دافغانستان د کلتوري ودي ټولنې په نوښت د جرمني په کولن ښار کې د (( يوويشــتمه پيړۍ اوافغانســتان
او (د بن د کنفرانس څخه د افغانانو هیلې) علمي سـیمینار د جمعې په ورځ ماښام پنځه بجې پیل او د شپې تر ناوخته یې دوام درلود. په غونډه کې له افغانستان، امریکا او اروپا له بیلا بیلو هېوادونو څخه راغلو پوهانو، لیکوالو او ژورنالیستانو خپلې مقالې واورولې.
په غونډه کې تر ډیره په دې خبرې وشوې چې تیر بن کې کومې نیمګړتیاوې او ستونزې وې چې تیره لس کاله نه یوازې چې بریالي نه وو، بلکې افغانان یې لا له سختو ستونزو سره مخ کړل.
همدا ډول د راتلونکي بن په اړه مقاله لوستونکو خپل نظرونه وړاندې کړل.
په ورپسې برخه کې د لوستونکوونکو د نظریاتو په نظر کې نیولو سره غونډې یو پرکړه لیک صادر کړ چې د بن کنفرانس ګډونوالو ته به ورکول کیږي او هیله به ترې کیږي چې د راتلونکي بن په کنفرانس کې هغه پریکړې وکړي چې عملي کول یې د تیر ځل په څير د افغانستان د ناکامۍ سبب ونه ګرځي، بلکې افغانستان په رښتیني توګه د پرمختګ په لور ګامونه واخلي.
په اخر کې غونډه د مشاعرې په کولو سره پای ته ورسیده. او ژمنه وشوه چې د غونډې د مقالو ټولګه به چاپ شي.
همدا ډول د یاد سمینار په اړه ځینې پښتو کتابونه هم چاپ شوي و، چې ګډونوالو کولای شول د غونډې په تلار کې یې تر لاسه کړي . ددې غونډي تفصيلي راپور وروسته له لراوبره پرليکه کيږي .
د2011 ز کال د ډسمبر2 مه نېټه
هيورت، کولن ، جرمني
په جرمني کې ((د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې)) په نوښت، ،يوويشــتمه پيړۍ او افغانســتان، او( د بن د کنفرانس څخه د افغانانو هيلې ) تر سرليک ﻻندې سيمينار جوړ کړ.
په دغه سيمينار کې چې شا و خوا څلورسوه افغانانو په کې برخه اخستې وه او د افغانستان د مختلفو مدني ټولنو استازو ، علمي او فرهنګي شخصيتونو په کې ګډون درلود، ﻻندې ټکي يې د يوه پرېکړه ليک په توګه تصويب کړل:
- د دوهم بن په کنفرانس کې بايد هغه تيروتنې بيا تکرار نشي، چې په لومړي کنفرانس کې رامنځته شوي وې. پرېکړې بايد داسې وشي، چې په افغانستان کې د جنګساﻻرانو اغيز پای ته ورسيږي او نور له دغه پياوړې سياسي، پوځي، اقتصادي مافيا څخه هېواد وژغول شي.
- د غونډې برخوال په دې اند دي، چې په افغانستان کې د جګړې دوام د حل ﻻره نه ده او بايد د سولې رامنځته کولو لپاره د قضيې پر سياسي حل باندې فکر وشي. د بن په کنفرانس کې بايد تر ټولو زيات د سولې د بهير په پياوړتيا ټينګار وشي او په دې ﻻره کې د خنډونو د منځه وړلو لپاره دې عملي ګامونه واخستل شي.
- تر 2014 ز کال پورې، چې د افغانستان امنيتي چارې په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته سپارل کيږي، د افغانستان امنيتي ځواکونه بايد له تنظيمي، حزبي او سياسي کړيو له منګولو وژغورل شي او يوازې د افغانستان د ملي کټو ته د ژمنتوب پر بنسټ دې جوړ شي.
- له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره، اقتصادي چارې بايد داسې تنظيم شي، چې افغانستان وکولی شي خپلو اړتياوو ته ځواب وويل شي او داسې حالت رامنځته نشي، چې د اقتصادي ستونزو له امله بيا هېواد د بې ثباتۍ په لور روان شي. نړيوالې اقتصادي مرستې دې، د شفاف ميکانيزم له ﻻرې په دولتي سيستم کې تنظيم شي.
- په افغانستان کې د مرکزي حکومت د پياوړتيا لپاره دې، له موازي ادارو او ځواکمنيو جوړولو څخه ډډه وشي.
- له افغانستان نه د نړيوالو ځواکونو د وتلو سره سم دې، د ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادنو د ﻻسوهنې د مخنيوي لپاره دې، د نړيوال تضمين د ورکولو ميکانيزم جوړ شي.
د يادونې وړ ده، چې په همدې اړه د بلجيم کلتوري بهير، په نيدرلنډ کې د افغانانو کلتوري ټولنې او په امريکا کې د خپلواک بهير هم خپلې پرېکړې له دغه پرېکړه ليک سره همغږي کړې.