په کابل کې د برید مسولیت پاکستاني میشتي (تنظيم لشکر جهنګوی
العالمي) په غاړه اخیستی دی.
د محرم د لسمې ورځې په مذهبي مراسمو کې چې تر ډيره یې شعیه ګان په افغانستان او
د نړۍ په ډېرو نورو هېوادونو کې نمانځي نن پرې د ځانمرګي برید له کبله په لسګونو
کسان مړه او تر سلو ډير پکې ټپیان شول.
طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا برید غندلی دی، همدارنګه ولسمشر
حامد کرزی هم برید غندلی او ویلي یې دي چې دا لمړۍ ځل دی چې د عاشورا په ورځ
ځانمرګي بریدونه کیږي.
په کابل سربیره په مزار او کندهار کې هم بریدونه شوي خو د مرګ ژوبلې د شمیرې په
اړه یې ویل کیږي چې مزار کې څلور کسه مړه او تر لسو ډير ټپیان دي.
تنظيم
لشکر جهنګوی العالمي تر ډيره د شعیه ګانو په مخالفت کې په دا ډول بریدونو لاس
پورې کوي. دا تنظیم ملکي وګړي په نښه کوي، څه موده وړاندې یې
پښتونخوا کې د کډوالو د مرستو په ویش ځای کې هم ځانمرګي برید لسګونه کسان وژلی
و.
په تنظيم لشکر جهنګوی العالمي باندې تور دی چې د پاکستان حکومت پر خوښه
بریدونه کوي. ددې تنظیم مشر ملک اسحا ق سره له دې چې پاکستان کې د شعیه ګانو
په وژنو تورن او خپله یې اقرار کړی هم وو بیرته خوشې شو، پاکستانۍ محکمو پریکړه
وکړه چې د ډيرو شواهدو د نه درلودلو په اساس نشو کولای ملک اسحاق په بند کې
وساتو.
همدا ډول ویل کیږي چې ددې ډلې ډیری غړي ورسته له نیولو بیرته زر تر
زره خوشې کیږي.
د معلوماتو له مخې دا لمړۍ ځل دی چې کابل کې د برید پړه پاکستان میشتی
تنظيم لشکر جهنګوی العالمي په غاړه اخلي