کور / شعر / غزل

غزل

غزل
راشه چې نور ژوند پسې اخیستی یم
ستړی یمه جنګ پسې اخیستی یم
نوره له یاري نه د توبه کوم
ستا د بنګړو شرنګ پسې اخیستی یم
ټولې د ټوپکې او الوتکې کړه
بس ده نور نو جنګ پسې اخیستي یم
ګر که دغه جنګ اوس خلک ننګ بولي
زه نوردغه ننګ پسې اخیستی یم
مابه چې کولو غورځنګونه پرې
اوس هغه بې ننګ پسې اخیستی یم
وا پیمانه پاڅه را په خود شه نور
ولې وايې بنګ پسې اخیستی یم