کور / تازه خبرونه / د امريکې دفاع وزير سفر ته د کابل ورځپاڼو کتنه

د امريکې دفاع وزير سفر ته د کابل ورځپاڼو کتنه

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې افغانستان ته د لیون پانیټا دا سفر ناڅاپي بللی او لیکلي یې دي، چې دې به تر ډېره په دې سفر کې د افغانستان روان حالت او شوي پرمختګونه وارزوي.

ورځپاڼه لیکي، چې د لیون پانیټا به له خپلو قومندانانو سره، چې له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستلو په څرنګوالي له یو بل سره اختلافات لري، خبرې وکړي.

ورځپاڼه لیکي، چې د ناټو عمومي قومندان جان الن غواړي، چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې دې له افغانستان څخه امریکایي سرتیري نه ویستل کیږي.

د خدمتګار په وینا د امریکا دفاع وزیر به له افغان ولسمشر او دفاع وزیر سره د امنیتي مسوولیتونو د انتقال په بهیر هم خبرې وکړي او همدا رنګه د ډېورنډ په پوله د همغږۍ مساله هم وڅیړي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د لیون پنیټا دې څرګندونو ته ځانګړې کړي، چې د پاکستان له همکارۍ پرته دوی ته د افغان جګړې ګټل ناشونې دی.

ورځپاڼه د لیون پنیټا په حواله لیکي، چې په افغانستان کې د امریکایی او ناټو ځواکونو قومندان ورته ډاډ ورکړې، چې د ډیورنډ په پوله یې عملیات روان دي او په ځینو مهمو سیمو کې دوی له پاکستاني قومندانانو سره په تماس کې دي.

د ورځپاڼې په وینا د امریکا د دفاع وزیر افغانستان ته دا سفر په داسې حال کې کړې، چې د واشنګټن او اسلام اباد اړیکي لا هم ترینګلي دي او پاکستان د ناټو په حمله کې د خپلو سرتیرو له وژلو وروسته په پوله د الوتکو ضد وسلې نصب کړي دي.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا افغانستان ته د سفر په مهال د امریکا ددفاع وزیر څرګندونو ته په اشارې لیکلي، چې د پاکستان په اړه ددوی دریځونه له یو بل سره په تضاد کې دي.

ورځپآنه لیکي، چې لیون پنیټا په افغانستان کې د روانې جګړې د ګټلو لپاره د پاکستان همکاري ضروري بولي، حال دا، چې د امریکا سنا بیا له پاکستان سره د خپل هیواد مرستې ځنډولي دي.

ورځپاڼه لیکي، چې پاکستان پدې هڅه کې دې، چې د وروستیو پیښو په اړه په امریکا فشارونه زیات او زیاتې پیسې ترلاسه کړي او د همدې مقصد لپاره یی د سمیې له ځینو هیوادونو سره هم لوبه پیل کړې ده.

خو ورځپاڼه افغان دولت ته دا سپارښتنه کړې، چې ددې لوبو قرباني نشي او هڅه دې وکړي، چې له دې حالت نه د هیواد په ګټه کار واخلي.

خو سرنوشت په خپل تحلیل کې بیا ویلي، چې حالات د پاکستان د هڅو بر خلاف وده کوي او هغه پدې معنې، چې امریکا په هر حال د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو په لور روان دې، چې د پاکستان په پرځولو به تمام شي.

ورځپاڼې دا خبردارې ورکړې، که پاکستان د سیمې د هیوادونو په اړه خپل دریځ بدل نکړي، نو ممکن د ځان د ژغورلو چانس له لاسه ورکړي.

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا ددفاع وزیر کابل ته په خپل دې سفر کې له افغان مشرانو سره د امریکا او پاکستان د اړیکو په اړه خبرې کوي.

ورځپاڼې دا امکان هم ندې رد کړې، چې د ناټو د اکملاتو په بندولو سره د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکي لا خرابې شي.

د ورځپاڼې په وینا دا هغه څه دي، چې ناوړه اغیزه به یی افغانستان ګالي او له همدې امله پکار ده، چې افغانستان باید پدې برخه کې خپل وضاحت وړاندې کړي.

د امریکا او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د وروستي کړکیچ یو علت هم د ناټو په هوایی حمله کې د پاکستاني سرتیرو وژنه ښودلې کیږي.

خو هیواد دولتي ورځپاڼې په کابل کې د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد په حواله لیکلي، که پاکستان له ترهګرۍ لاس وانخلي او د سولې ملاتړ ونکړي، نو ممکن په پوستو یی نورې حملې هم وشي