کندهار والي د تدبير د مشورتي او تحقيقاتي مؤسيسې د مشر سره د خبرو پر مهال وويل چي د کندهار ښار د ناحيو مديرانو ته د ښې حکومتدارۍ او پراختيا له پاره روزنه ورکړل سي.
د ښې حکومتدارۍ او د خلکو او دولت ترمنځ د فاصلې د راکمېدو په موخه ددغه ډول ورکشاپونو لومړى پړاو د کندهار په پنځو ولسواليو ډنډ، دامان، پنجوايي، ارغنداؤ او ژړۍ ولسواليو کي پيل سوى و چي هلته يې د توقع خلاف ښه نتجې وليدل سوې.
دې ډول ورکشاپونو ته د دولتي مامورينو ترڅنګ د امنيتي ارګانونو مسؤلين او د سيمي قومي مخور او سپين ږيري هم رابلل کېږي څو مخ په مخه له يو بل سره پر خپلو ستونزو، مشکلاتو او غوښتنو خبري وکړي.
ښاغلي ضياء ددې ليدني پرمهال وويل چي په ولسواليو کي د ظرفيت لوړولو او حکومتدارۍ د پياوړتيا په موخه پيل سوي ورکشاپونه او روزنيز پروګرامونه تر ډېره حده بريالي وه او په سمه توګه سره سرته رسېدلي دي.
هغه وويل چي په ولسواليو کي ولسوالان او په ښار کي ولايتي اداره به ددې ډول روزنيزو پروګرامونو د کنټرو ل او څار پوره حق ولري او د ټولي روزني پرمهال به ټرينران او دغه پيل سوې پروسه په سم ډول سره نظارت کړي.
په ښار کي به دغه پروسه لومړى د ٩ او ١٢ ناحيو کي پيل کېږي اوهلته به د ناحيو د مديرانو ترڅنګ د پوليسو د امنيتي حوزې امر، د کليو مشران، د سولي شورا استازي او ګڼ نور قومي مخورو برخه اخلي.