کور / تازه خبرونه / كندهار : ناپېژاندو وسله والو يو تن وواژه

كندهار : ناپېژاندو وسله والو يو تن وواژه

د كندهار ولايت امنيتي چارواكي وايي چي د دې ولايت په دوولسمه امنيتي حوزه كي ناپېژاندو وسله والو يو تن په ډزو وژلى .
د چارواكو په وينا چي نوموړى كس د ارغنداو اولسوالۍ د خسرو د كلي اوسېدونكى دئ او د وژلو لامل ئې تر اوسه نه دئ څرګند سوى .
چارواكي وايي چي په دې اړه ئې تر اوسه څوك نه دي نيولي خو په اړه ئې پلټني پيل كړي دي .
تر دې پېښي دوې ورځي وړاندي هم د كندهار ښار په توپ خانه پازار كي ناپېژاندو وسله والو د ښاروالۍ مامور د پوليسو د يوې پوستې څخه په ۵۰ مترۍ كي په ډزو وواژه او بريدكوونكي د سيمي څخه په تګ بريالي سول
په دې اړه تر اوسه كومي ډلي څه نه دي ويلي.