کور / تازه خبرونه / کندهار : چاودني درې تنه ژوبل کړل

کندهار : چاودني درې تنه ژوبل کړل

په کندهار ښار کي نن تر غرمې مخکي يوه چاودنه وسوه چي د چارواکو په وينا پکښي درې تنه ژوبل سوي .
چاودنه د کندهار ښاروالۍ پر قراردادي کاکوونکو هغه وخت سوې چي نوموړي په څلرمه ناحيه کي د لښتيانو په پاکولو بوخت ول.
د کندهار چارواکو هم د پېښي پخلى کړى او وايي چي په دې اړه ئې تر اوسه څوک نه دي نيولي.
د يادوني وړ ده چي تېره ورځ هم د کندهار په توپخانه بازار کي د ښاروالۍ د څلرمي ناحيې مدير د دوو ناپېژاند وسله والو په بريد کي ووژل سو.
د پېښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخستى