ناپېژاندو وسله والو نن سهار په ارک بازار کي د ښاروالۍ يو تن مامور چي شېرعالم نومېدئ په ډزو وواژه .
شېرعالم د کندهار ښار د شپږمي ناحيې مدير ؤ او نن سهار هغه مهال د بريد کوونکو تر بريد لاندي راغلى چي کله دندي ته روان ؤ .
د کندهار امنيه قوماندان د پېښي پخلى کوي او وايي چي بريد کوونکي د سيمي څخه پر تلو بريالي سوي او پوليس ئې په لټه کي دي .
دا لومړى ځل نه دئ چي د ښاروالۍ مامورين په نښه کېږي بلکي تر دې مخکي هم څو څو واره د ښاروالۍ کارکوونکي په نښه سوي او څه موده وړاندي د کندهار پخوانى ښاروال غلام حيدر حميدي په يوه ځانمرګي بريد کي خپل ژوند له لاسه ورکړ .