د ارواښاد علامه رشاد بابا اووم تلين د ټکور ادبي ټولني لخوا د قرآن عظيم الشان د ختم او ادبي غونډي په ترڅ کي ولمانځل شو.
د ډيورنډ پولي ته څېرمه په سويلي پښتونخوا چمن کي دعلامه بابا د اووم تلين په اړه جوړې شوې دغه غونډه کي لسګونو شاعرانو او ګڼ شمېر د ادب مينه والو برخه لرله .
د غونډي په پيل کې نورالباري افغانمل برخوالو ته د علامه رشاد اکاډيمۍ پېغام واوراوه.د رشاد اکاډيمۍ مشر څېړندوی شېرشاه رشاد په خپل رالېږلي پېغام کي د ټکور ادبي ټولني دغه زيار او نوښت زيات ستايلی وو او له دوی څخه يې مننه کړې وه چي خپل علمي شخصيتونه نه هېروي او لمانځي يې، هغه په خپل پېغام کې دا هم ويلي وو چي دا ډول غونډي د مشرانو د حق اداينې د پور پېټی زموږ له اوږو څخه سپکوي:
((دا ډول نمانځني او ياد غونډي نه يوازي دا چي د خپلو درنو مشرانو د حق اديني د پورپېټی يو څه له اوږو څخه را سپکوي بلکي د داسي درنو علمي،ادبي،فرهنګي او سياسي ښاغلو د ژوندانه پر علمي او ټولنيز اړخ،پر آثارو او بډايو تجربو ږغېدل او څېړنه کول، ځوانو او تنکيو ځلميانو ته د ګټورو تجربو په لېږد کي او د څېړنيزو لارو په پوهېدنه کي هر اړخيزه مرسته او لاس نيوی کولای سي))
تر دې وروسته په غونډه کي د علامه بابا د ژوند او اند په اړه مقالې واورول سوې.
حافظ مطيع الله زلال په خپله ليکنه کي وويل چي کندهارۍ مېندو هر وخت داسي شخصيتونه زېږولي چي په پوهنيز او کړنيزو ډګرونو کي يې داسي کارنامې سرته رسولي چي پښتانه او نړيوال پرې وياړي.
((که له يوې خوا کندهاري مېندو داسي خدای پاره غازيان زېږولي چي د بهرني ښکېلاک ګرو په وړاندي يې توري پورته کړي او خپل سرونه يې د خپلواکۍ لپاره ډالۍ کړي نو له بلي خوا همدې ميندو داسي پښتانه فرهنګپالان هم زېږولي چي د قلم په څوکه يې په پوهينزو او کړنيزو دواړو ډګرونو کي داسي نه هېرېدونکې کارنامې سرته رسولي دي چي د نړۍ تر پايه پوري به د پښتنو په تاريخ کي په زرينو کرښو ليکل کيږي.چي د ټول پښتون ټبر د وياړ شملې دي او آن چي په ځينو خو يې نړيوال هم وياړي چي د دې دعوې ژوندۍ بېلګه علامه رشاد بابا (رح) هم دی))
د ټکور ادبي ټولني مشر مولوي حاجي محمد اواب چي د غونډي د کوربه مشر په توګه يې دنده سر ته رسوله د خپلې وينا په ترڅ کي پر ځوانانو ږغ وکړ چي په علمي او فعلي دواړو ډګرونو کي د علامه رشاد بابا پر پلو پلونه کښيږدي.هغه زياته کړه چي علامه بابا د دې تر څنګ چي ښه ليکوال وو، د ښو او غوره اخلاقو څښتن هم وو.
((علامه بابا لکه څنګه چي د پوهې يو سمندر وو همداسي دی د اخلاقو يو پسرلی هم وو د علامه بابا هره ليکنه د ټول پښتون بلکې د ټول انسانيت لپاره د لاري مشال دی او داسې يې هره کړنه په ټولنه کي زموږ لپاره د لاري مشال دی))
د غونډي په پای کي د غونډي مشر حاجي رحمت الله رحمت په خپله وينا کي د ټکور ادبي ټولني دغه ګام د قدر وړ وباله او زياته يې کړه چي پښتي تاريخ به دغه هڅه په زرينو تورو ليکي او نه به يې هېروي.
((نن چي ټکور ادبي ټولني او ددوی مشرتابه او غړو يې دومره همت او دومره کار وکړ چي د تاريخ زرينې ليکې به هغه نه هېروي))
د ټکور ادبي ټولنې له لوري دغه غونډه په داسي حال کي جوړيږي چي اووه کاله وړاندي په همدې ورځ علامه عبدالشکور رشاد بابا د کابل په څلورسوه بستريز روغتون کي د درې اتيا کلنو په عمر ساه ورکړه.
روح دي يې ښاد او ياد دې تل وي!
د علامـــــه عبدالشکور رشاد د اووم تلين په مناسبت