طنز
ښکرونه يې دي امریکایي
منګولي يې دي اروپایي
مشوکه يي ده ایراني
بڼکې یې دي پاکستاني
ځان بولي اصیل افغاني
پوه سوی ؟
یا !
پالیسي یې ده حیواني
ککرۍ یې ده دبې بریته زمري
تنه يي ده د ټنډ برګ غويي
کړه وړه يې دي د بیزوګي
پښه يې ده ګردي لکه د پيري
پوه سوی ؟
یا!
مشر یې ملاریا نیولی خوار دی
وکیل یې غبن اوډبله مار دی
وزیر یې کیسه براو شوکمار دی
تجار یې د دوجدان بیمار دی
ښوونکی یې ناجوړه نهار دی
پوه سوې ؟
یا!
برزګان یې ټوله غله دي
د یرغلګروسره مله دي
خپلی ګټي ته مړه پراته دي
دهیواد په غم کي نه دي
دوطن چور یې دی ارمان
خوښ د بل دی په دستر خوان
پوه سوې ؟
یا!
بزرګان یې جنتیان دي
په خبرو کې اتلان دي
په چوپر کې ګیدړان دي
په لفافه کې بیګانه پرستان د ي
په تفرقه اچولو کې ماهران دي
کاږه مخه او کوږبحثان دي
پوه سوې ؟
یا!
د وطن په چارو کې بې ایمانان دي
له شیطان سره همکاران دي
د خپلو خلکو دښمنان دي
د بهرنیانو اجینټان دي
په قواره کې انسانان دي
پوه سوې ؟
یا!
بلا درپسې!!!