په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن خپل زیاتره مطالب د اداري فساد ستونزې او په دې اړه د افغان مشرانو څرګندونو ته ځانګړې کړي دي، چې حمید ورته کتنه کړې.
سرنوشت:
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د اداري فساد د ستونزې په اړه د ولسمشر کرزي څرګندونې راخیستي.
د ورځپاڼې په وینا ولسمشر کرزي د فساد په وړاندې د روانې مبارزې د ناکامۍ یو اساسي علت د قانون نه پلې کیدل او د کورنیو او بهرنیو زورواکو او مجرمینو معافیت بولي.
ورځپاڼه لیکي، چې ښاغلي کرزي په هېواد کې د موجوده اداري فساد یو بل لامل ته هم اشاره وکړه او هغه دا، چې افغان دولتي مامورین په راتلونکي باور نه لري.
ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې بیا که څه هم د افغان چارواکو دا دریځ تایید کړې، چې د فساد زیاته برخه نړېوال اړخ لري، خو په ورته وخت کې یي دا پوښتنه هم کړې، چې افغان دولت ولې په خپله اداره کې د فساد مخنیوې نه کوي.
د ورځپاڼې په وینا افغان حکومت ولې یو په فساد لړلې کس پریږدي، چې تر لندن، واشنګټن او یا پاریس پورې ولاړ شي.
ورځپاڼه لیکي، چې د فساد پر ضد مبارزه د څو بېلابېلو ادارو او ستراتیژیو په رامنځ ته کولو سره پرمخ نشي تلای بلکه پکار ده، چې په دې برخه کې یو پریکنده دریځ خپل کړای شي.
خدمتګار:
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا د فساد په اړه د افغان حکومتي چارواکو په څرګندونو انتقاد کړې او لیکلي، چې دوي باید د قانون له نه پلي کولو شکایت ونه کړي بلکه دوي مکلف دي، چې قانون پلې کړي.
ورځپاڼې دا قضاوت هم ناسم بللې، چې د فساد اصلي اړخ بهرنې دې، ځکه ورځپاڼه لیکي، چې په افغانانو د کورني اړخ زیانونه د بهرني هغې په پرتله په لکونو ځلي زیات محسوس دي.
ورځپاڼه لیکي، تر هغو، چې د افغان مشرانو مصلحتونه او کمزورې مدیریت پای ته و نه رسیږي په هېواد کې د فساد مخنیوې ناشونې دې.
ملي باور:
ملي باور نادولتي ورځپاڼې هم په خپله سرلیکنه کې تر ډیره د فساد پر ضد د نړېوالې ورځې په لمانځ غونډه کې د افغان مشرانو په څرګندونو بحث کړې.
د ورځپاڼې په وینا په دې څرګندونو کې تر ډیره افغان مشرانو د فساد په اړخونو خبرې وکړې او ځینې تورونه یي ولګول، چې د ورځپاڼې په وینا کوم درد نه دوا کوي.
ورځپاڼې سپارښتنه کړې، چې د دا ډول څرګندونو پر ځای ښه داده، چې د فساد د له منځه وړلو لپاره په عملي اقداماتو فکر وشي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرلیکنه کې په دې ټینګار کړې، چې باید په افغانستان کې د فساد رامنځ ته کوونکي لاملونه له منځه یوړلې شي.
ورځپاڼه لیکي، چې افغان ولسمشر او د فساد پر ضد د مبارزې د ادارۍ مشر په خپلو خبرو کې د فساد ځینو مهمو اړخونو ته اشاره وکړه، چې باید ورته جدي پاملرنه وشي او له منځه یوړلې شي.
ورځپاڼه لیکي، چې په هېواد کې د فساد پر ضد د یوې بریالۍ مبارزې لپاره پکار ده، چې د معافیت دود له منځه ولاړ شي او د قانون پلې کولو ته امکانات برابر شي