په هغې سيمه کې چې اسلامپالي تر ټولو ډېر ځپل شوې وه او آن د سياسي فعاليت اجازه نه ورکول کېده، اوس همدغه اسلامپالي حکومتونه او پارلمانونه جوړوي.
ټونس لکه څنګه چې په منځني ختيځ او عربي نړۍ کې د سيکولر نظام د را پرځونې پيل وکړ، هماغسې يې اسلامپالو ته د واک سپارلو پرانيسته هم وکړه. ددغه هيواد خلکو په تېر اکتوبر کې په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخيسته او د اسلامي نهضت ګوند يې چې د پخواني ديکتاتور زین العابدین بن علي پر مهال ناقانونه و د بریا تر پولې ورساو.
د اسلامپالو بل ستر بری د مصر په ټاکنو کې و، چې لومړی پړاو یې د ټونس له ټاکنو وروسته تېره اوونۍ وشو. په مصر کې له وړاندوینو سره سم اخوان المسلمین تر ټولو ډېرې رایې وګټلې او ورپسې د سلفي مسلمانانو ګوند ستره بریا خپله کړه. مصري ولس که څه هم یوه برخه یې د ټاکنو په ورځو کې د نظامي واکمنې شورا پر ضد په تحریر څلور لاري کې پر لاریون بوخته وه، بیا هم په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخیسته او له خپلو مسلمانو وروڼو (اخوان المسلمین) سره یې د وفادارۍ ژمنه تازه کړه.
په سوریې، یمن او الجزایر کې چې هم لاریونونه دوام لري داسې هیلې شته، که اوسني واکمنان یې لرې او ازادو ټاکنو ته لار پرانیستل شي، اسلامپالي به لومړي خلک وي چې ټاکنې ګټي او حکومتونه جوړوي. تر دې پیښو وړاندې په ترکیې او یو شمېر نورو هیوادونو کې هم د ټاکنو پایلو ښودلې چې خلک له دې چې سکولر یا اسلام ضد ډلو ته رایه ورکړي، تر ډېره اسلامپالي د خپلو رایو حقدار بولي. سيکولريزم خلکو ته څه ورکړل؟ که څه هم په پورته یادو شویو هیوادونو کې چې له تېر یوه کال راهیسې یې اسلامپالو د بري تر ټولو ستر پړاوونه وهلي، له سوونو کلونو راهیسې اسلام حاکم دین پاتې شوی، خو دا لومړی ځل دی چې خلک په دومره ستره پیمانه را مخې ته کېږي او واک ته د اسلامي نظریې د لرونکو د رسېدو هڅه کوي. وړاندې تر دې په همدغو هیوادونو کې ډېر زور پر دې و چې سیاسي نظامونه دې سکولر وي او اسلامپالي دې آن په یوه ځای کې د راټولېدو حق هم ونه لري.
د مصر حسنی مبارک، د سویډن زین العابدین، د سوریې بشار، د لیبیا قذافي او داسې نورو هر یوه په زرګونو داسې کسان د مرګ او زندانونو تر کومي رسولي چې یوازنۍ ګناه؟! یې پر خپله خاوره د اسلامي نظام د واکمنېدو ارمان او د بې دینۍ مخالفت و. ددې سترې قرباني ورکوونکې قافلې سرلاري لکه شهید سید قطب، شهید امام حسن البنا او داسې نور که څه هم خپل ارمان ته تر رسېدو وړاندې د سیکولر نظامونو د چلوونکو د ناروا ارمانونو ښکار شول، خو اوسنی نسل یې پر دې وتوانېد، چې خپل ولسونه پر ځان راټول کړي او د خپلو هیوادونو د اسلامي کېدو پر لور ستر ګامونه پورته کړي. په منځني ختیځ کې د اسلامپالو له اوسنۍ بریا وړاندې ددې سیمې په پراخو سیاسي حلقاتو کې د صلیبي درس هغه کړۍ ډېره تکرارېدله چې اسلامي نظام د وروسته پاتې والي، له نورو سره د نه تعامل او تاوتریخوالي لامل ګرځي، ددې ناروا مفکورې په پایله کې زرګونه اسلامپالي شکنجه، شهیدان او بې وطنه کړای شول. په همدغو اسلامي خاورو کې د ناروا اسرایيلي حکومت سفارتونه پرانیستل شول او د لوېدیځ له لوري د اسلامپالو پر ضد د هر ډول جوړو شویو دسیسو پوره ملاتړ وشو.
دغلته ولسونو ته هم دا درواغجن ډاډ ورکړل شوی و، چې په سیکولر نظام کې پرمختګ، وګړنیز حقوق، زده کړې، نوښت او هرڅه شامل دي او ددې ترڅنګ د کفري نړۍ تر ټولو پراخ ملاتړ هم له دوی سره و، خو ولس د لسګونو کلونو په تېرېدو وکتل چې د سیکولر په نامه ناکاره سیستم نه یوازې دا چې خلک نه شي خوشالولای، د خلکو ترمنځ د داسې سترو ستونزو لامل ګرځي چې له منځه وړل یې اسانه نه وي. دوی په خپلو سترګو لیدل چې ټولنې یې د تباهۍ پر لور روانې دي، اسلام چې د انسانانو په منځ کې د اخلاقو، شرافت، عدالت، پرمختګ، انصاف، ازادۍ او ورورولۍ پر کومو اصولو ټینګار کاوه، هغه څه و چې په دې ټولنو کې د له منځه تلو په حال کې و او خلکو په خپلو سترګو لیدل چې سیکولریزم نه یوازې له دوی نه ډوډۍ او ازادي، بلکې د ژوند ډېر بنسټیز اخلاقي معیارونه هم اخلي.
ټولنه د ټوټه کېدو په حال کې وه او د لوړ او ټیټ ترمنځ واټن د ډېرېدو. خو اسلامپالي څه غواړي؟ اسلامپالو له کلونو کلونو راهیسې له سیکولریزم سره د تړلو پورته یادو شویو ستونزو پر ضد غږ پورته کړی . هغوی له خلکو پر هغه څه د بیا راټولېدو غوښتنه کړې، چې ۱۴ سوه کاله وړاندې یې د لومړي ځل لپاره عربو او بیا ټولې نړۍ ته د بشپړ انسانیت پیغام راوړی و او په اوسني وخت کې هم د ستونزو تر ټولو ښه حل لاره ده. همدا لامل و چې خلک د کلونو په تېرېدو پر دې پوه شول چې د اخوان او نورو اسلامپالو قربانۍ د شخصي اهدافو لپاره نه وې، ددوی زحمتونه یوازې ددې لپاره نه و چې لکه د اوسنیو سیکولر او ډیموکراتو سیستمونو سیاستوال یې د خپلو ځانونو او خپلو ګوندونو د واک ته رسېدو لپاره ګالي، بلکې ددوی هدف یوازې داو چې د خدای پر بنده ګانو د خدای قانون تطبیق کړي او له دې لارې ولسونو ته نیکبختي راولي.
دوی په اوسنۍ بې لارې شوې نړۍ کې چې د هېڅ انسان حق په کې خوندي نه دی د اسلام د اصولو پر بنا د حقوقو ورکړه غواړي، تر ټولو لومړی په ټولنو کې د اخلاقو بیا را ژوندي کېدنه غواړي، ښځو ته د بشریت د یوې مهمې برخې په توګه د عفت او سر لوړۍ ژوند غواړي، د مېرمنو د ازادیو په نامه د ټولو هغو بې رحمه دسیسو ختمول غواړي چې میلیونونه ښځې یې د جنسۍ غلامۍ تر پولې رسولي او پر دې ټولو سربېره انسانانو په تېره بیا مسلمانانو ته پر دې د فکر کولو وخت غواړي چې له دې نړۍ وروسته یوه بله نړۍ هم شته چې په کې به له نېک سره د نېک او له بد سره د بد حساب کېږي. دا ټول هغه څه دي، چې متدین اسلامپالی یې غوښتونکی دی او د منځني ختیځ او نړۍ د اوسنۍ اسلامپالنې مشرانو او سرلارو یې پر سر تل ټینګار کړی دی.
اسلام د خورېدو په حال کې دی! د منځني ختیځ د اوسني حالت ترڅنګ باید دا هم له یاده ونه باسو چې په غیراسلامي هیوادونو کې هم اسلام په بشپړه چټکتیا د خورېدو په حال کې دی. په اروپا او امریکا کې هر کال زرګونه کسان اسلام مني او دې بشریت ژغورونکي دین ته ننوځي. په نړیواله کچه هغه کسان چې د خپل اوسني ژوند د سمون او په دنیا کې د څو کاله عمر تېرولو د پایلو په هکله فکر کوي، پرته له دې چې اسلام مطالعه او قبول کړي بله هېڅ لار نه لري. دوی د اوسنۍ سکولر او کاپیټالیستې نړۍ د ځان غوښتونکې او وینه زبېښونکې پالیسۍ له اضرارو تر پوزې راغلي. دغه خلک د ۲۱ مې پېړۍ د تر ټولو مهم ټولنیز اصل پر بنسټ چې عقلانیت دی ځان ته ددې حق ورکوي چې دینونه وڅېړي او داسې یوه رڼا ومومي چې د ژوند ورکه لار ور وښيي.
په دې هڅو کې چې کله د اسلام له اساساتو سره مخامخ کېږي، پرته له شکه د انساني ژوند تر ټولو مهم او بنسټیز اصول او ښېګڼې په کې ویني او اسلام مني. اوس د کلیسا او کاپیټالیزم تر ټولو ستره اندېښنه داده چې نړۍ په هرډول چې ده، د جهاد مخه نیولې، خو په خپله خوښه اسلام ته د خلکو د اوښتو مخه نه شي نیولای. په زړه پورې خو لا داده چې د نورو دینونو په پیروانوکې د خدای نوم او عقیده په ورکېدو ده، خو په اسلام کې چې د خدای پر وجود او وحدانیت یې باور د ایمان بنسټ جوړوي، نه یوازې دا چې دا عقیده خپله د مسلمانانو په منځ کې ورځ تر بلې پخېږي، غیرمسلمانان هم ورته را اوړي او اقرار کوي چې خدای شته او د حساب او کتاب ورځ هم راروانه ده. دې هرڅه ته په کتو په پوره ډاډ سره ویلای شو چې نړۍ د اسلامي کېدو پر خوا روانه ده او که خدای کول په راتلونکو لسیزو کې به اسلام د نړۍ لومړی او تر ټولو حاکم دین وي او اسلامپالو ته!
لوی خدای (ج) د خپل کتاب په هره برخه کې د اسلام او مسلمانانو د سرلوړۍ ژمنې کړي، خو شرطونه یې ورسره دا ایښي دي، چې دغه سرلوړي هغه مهال راتلای شي چې مسلمان معتقد او د خدای اوامرو ته تابع وي. په منځني ختیځ او نړۍ کې د مسلمانانو او اسلامپالو د تېرو لسیزو حالت له هیچا پټ نه دی چې څومره بد و، دا ځکه چې وړاندې تر دې اسلامي واکمنانو هلته د خدای لار پریښې وه او ددې پر ځای چې ولسونو ته خدمت وکړي، خپلو ځانونو او واکمنیو ته یې کار کاوه. خدای پاک داسې ورځ ورباندې راوسته چې هلته یې د یوه کوچني فعالیت ځای هم نه درلود، اوس چې یوځل بیا په نړیواله کچه اسلامپالي د بریا پولو ته رسېدلي، دا دې په یاد ولري چې که اصل یانې د خدای اوامر یې بیا هېرېږي، نه یوازې داچې خدای به ترې ناراضه شي بلکې ولسونه به هم ورنه مخ واړوي او تر هغه به بد حال وویني چې پخوا یې لیدلی و.
که اوسني اسلامپالي په هغو سیمو کې چې رایې یې ګتلي او د حکومتونو د جوړولو چانس لري، د اسلام له اساساتو سره سم نظامونه را منځته کړي، ډېر ژر به د ډیموکراسۍ په نامه هغه ناروا غربي دسیسه چې اوس د هر مسلمان پر سر د یوازني سیاسي سیستم په توګه ولاړه ده، له منځه ولاړه شي او د هر هیواد ولسونه به دا غواړي چې اسلامي نظام ورباندې حاکم وي. پر یوه ځای د بشپړ اسلامي نظام ټینګول او هغو ژمنو ته وفا چې اسلامیستانو تر دې وړاندې د واک ته رسېدو لپاره کړې وې، پر ټوله نړۍ د اسلامي جنډې د رپېدو پیلامه کېدای شي، او په یوه ځای کې د اسلام له حدودو اوښتل او د مصلحت او بې لارۍ سیاست غوره کول، اوسنۍ ټولې لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې او د ټولې نړۍ هیلۍ اوبه کولای شي.