بلاخره د کابل او د ترکیي د استنبول دغونډو وروسته دادی د جرمني د پیټرسبرګ په تاریخي ښار او تاریخي ماڼۍ کي چی د یوشمیر افغانانو له اړخه د «افغان پلورنځي » تر نامه لاندي یی شهرت موندلي د افغانستان په اړه د بن دویمه تاریخي غونډه جوړیږي . ددي نه مخته د ۲۰۰۱ کال ددسمبر په میاشت کی د جرمني دهمدي ښار او ددي ښار په همدي ماڼۍ کي د افغانستان په اړه په داسي حال کي یوه غونډه جوړه شوه ، چی د افغانستان خاوره د امریکایی عسکرو تر بوټانو لاندي مروړل کیده ، په زرګونو کسان د طالب په نامه په خپلو وینو کې ډوب شوي وو ، او د پښتون ټبر عام وژنه په پوره زور و شور سره روانه وه . استاد رباني (مرحوم ) بیرته د واکمنۍ ګدۍ نیولي وه اوپه هره لحظه او ګړۍ کي یی د امریکایانو اوپه ځانګړي توګه د امریکا د ولسمشر بوش د تعاون اوبسپني څخه ممنونیت اعلاناوه . خو دبن دکنفرانس پریکړو دهغه ګدۍ هم د روسانو په مستقیم منیځګړیتوب او حکم سره له منځه یوړه او دبن د کنفرانس لخوا پرې ښاغلي کرزي د ولسمشر په توګه وټاکل شو . ولسمشر کرزي به د هغې ټاکني څخه تر ددي کنفرانس د جوړښت ( پنځم دسمبر)پورې د افغانستان لس کلن واکمن شي ، او په تاریخ کې به د پخواني مخلوع پادشاه ظاهرخان د څلویښت کلني واکمنۍ څخه وروسته تر ټولو اوږده واکمني ثبت شي ،ځکه د ولسمشر کرزي دواکمنۍ دوه کاله موده لا پخپل ځاې پاته ده . دا چی دهغې مودې وروسته به څه پیښیږی ، دحالاتو اټکل یی شوني نه دې ، ځکه د افغانستان او هم د نړۍ حالات دومره ژر ژر بدلیدونکي دي چی ستر ستر بین المللی پنډتان یی هم وړاند وینه نه شي کولاي .
دا چی د جرمني د بن د ښار په دی غونډه کی به څه پیښیږی ، په اړه یی نړیوال واکمن پوهیږی ، خو یو شمیر یی وړاند وینه کوي چی په دی کنفرانس کي به یواځی د افغانستان د راتلونکو لسو کالو له پاره د اقتصادي تعاون اوبسپنی په اړه او تر څنګ به یی د افغانستان دامنیت د خوندي ساتلو او دهغو لاسته راوړونو د ساتلو ژمنه کیږی چی په دغه اوږده موده کي د بین المللی ځواکونو په موجودیت کي تر لاسه شوي دي. دا چي هغه لاسته راوړنې څه دي ؟ دا هم پخپله د بحث وړ موضوع ده . که چیري پارلمان ، سنا یا د جمهوري ریاست ، او ټولټاکنو خبره لاسته راوړني وي ، نو دا خو پخوا هم په افغانستان کي موجود وو ، او هیڅ هیواد ددي ادارو پرته د نظام د جوړښت جوګه کیداي نه شی . که دملي اردو اوملی پولیسو د روزلو لاسته راوړني دي نو دهغي پایلي خو دوي پخپله ویني چی هره میاشت په سلګونو کسان ددي ادارو څخه په تیښته تښتي . ترڅنګ یی هغه ډالري معاش چی ددي ادارو د وګړو له پاره ټاکل شوې هغه هم ددوی د وتلو وروسته شوني نه دي ، نو د ا اداري به د معاش د نشتوالي په وخت کي پخپله دسقوط سره مخا مخ کیږی . ځکه پخپله هیواد نه ددي جوګه دي او نه به تر ډیرې مودي پورې ددې جوګه واوسی چی دومره ستر فوځ او د پولیسو دومره ستره شمیره په خپله لمن کې راونعاړي .د پارلمان او سنا غړي هم چی په ډالري معاشونو یی جیبونه ډک دي ددي بهرنیو نیواکګرو د وتلو سره سم به د وچو لختیو سره مخ کیږی .
خو که چیري ددوي لاسته راوړني ددوي د کلتور حاکمیت ، په ځوانانو کي دفساد په لور ترغیب ، په نجونو او هلکانو کي د ازادۍ تر نامه لاندی د بداخلاقیو رواجول ، د افغانستان په مهمو مرکزونو کي دفحاشت رواج، د مفتضحو او چټلو فلمونو خپرول ، د ایډز ناروغي خپرول ، د بې کاریو له لاسه د یونیم میلیون افغانانو ښځو او نرو په مخدره موادو باندی عادي کیدل ، د اداري فساد په پرمختګ کي رول لوبول ، جنګي مجرمین او داخلاقو نه عاري انسانان د خپلو اړتیاو په خاطر په غیږ کی نیول اوګڼ شمیر افغانان بیرونیو هیوادو ته د بوتللو په هیله د عیسیوت د له منځه تللي او درواغجن مذهب په لور وربلل …… وی ، نوبیا دوی باید ددی لاسته راوړنو له پاره شپه او ورځ کار وکړی .
د ۲۰۰۱ کال د بن د کنفرانس یو شمیر ګډون کونکو په همغه وخت کي ددی مضمون لیکونکي ته د تیلفون په کرښه د ورځینو خبرواترو په اړه معلومات ورکاوه او په پوره میړانه به یی ویل چی افغانستان په امریکایانو او ملګرو ملتونو باندي په ډیر ارزانه قیمت و پلورل شو . ځکه د افغانستان دملت خپلواکي ، زمکني بشپړتیا او دکورنیو امورو ټول هر څه پردیو ته په ځولۍ کي ور اچول شوي وو . ښاغلي حامد کرزي یی ولسمشر ټاکلي و خو پوره بې واکه و ، د هیواد اصلي ځواک د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازی او د امریکا د سفیر په لاسو کی وو ، چی بیا وروسته په کی ایرانیان هم ، د جمهوري ریاست ماڼۍ او یو شمیر وزارتونو ته د تورو خلطو په ورکولو سره راګډ کړل شول . دهیواد په اړه ټولي پریکړې د همدي ډلي په لاسو کي وې ، د هیواد پولی د همغه وخته نه تر اوسه پورې ددوي په مخ دغسي پرانستي دي چی دخپلو هیوادو یی په مخ نه دي پرانستې.
په هرصورت دا چی ددي غونډي پایلی به څه وي ، دا به وروسته را ډاګیزه شي ، خو هغه څه چی دافغانستان د ولس قاطع اکثریت تري تمه درلوده هغه ترې شوني نه ښکاري .
هغه هیلي چی ولس ددي کنفرانس پورې تړلي وي هغه په هیواد کي د امن او ثبات راوستل دي . دا کار هغه وخت شوني وو چی په دی کنفرانس کې دامنیت د ټینګښت او د واکمنۍ د انتقال له پاره د مقاومت دډلو نمایندګانو ته دخبرو له پاره بلنه ورکړل شوي وای او لکه څنګه چی د ۲۰۰۱ کال ددسمبر په میاشت کی دې خلکو دافغانستان د پلورلو اسناد لاسلیک کړي وو، د ۲۰۱۱ کال ددسمبر په همدي تاریخ یی باید دغه اسناد بیرته افغانانو ته تسلیم کړی وای او په هیواد کی د یوه خپلواکه او د ولس د خوښی دیو منتخب حکومت له پاره لاره همواره کړی وای. بهرنیو یو قطبي زبرځواکونو خپل غرور او لویی یوي لوری ته کړې وای او پخپله ماتي او شکست باندی یی اقرار کړي وای . ځکه دوي دادي د خپل اعلان شوي مهال ویش له لاري د افغانستان څخه خپلي پښي کاږي ، او د پوچو ژمنو او وعدو سره یو خرابه افغانستان زمونږ د ولس په لاسو کي پریږدي ، دا سی خرابه چی دوي یی د جوړولو او سمسورولو له پاره د دویمي نړیوالو جګړي وروسته د جرمني دبیا ابادیدو په څیر دیوه ماسټر پلان دجوړیدو ژمنه کړی وه . خو جرمني ، جرمني وو او افغانستان افغانستان دې .
نړیوال او دسیمي سیاسي او اقتصادي حالات داسي ډاګیزه وی چی په افغانستان کي امریکایی زبرځواکونه د یوې ځواکمني اردو په څیر نه شي پاته کیدې . دوي به د ۲۰۱۴ کال څخه تر مخه دافغانستان څخه ځانونه کاږی . دامریکا دسنا غوندی هم د نوامبر په ۳۰مه په خپل پریکړه لیک کي دخپل ولسمشر نه غوښتي چی په افغانستان کي یی موخي تر لاسه شوي ، اسامه مو له منځه وړی او دالقاعدي ځاله مو ورانه کړی ده . په دي اساس دخپلو اقتصادي حالاتو د ښه کولو په خاطر د افغانستان څخه د امریکایانو د راویستلو کار ګړندی کړئ ، او د ۲۰۱۴ کال د مخه خپل ټول ځواکونه بیرته امریکاته راوړئ . دامریکا ددفاع وزارت که څه هم په زغرده دخپلی ماتي اقرار نه کوي خو دمختلفو سر چینو له خولي وایی چی دوی به ددي نه زیات په افغانستان کي پاته نه شی . ان تردي چی د افغانستان او امریکا تر منځ دستراتیژیکو اړیکو د تړون د لاسلیک موضوع هم پخپله دامریکایانو له اړخه شاته غورزول شوي ده . که څه هم دافغانستان دولت دغو موخو ته د ورسیدو په خاطر د عنعنوي لویی جرګي غونډه هم جوړه کړه اودخپلی خوښی پریکړي یی ترې واخستی خوامریکایانوافغان دولت پرینښود چی دغې جرګي ته یی د ستراتیژیکو اړیکو د تړون له پاره ایښوول شوي شرایط وړاندي کړي وې او دا د افغانستان ددي جرګي ستر سپکوالي وو .
ډیره په زړه پورې داده چی دامریکا یو سیاست پوه وایی چی امریکایان نه غواړي په افغانستان کي نظامي تمځایونه ولري خو یو شمیر افغانان ور پورې نښتی دي تر څو دخپلو ګټو دخوندی ساتلو له پاره یی مجبور کړي تمځایونه ولري . همدا راز امریکایانود افغانستان دولت ته خبر ورکړي چی په تعاوني بودجه کی به یی ډیر زیات کمښت را منځته شي ، او دا کار دافغانستان اقتصاد پوهانو د دولت د رکود له پاره ستر علت
ګڼی او وایی چی د امریکا دکومکونو دکمښت سره سم به د افغانستان اقتصاد په ټپه و دریږی .
یووخت په یوه مطبوعاتي کنفرانس کی د حزب اسلامي دامیر محترم حکمتیار څخه یو خبر نګار د امریکا دکومکونو په اړه و پوښتل ، هغه ورته وویل چی «د امریکا کومکونه (ایډ) نه دې بلکه د (ایډز) ناروغتیا ده »چی یو ځل یی پری ککړ کړی بیا دي تر مرګه نه پریږدي . ریښتیا هم هغوي چی په دغه ایډز ناروغتیا اخته شوي دي خلاصون یی ترې ګران دي .
همدا اوس په امریکا کي اقتصادي رکود خپل اوج ته رسیدلی . د څو میاشتو را په دیخوا د وال سټریت د اشغال له پاره مظاهري رواني دي . په اقتصادي بحران کي پرتو وګړو هملته خیمي وهلي او دامریکا د اوسنیو سردمدارنو په خلاف شعارونه ورکوي .
داروپا اقتصادي بازار تر دې رارسیدلي چی ویل کیږی چی د ایرو زون به ډیر ژرمات شی . په دې زون کي د اروپا ګڼ شمیر هیوادونه شامل دي . د ازادۍ راډیو په خپلو راپورونو کي وایي چی : (پر دې خبرې ځکه ټينګار نه شي کيدای، چې کله د دغو هېوادو پورونه هغې کچې ته ورسيږي، چې له زغمه ووځي بيا اورپايي ټولنه او نړيوالې موسسې وايي، موږ لاهم غواړو، چې د ايرو حوزه يوځای وساتل شي.
خو هيڅوک دا ډاډ نه لري، چې شتمن هيوادونه چې تر اوسه يې وړو هيوادو ته لکه پرتګال، ايرلنډ او يونان ته پورونه ورکړې دي، د ايټاليا په څير سترو اقتصادي قدرتونو ته به هم چمتو شي، چې پور ورکړي؟
د دې سوال له مخې د ايرو زون د هيوادو د بيلتون امکانات ترسترګو کيږي.
ګڼ اقتصادي څيړونکي داسې نظر لري، چې د ايرو د زون له ماتيدو سره به شتمن هيوادونه بيا د همدې ساحې کمزوريو هيوادو ته پور ور نه کړي.
داسې نخښې ترسترګو کيږي، چې سر له اوسه لا د ايروزون د شمال د حوزې هيوادونو دغه هڅې پيل کړې دي)
په انګلستان کي نژدي دوه میلیونه کاګرانو مظاهري وکړي تر څو د کارونو څخه د ویستل شوو کسانو په اړه پریکړي بیرته واخستل شی او په تنخواګانو کي یی زیادت راشي خو حکومت یی دا خبره نه مني ، نه یواځي نه یی مني بلکه حکومت یی اعلان کړي چی په خپل سوسیال سیستم کي به بدلون راوړی او هغه کورنۍ چی د ویلفیر څخه ګټه اخلي دهغوي بسپنی به هم راکمی کړی . همدا اوس اروپایان دخپلو ستونزود حل له پاره د چین په لور ګوري .
په سیاسي ډګر کي هم ډیر زیات بدلونونه تر سترګو کیږی . اسلامي نړۍ د یوه ستر بدلون په لور روانه ده . او داسي ډاګیزیږی چی غربیانو پرې خپله ولکه له لاسه ورکړي وي . په اسلامی نړۍ کي د غربیانو ستر ستر بوتان را ولویدل . په مصر کي د حسني مبارک رژیم د ۳۲کاله سلطنت او واکمنی څخه د ځوانانو د پاڅون په پایلو کی را پریوت . په تونس او لبیا کي ستر ستر بوتان د ۲۲ او ۴۲ کالو د واکمنیو څخه لاندي راوغورزیدل ، د یمن واکمن د سعودیانو او امریکایانو په لاسوکی لوبیږي ، خو دواکمني دراړي یی پسی سستي شوی او داسي بریښي چی د یمن د ولس د پرلپسی قیام په واسطه به دا د زبر ځواک بُت د سوریی د بشار د ۶۲کلن مستبد او ظالم رژیم سره یو ځاې ډیر ژر رانسکور کړل شي. اردن کي د شاه عبدالله واکمنی هم د اوسنیو ملي پاڅونونو په واسطه تر خطر لاندی ده .دامریکایانو اواسراییلو ډیر مهم ملګري لکه حسني مبارک ، د اردن شاه عبدالله او … له منځه یا ولاړل او یا هم تلونکي دي . اواسلامي نړۍ د یوه نوي روڼ سباوون سره مخکیدونکي ده .
په مراکو کي د وروستیو ټاکنو له مخي دهغه ځاي اسلامي غورزنګ د ۳۹۶پارلماني څوکیو څخه ۱۰۷ تر لاسه کړي او په پارلمان کي د یوه غښتلي ګوند په څیر را مخته شوي . په همدي اساس ورته په تاریخ کي د لمړي ځل له پاره دهغه هیواد پاچا محمد، دحکومت د جوړولو غږ کړی . په تونس کې اسلامي غورزنګ نیمایی ته نژدی پارلماني چوکۍ تر لاسه کړي او دادي د یو شمیر نورو ګوندونو سره د ائتلاف له لاري خپل حکومت جوړوي . په مصر کي اوسني لمړنیو ټاکنو و ښووله چی په لمړۍ مرحله ی ټاکنو کي د اخوان المسلمین دګوند سیاسي شاخي (دعدالت اوازادي ) ترنامه لاندي تر څلویښت سلمي زیاتي راي خپلی کړی دي . په لبیا ، اویمن کي هم اسلامي خوزښتونه په پوره ځواک سره کار کوي ، دسوریی د علوي استبدادي رژیم په خلاف هم اسلامي غورزنګ دومره سرښندني وکړي چی د شهیدانو شمیره یی د څلورو زرو څخه زیاتیږی او د غورزنګ اوخوزښت موده یی دادي یو کال ته را نژدی شوي ده . په ترکیه کی لا دپخوا څخه د اسلامي نهضت غړي د واکمنۍ په ګدۍ ناست دي او دولس ډیره کي یی ملاتړ کوي .
دغه اودغه ډول نورو پرمختګونو امریکایان اوپه ځانګړی توګه ددغه هیواد دفاع وزیر لیون پینټي (Leon Panetta)مجبور کړ چی نن په اسراییلو باندی غږ وکړي چی د ګوښه کیدو نه ځان وساتي او دفلسطیینانو سره د مذاکرې میزته راشي . هغه داسراییلو د ګاونډیو اسلامي هیوادو اوپه ځانګړی توګه د مصر ، تونس ، اردن او… ټاکنو اوهلته داسلامي خوزښتونو نوښتونو ډیر وارخطاکړی . هغه په خپلو خبرو کي په ډیره قهرجنه توګه وایی چی «زمونږ ستونزه داده چی مونږ د اسراییلو مشران نه شو پیدا کولي ، ترڅو دمذاکراتو لعنتی میز ته راشي او خپل ځان دګوښه کیدو څخه و ساتي ، د ترکیی او مصر سره خپلي اړیکي بیرته عادی کړی …..»
اسراییلو هم دا خبره منلې ده چی په راتلونکي کی یی سرو کار د یوه حماس سره نه بلکه د ډیرو حماسانو سره دي .همدا علت و چی د موقع نه په ګټي اخستلو سره یی خپل یو عسکر د فلسطینیانو د ۱۰۲۷ بندیانو سره د پنځه کالو د سختو جنګونو ، بمباریو ، تباهیو او د غزې دپټي دخلکو دلوږي ، تندي او بدو ورځو سره دمخکیدو نه وروسته تبادله کړ .
داسي ډاګیزیږي چی راتلونکي کال به په اسلامي نړۍ اوهم په غربي نړۍ کې د ډیرو بدلونو سره یوځاي پیلیږی . غرب مجبور دي د اسلامي غورزنګونو سره کار وکړی ، همدا راز اسلامی غورزنګونو اواسلامي هیوادونه هم د غرب سره دراکړی ورکړې له پاره خپل خپل فارمولونه لري . اوس هغه ویره چی غرب د اسلامي خوزښتونو څخه کوله اویا یی دخلکو تر منځ د بنسټ پال ، تروریست او افراطیانو په څیر خپروله ، هغه ویره اوس له منځه تللی معلومیږی . اسلامي خوزښتونه په پوره ځواک سره دخپلو ولسونو دملاتړ په اساس کولي شي دغرب سره دخپلو ګټو دخوندي ساتلو په اساس معامله وکړی.
حالات او شرایط دا بربنډوي چی اوس هغه وخت نه دي چی اسلامي خوزښتونه د الجزایر د اسلامي غورزنګ په څیر ،چی دخپل ولس اکثریت رایه یی خپله کړی وه د واکمنۍ څخه بی برخي کړي او دبوتیفلیقه په څیر یو کمزوري شخص دخپلو ګټو دساتلو په خاطر د فرانسي څخه په هوایی جهاز کي پري رانازل کړي . همدا راز غربیانو دا هم درک کړي چی په افغانستان کی هم د واک څخه دلري کولو په خاطر داسلامي نهضت د ځپلو له پاره ، اود مرکزی اسیا په هیوادونو کی د اسلامي خوزښتونو سره د بسپني دمخنیو په خاطر چی کوم کار دوي دروسانو دسرو لښکرو د وتلو وروسته وکړ ، هغه ددوي له پاره ډیر دروند تمام شوي ، دومره دروند چی ددوي تمامیت یی له پوښتني لاندې راوړی .
په دي اساس د بن د دویمي غونډي پایلي به په طبیعي توګه دافغانستان څخه دوتلو په لارو چارو منتج کیږی . لکه څنګه یی چی د بن په لمړۍ غونډه کي افغانستان اشغال کړی و ، په دغه دویمه غونډه کی به یی بیرته په پټه خوله د پریښوولو ژمنه کوي .
د افغانستان دمقاومت لیکي هم باید دا درک کړي چې بهرني نیواک د پاي په لور روان دي . راتلونکي افغانستان د جنګ او جدل جوګه نه دې ، په دي اساس اړینه ده چی د ۲۰۱۴ کال د ټولټاکنو له پاره ټول سیاسي ګوندونه یو توافق وکړي ، دمقاومت لیکي دبهرنیو ځواکونو د وتلو سره سم خپلی نظامي څانګی پاې ته ورسوئ ، او په ګډه د یوه موټي واحد او غښتلي افغانستان د جوړښت له پاره قدم واخلئ ،دخپلو موخو د ترلاسه کولو له پاره د (Street Power) یا ولسي غورزنګ څخه کار واخلي .ډاډمن یم چی راتلونکي هم ستاسي ده .