کور / سياسي / د بابايې پښتون يوه نيهامه سرښندنه

د بابايې پښتون يوه نيهامه سرښندنه

د خان شهيد د ۳۸م تلين په مناسبت انځوريز البم له دې ځايه وګورئ

 

د لوى څښتن په ټولو پنځونو کښې تر ټولو ستر پنځ (مخلوق) سړى زو (انسان) دى او د سرړي زو ژوند د خوداى پاک يو ستر او ښکلي مخلوقات دي.



زوکړه،وړوکوالى،کوچنيوالى،ځواني،پوخ منګ (ادهړ عمري)،سپين ږيرتيا او بيا مړينه،وګړنى ژوند پور لوړ ليکل شوو اوو پړاونو (مرحلو) وېشل شوى دى.


د ټولو وګړو په يوه خوله او سلا دا ونيا ده چې د وګړني (انساني) ژوند تر ټولو ښکلى او خوږه برخه،تر ټولو ښکلى او تر ټولو ښه مهال، د هغه ځواني ده…… او دا راته څرګنده ده چې د ستر پالونکى ستر بندګانو په خپل ژوند کښې ټوله سترې کړنې (عظيم کارنامې) او وتلې کړنې،پنځونې (ايجادات)،سوبمنۍ (فتوحات)،غورځنګونه (تحريکات)،ليکنې (تصانيف)،روونه (نظريات) پنځونه (تخليقات) او مينه او لېوالتيا (عشق و محبت) په دغه ښکلي او په زړه پورې خو په لنډ (مختصر) پېر (دور) کښې سر ته رسه ولى دى.


مونږ چې د مځکې پور سر تېر کړکېښ (تاريخ) ته په ځيرو وګورو،نو په څرګنده توګه دا راته جوته سي چې په روشتيا کښې د سترو وګړو لوړ ليکل سوي سترې کړنې د هغوى د ځوانۍ په پېر کښې پېل سوې او سر ته رسېدلې دي.


لکه:


سوکرات،بوکرات،اپلاتون،ارستو،ابنې خلدون،ابنې روشد،البېروني،ايمام غزالي، هابس، لاک،روسو،نټشې،ملټين،کولمبس،نيوټن،سپنيسر،پيليپس،مارکوني،يوناني سکندر.


د خوداى نبيان (خد)……. سولتان مامد غوري،سولتان الاودين،شېرشاه سوري،خوشال خان بابا،ميروېس نيکه،اهمدشا ابدالي،جمالودين اوغان،پخرې اوغان غازي امانوله خان او باباى پښتون خان شهيد اودول سمد خان اڅکزى…… ليلا مجلون، شېرين پرهاد،روميو جيولټ،هيررانجا، سسي پنو،مومن خان شيرينو،موساخان ګولمکۍ، ادم خان دورخانۍ او داسې نور.


د وګړنې ژوند دغه پهار (موسم) دى، دا هغه مهال (وخت) دى،دا هغه پېر او پک (دور او زمانه) دى چې يو ځوان سړى مينه پالي.


پور يو چا مه ين (مين) کيږي. د پلي ژوند (عملي زندګۍ) پېلوي،کور جوړوي،دوستياني کولې، اوپالي، په خپل ژوند کښې،د پور مخ تللو لپاره هلې ځلې کوي.


لنډه دا چې په دى پېر (عهد) کښې سړى د خپل ژونده څخه ډېر خوند اخلي….خپل او د خپلوانو ژوند وورسمه وي او د سباوون لپاره کړن لاره ټاکي لنډه دا………….. زه د بابايې پښتون خبره که ووم.



د بابايې پښتون د ژوند پور پېښو او کړنو، د هغوى پور ويناوو او چلن (کردار) باندې زه رڼا نه اچوم ځکه چې په دې لړ کښې هغوى ډېر څه ليکلى دى او په دا تېرو کلونو کښې ډېرو ليکوالانو پور هغوى باندې ډېر کار کړى دى. پور هغه يه ډېر څه ليکلي دي او دا لړۍ پېل ده او پېل به وي.


نن زه د بابايې پښتون د شپږ اړخيز ژوند د يو اړخ يوازې يو هال لا پېښه وړاندې که وم،له هغه څخه پړده پورته کوم.


يو وتلى او ځانګړى وګړى،يو پوهـ (عالم و فاضل) سړى،يو اتل (نابيغه)، ديو غورځنګ (تحريک) د سروال او لارښود ژوند څرنګه وي،په هغه کښې څه څه کيږي او پېښږي،په هغه کښې کوم کوم پړاوونه (مراحل) راځي. په دې ټولو بشپړه ځان خبرول او څرګندول ډېر ګران او ستوخ کار دى،خو د پوهانو خلکو د لوست او کتو ليدوله (مطالعه موشاهېده) او ازمودو (تجروبه کار) ښاغلو لپاره د داسې خلکو پېژندل او ځان خبرول او پوهېدل ناشونى (ناممکن) هم نه دى.


بابايې پښتون پښت له پښته لا په نورو تورو کښې له پلار او نيکه څخه دلوى پلار زوى وو، شاندراه تېر (ماضي) او ټبرنى (خانداني) سترواله او لوړواله،په اوغان سرکارونو (حکومتونو) کښې لوړ لوړ ځايونه (عالى رتبې او عهدې) او د نوم و نښان څښتان وه.


يو نيکه يې د لومړي اوغان انګرېز نښتې (جنګ) (١٨٣٩نه تر ١٨٤٢) اتل (هيرو) وو، د خپلې سيمې واکول (حکمران) وو. ځکه دغه سيمه د هغه پور نامه ده اند (يانې) اودولا خان کلا (قلعه عبدالله خان) او اوس هم د دغه کهول او ټبر وګړي دلته اوسي بلکې د دې سيمې مخور دغه خلک دي.


يو نيکه يې د اهمدشاه ابدالي جرنېل وو. د هغوى څلى (قبر) اوس هم د کندهار په اوڅاره (مشهور) هديره کښې شته او خلک ورځي او په هغه ليکل سوي دي ګوليستان خان فاتح تورکيستان (ګوليستان خان د تورکيستان سوبمن).


د بابا يو نيکه د مېوند په نښته (افغان انګريز جنګ) کښې د سردار مامد ايوب خان غازي ښى لاس (دست راست) وو او په دغه نښته (جنګ)کښې پرنګيانو ته د مرګ ماته ورکړې وه چې په هغه کښې افغان فلورنس نايټينګل (پېغله ملاله) يو کړ کيښي (تاريخي) رول لوبولى وو.


د خپلې مړانې،پوهې،وړتيا او تپيي (قبيلوي) لوړتيا او سپېڅلتيا له مخې د ټول اڅکزي کام (قوم) سرداري د دوى په ټبر کښې راروانه وه خو د انګزيزي ښکېلاک (استعمار) او تېريو څخه د کرکې (نفرت) په لامل (سبب) د بابايې پښتون سپېڅلې او روڼ اندي (روشنفکر) پلار او پخپله بابا له دغه سردارۍ څخه په خپله خوښه (رضاکارانه طور پر) لاس واخيستى او دا ځاى (عهده) تر اوسه تش (خالي) ولاړ دى.


دا يوه داسې اسه (موضوع) او داسې سړى دى چې هر څو نه چې پور ليکې،ليکلى يه سواى او بيا به لا هم تنده وي. يو د کمال سړى يو هيښه (عجيب) سړى،يو پاک او سپېڅلى سړى او يو داسې سړى چې په خپل ځان کښې ټولګه (انجمن) دى. چا چې خپل ژوند،خپل غښت (سياست) لا اولسي خسمانه (قومي خدمت) د يوه پېيلي (منظم) او سره تړلي (مربوط) او د يوه ټاکلي کړن لارې لاندې تېر کړى وى…………… داسې ژوند،ژوندون او هڅې (جدوجهد) په کوم کښې چې ټبرني لوړواله (خانداني جاه و جلال) شتمني،کرکه خښم،ينګاو (تعصب) زور زياتى او مال و شتمني (دولت) او د سراښتيا او تمې (حرص ولالچ) پرته دغه اوږد او اغزن او د زغمه ډک (صبر ازما) د ژوند يون (سفر زندګي) او د ژوندون هاند (مبارزه اور جدوجهد) په يکړ سر په هاږ و نياز (اخلاص) په ښه زن (نېک نيتي) راستۍ،پاک بازۍ او سپېڅلتيا، زغم (صبروبرداشت) روغه (امن) جوړه او سوله (صلح جوکي) منځلارې (ميانه روي) او پښتو،پښتونواله ( افغانيت ) ايسلام او سړي توب (انسانيت) په زرينو ارونو (زر ين اصولو) باندې ايښى. د پښتو او پښتانه او د پښتونخوا دوسيه (مقدمه) په يوه داسې استازي واله (پېغمبرانه) ډول و نړۍ ته ور وړاندې کړې او وجنګېدې چې دوستان او دوښمنان لا د ده پور خوا او د ده غچ او انګټ (موافق و مخالف) وورته ګوته په غاښ سوه.


او زما ټينګ باور او ګروه (عقيده وايمان) ده چې يو وخت او مهال به داسې راځي چې په لر وبر کې به يوازې او يوازې د بابايې پښتون غوندې نوراني سړي او د روونو (افکار) څخه رڼا او ګټو څخه خلک د مراد پړاو (منزل مراد) ته رسيږي او ګټې به تړې اخلي.


له دې اوږده پېل وروسته راځم آر (اصلي) خبرې ته……………. خو له دې وروسته هرڅه چې به وايم هعغه به د يوه بل ستر وګړي چې د ليک نوم (قلمي نام) يه پښتون زوى (فرزند پښتون) دى. له خولې بې ليکم.


هغوى وايي:


په دې سيمه کې کومې ته چې موږ ايل (محکوم) پښتونخوا وايو او له دې پرته په بلوڅي سيمه کښې…….. موږ او تاسې چې کومه لږو ډېر وګړنې ژوند ( انساني زندګي) وينو.


واګيځ پام وسنجښ ( سياسي فکر وسوچ) وينو، د هغه له پاره که يو ږغ اورو…….. دا يه په سوکه (اساني سى) توګه يو چا دغو خلکو ته نه دې وورکړى.


دا ټوله ځينو بېخي،مېړنو،پوهـ (عالم) زړه ورو،سړيپاله (انسان دوست) او د سرتېرو وګړو د پېوست او پرله پسې زيار،هلو ځلو،هڅو او سرښندونو (قربانيو) په بيه دې سيمې او خلکو ته په لاس ورغلي دي.


په دې سيمې،سوهلي اېل پښتونخوا او د دې سره په بلوچستان کښې د دې بنسټ او تاداو (بنياد) ايښوونکى (باني) سالار او سروال (سرغنه) بابايې پښتون خان شهيد اودول سمد خان دى. زمونږ لپاره زمونږ د وړوکو (بچو) لپاره او د دې سيمې د هر وګړي لپاره د يوه ښه سباوون (مستقبل) او پور دې خاوره باندې مېشت د خوار اولس د يو والي (برابرۍ) خوشالۍ او ابادۍ او د خپلواکۍ لپاره زمونږ دغه ګران لارښود د خپل ژوند تر ټولو ګرانبهاشي (څيز)……… لوږې،خواريو،ستونزو او پرله پسې او پېوسته بندونو (جيلونو) ته ورکړې دغه بهاګور (قيمتي) څيز (شى) چيشى دى؟ دغه ګرانبها څيز ……… ځواني ده.


تاسو ټوله ځوانان ياست،تاسو ښه پوهېدلى سۍ چې ځواني څنګه وي؟ د ځوانۍ باړونه او تلوسې (خواهشات)څه وي؟ د ځوانۍ غوښتنې او ارمانونه څه وي؟……………….. دا ځواني…………. د خپل اولس (قوم) د برابرۍ،خوشالۍ او خپلواکۍ لپاره،خواريو له سپارل،دلوږې او ستونزو او کړاوونه ته سپارل د بند (جېل) و توروکوټو (تاريک کوټهړيو) ته وورکول او خپل ارمانونه تر پښو لاندې که ول. د هر چا په وس نه ده،دا د هر چا په واک نه ده.


دا د هغو خلکو او وګړو کار دى چې ډېر ژور پام او سنجيي،پوهي او خبرتيا (اګهي) او چته وګړپالنه (انسان دوستي) بېخي ټينګه ګروه او باور (پخته عقيده او ايمان) بيخي ټينګ هوډ (عزم) او زن او تکل (اراده) او د دې ټولو سره سره د خپل هېواد او اولس (قوم) سره زښته پاکه د ماتې وتلې (ناقابل شيکشت) او سپېڅلې مينه لري.


نن موږ چې په ښارونو کښې په دې پښتانه او بلوڅو سيمو کښې تاو کړې بريتونه او جګې غاړې نيولى په اوچت سر ګرزو راګرزو او پور خپل پلرونو او نيکه ګانو باندې وياړ (فخر) کولو د هېواد پور ښووښاديو (نعمتونو) ناست يو…………….هېواد پاله (وطن دوست،قوم پرست) خلکو ته بدورد اوايو………….. دا هغه مهال چې موږ ټوله بره يان وو،هيڅ ډه ول خپلواکي هيچا نه درلوده…… د پيرنګي جوپړکيان،ګوډاګيان (ايجنټ) دروهيان (غداران)……………… د داسې هېواد پاله خلکو لکه……..بابايې پښتون خان شهيد زښته زيات دوښمنان او هېواد پلورونکي (وطن فروشان) وه.


هغه مهال هم کله چې هېواد پاله خلکو د خپل هېواد او اولس (قوم) لپاره خپلواکي او واک (اختيار) اخيستلو په تورونو (الزامات) ستونزو او کړاوونو بوخت وو…….. دغه خلک د هېواد پور ښو او ښاديو (نعمتو) باندې يه ګوډى ماتې کړې وې او چړچې (عېش و عشرت) يه کولې او انګريزي ښکېلاک (استعمار) چې هغه وخت (مهال) د نړۍ د ټولو زلنده (جابير) زوروالو او وګړ دوښمنانو (انسان دوښمن) سرخېلان وو لاسپوڅي او ملګري يه وو. نن هم د هېواد پورښې او ښاديو يه لاس راګرزولې زمونږ د دې نوي بادارانو ملګري دي ځکه………….. د ابادۍ د پاره،د خوشالۍ د پاره، د ودې او پور مختيا د پاره (تعمير و ترقي)، د خپلواکۍ لپاره زښت زيات اړين (ضروري) دى چې د بابايې پښتون پور پله (نقش قدم) ولاړ سو چې د تل لپاره د خپل سر او مال خلاسون وموندو او د ځوانانو بهاګوري (قيمتي) ځوانۍ او وس او توان وژغورو او د خپلواکۍ ژغورنه وکو.


پروپېسر اودول غني خان غنو (کوېټه نومبر ٢٠١١)