هغه په فرعي څانګو وویشل سو
هغه فرقې چې( ۴- ۱۶ ٍ)پیړيو پورې منځ ته راغلي دي لومړی :
۱- نساطره، ۲- ارمنيه، ۳- سريانيه، ۴- قبطيه، ۵- كلدانيه، ۶- مارونيه.
دویم : هغه فرقې چې( ۱۶- ۲۰ ٍ)پیړيو پورې منځ ته راغلي دي
ارتدكس په هر سیمه کي په مستقل ډول (اسقف) ایجاد کړچې دهغو تعداد( ۱۵) ته رسیدی
ب :كاتوليك
هغه په درو برخو انشعاب وکړ
لومړی : هغه کاتولیکي فرقې چې ( ۲- ۶ )پيړیو پورې منځ ته راغلي دي :
يعقوبيه: هغه عیسی (ع) یو واحدطبیعت بولي، نن هغو ته بطريركيه السريان الكاتوليك هم وايي چې په لسو فرعی څانګو يې انشعاب کړی دی
۱-يعقوبه، ۲ -اليانيه، ۳- اليليارسيه، ۴- مقدانوسيه ،۵- سباليوسيه، ۶-نوئتوسيه،۷-بولسيه، ۸- موارنه ،۹ ـ ملكانيه (تثلیث پرستان دی)،۱۰-.مونوفيزيه (عیسی (ع) خدای
دویم: هغه کاتولیکي فرقې، چې( ۶- ۱۶) پيړيو پورې منځ ته راغلي دي
۱-مونوتولية- (په واحد خدای باور لري)
۲- يسوعيون- هغه ته با بابولس ثالث هم وايي)
۳- الكاتاد- د هغه بل نوم انقياء دی په دولسمه دیرلسمه پیړۍکې منځ ته راغلي دي هغو خدای د خیر اله او شیطان د شر اله بولي او باور لري دواړه په انسان کې را ټول سوي دي
درییم : هغه کاتولیکي فرقې، چې ( ۱۶- ۲۰ )پيړيو تر منځ ته راغلي دي
په دې وخت کي ددیني اصلاح نهضت منځ ته راغی او کاتولیکان یې په دووبرخو وویشل
. ۱-كاتوليكان
۲- پروتستان
مګر دا انشعاب دلته هم ختم نه سو په دواړو کې نور انشعابات راغله
الف : دكاتوليكانو فرقې
مورمونان – دهغه اساس جوزف اسميت (۱۸۰۵-۱۸۴۴ م) کال کې کیښود هغوی خپل پلویان دیهودیت اصلي کتاب ته دعوت ول
هغوی باور لری، چې خدای د انسان په شکل دی غوښې او هډوکي لري.
ب : پروتستانو فرقې
هغوی پاپ نه مني
.
۱-لوتريه – مارتين لوتر (۱۴۸۳-۱۵۴۶ م) کال کې د هغه اساس ایښی دی
۲. جيش الخلاص – ويليام بوث ( ۱۸۷۵م) کال په لندن کې د هغه اساس ایښی دی
۳-. ميتوديه-(۱۸۷۶ ميلادي) کال په آمريكا کې تأسيس سوې ده
۴-عنصريه –(۱۹۰۱ ميلادي) کال په امریکا کې منځ ته راغلې ده او فقرانو ددین په نامه یاد سوی دی
۵- شهود يهوه-(۱۸۷۴ ميلادي ) کال په آمريكا کې منځ ته راغلې ده هغوی پلویان یې د مقدس کتاب د شاګردانو په نامه مشهور دی او په کال( ۱۹۳۱ م)کې د شهوديهوه په نوم مشهوره سوه
هغوی وايي د امتونو دوران پای ته ورسید ژر به د ملکوت دوران پيل سي او
عیسی (ع) به په روحي ډول رجعت وکړي.