د لغمان ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په قرغيو اولسوالۍ کي افغان او بهرنيو ځواکونو عمليات کړي او د يادو عملياتو په ترڅ کي ئې لس وسله وال وژلي .
د دې ولايت د والي وياند سيد احمد ساپي رسنيو ته ويلي چي ياد عمليات د قرغيو اولسوالۍ اړوند د کابل او جلال آباد پر لاره د تور غره په سيمه کي ترسره سوي .
نوموړي همدا ډول زياتوي چي په دې عملياتو کي ئې د وسلو او مهماتو ترڅنګ يو وسله والو په ټپي حالت کي هم نيولى.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو خپله څه نه دي ويلي.