کور / سياسي / د خان شهيد لوړ فکرونه او بې ساري مبارزه

د خان شهيد لوړ فکرونه او بې ساري مبارزه


د پښتونخوا وطن او د برصغير (پاک و هند) د آزادۍ سالار، په محکوم وطن کي د جديد نېشنلزم مخکښه، د نن څخه ۷۳ کال مخکي د جنوبي پښتونخوا په دې پاته سيمه کي د صحافت بنسټ ايښودونکی او په پاکستان کي اولنۍ ځل د وېشل سوي پښتون قام د يوه وحدت ”يا صوبې“ لاندي راوستلو اولنی مؤسس او نظريه ساز، د خان شهيد عبدالصمدخان اڅکزی (۷ جولائي ۱۹۰۷ء تر دسمبر ۱۹۷۳ء) ۳۸م تلين، نن په ډېره مينه او درناوی په داسي کړکېچن چاپېريال کي لمانځل کېږي، چي په هغه کي پښتون افغان قام د خپل تاريخ په اوږدو کي د بدترينه ټولنيز او سياسي مسائلو سره مخامخ دی، د نن څخه ۳۸ کال مخکي هغه د (۲م او ۳م) دسمبر په ميانځنۍ شپه کي د بم د غورځولو په نتيجه کي په شهادت ورسېدی.




د خان شهيد د ۳۸م تلين په مناسبت انځوريز البم له دې ځايه وګورئ


ويل کېږي چي په نړۍ کي دوه شيان پاته کېږي، يو: دانش او بل اخلاص، او زه چي هر کله د خان شهيد د ژوند مطالعه کوم نو يوې خواته زما زړه ته د دې خبري صداقت لوېږي، او بل خواته مي په دې نتيجه رسوي چي رښتيا هم د خان شهيد ټوله ژوند د دانش او اخلاص د مرکب څخه راوتلی او کوټلې مبارزه او د تحريک دپاره تل پاته نوم دی.



کله چي قومونه د خپل داخلي او خارجي اسبابو د جبر له مخي ضيعفه او کمزوره پاته سي نو هغه بيا د خپل معروضي چاپېريال په رڼا کي د خپل لارښود د فکر او د مبارزې د فلسفې خواته مخ کوي، راسئ چي نن د خپل ستر لارښود د لوړ فکر او بې ساري مبارزې ته رجوع وکړو، نن د خپل سياسي و ټولنيز تړون ته د بيا کتلو ورځ ده، په خاصه توګه د سياسي کارکونانو لپاره د بيا کتني ورځ. چي موږ په ځانګړي توګه تنقيدي او شعوري جاج واخلو، سياسي کارکونانو ته په خاصه توګه په دې خبره غور کول په کار دي چي ”زه چشي يم؟“ نه، بلکې (ماته ځان څرنګه جوړول په کار دی؟) په سائنسي اصول بايد خپل د ټولنيز او سياسي تړون بنياد کښېږدو.


زه نن د خان شهيد د ۳۸م تلين په مناسب د هغه څو ټاکلي فکرونه او مبارزه د هغه په الفاظو کي وړاندي کوم.


په ټولنه کي خلک اوسي او لکه چي ښکاره خبره ده، ټولنه وي هم د خلکو د هستوګني ځای زياتره خلک په ټولنه کي خالي هستوګنه کوي ليکن په دې کي صرف يو څه خلک د ټولني د ښېګړي او ودې لپاره تفکر او مبارزه کوي، او په يوه ټوله کي د ګوتو په شمېر د يو څو خلکو دا وياړ په برخه سي چي هغه د خپلي ټولني د بيا جوړوني او رغوني اوچته فريضه ترسره کړي، څرنګه چي ټولنيز پوهانو داسي خلکو ته نظريه ساز او تاريخ ساز ويلي دي قدرت د داسي خلکو د کوچنيوالي څخه د هغو د ټولنيز نظريې (Social Theory) تعين کوي، خان شهيد هم په داسي خلکو کي يو وو، په ډېر وړوکوالی چي هغه لا د لومړی زده کړي لوست يې کول، د هغه د ټولنيز نظريې بنسټ يې کښېښودل سو، د خپل دغه ټولنيز نظريې د جوړښت په هکله خان شهيد په خپل ژوند ليک (Atou-Bio graphy) کي ليکي چي:


”دوو شيانو زما پر ژوند ډېر بريد وکړ، يو خو د ښاغلي علامه اقبال (دکوچنيانو دعا) چي سر يې دا وو“.






      Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet. لب په آتی هې عا بن کې تمنا ميری
      زندګی شمع کی صورت هو خدايا ميری



نن مي خولې لره راغلې د وړوکي زړګي څله
خدايه داسي ژوندون راکړې لکه وي چي شمه بله


دا سندره مي ياد کړې وه، او تر ډېرو کلو به مي د ورځي يو دوه واره خامخا ويله او د دې لپاره مي ويله چي په ژوند کي دغه مقصد پوره کړم بل شی مي ياد نه دی چي د چا (ليکلی) وو، د اووم ټولګي د کتاب څخه استاد املاء راته ويله، (واضح دي وي چي خان شهيد په دا شپو کي د څلورم ټولګي زده کوونکی وو، خو د هغه د ذهانت له کبله استادانو کله کله په اووم ټولګي کي کښېناوه). چي يو ځای پکښې دا ډول وو.


”نامی سپيکر هونې کې ليې نيک چلن هونا ايسا ضروری هې جيسا آئينې کې ليې صفائی“


”زما يقين دی چي که دا دوه بره شيان زما مخ ته نه وای راغلي زه هر څه چي وای خو دا به نه وای چي اوس يم“.


د قول د پابندۍ په هلکه خان شهيد په خپل سوانح عمري کي ليکلي چي:


”ما هغه وخت هم لکه چي د خپل ديني زده کړي له مخي د بول (وعده) پوره کول ديني (فرض) او د سړيتوب نخښه بلله، او اوس يې هم ګڼم، زما په فکر که د نړۍ څخه يا د سړي د ژونده د بول (وعده) پوره کول و وزي، نو نه خو د نړۍ ژوند چلېدلای سي او نه د سړي ژوند د سړي پاتېږي، د ځيناور (ژوند) به وي، ماتل يوازي قول د بل سړي سره نه ګڼه، د ځان سره د خدای پاک سره قول هم ما قول ګڼلی دی او هم يې ګڼم“.


د خپل هدف او لار ټاکلو پس د هر ډول مشکلاتو مقابله کولو، خپل منزل ته په ثابت قدمۍ او مستقل مزاجي روان تګ په هکله د خان شهيد دا قول د سياسي کارکونانو لپاره ”رهنما اصول“ نه دی؟ خان شهيد ليکي چي:


”په ژوند کي مي يو وار يو کار نيولی يا مي يوه لار خوښه کړې ده، بيا مي ډېر کمه پرېښې يا بدله کړې ده، چپ له هغه وخت چي خپله يې په تاوان پوهـ سوی يم يا بل په پوهـ کړی يم، که نور نه وي د چا د بيري، د چا د شرمه، د چا هيلي يا د ځان د آسانۍ لپاره خو مي ګرسره نه د بدله کړې“.


په خپل رښتوني ورځ صرف د رښتيا خلکو يقين وي، او پر ټولنيز مبارزې نه ماتېدونکي ايمان هم داسي خلک لري، تش په نامه عدالتونه او د وخت د فرعونانو ظلمونه هم داسي خلک زغملای سي د نړۍ هيڅ يو قوت د دی لار نه سي نيولای، دا خلک د خپل ځان دپاره د هيڅ قسمه غوښتنه نه لري، صرف او صرف د خپل قام او انسانيت د ښېګړي او ودي لپاره مبارزه کوي خان شهيد هم د داسي نوموړي انسانانو څخه وو، د قرآن مجيد څخه د رهنمائي اخستلو په هکله خان شهيد يو د ايمانه ډکه او د فکر په زرو درنه يوه واقعه بيانوي.


”د خدای کتاب مي هغه وخت هم داسي لوست لکه خپله ماته چي رالېږل سوی وي، او اوس يې هم دا ډول لولم، چي ډېر مي په ښه راځي، او د ډېره کړاوه په بچ يم، تردې چي دا ځل هم د مارشالا د محکمو د څه جرمه پرته څوارلس کاله بندي کړم، او د سرکاري ګوايانو او نوکرانو درواغونه مي واورېدل او په ځينو اخبارو کي مي د سرکار سپکه پروپګېنده ولوستله، نومي هغه وخت زړه ډېر بد سو،خو چي جېل ته ورسېدم او د ماځديګر پر لمانحه ودرېدم په لومړي رکعت کي مي خولې له د پيل سورة (سورة الفيل) راغی، چي خدای پاک وايي: (څه تا ونه ليدل چي ستا ساتونکی د پيل په خاوندانو څه وکړل؟ څه د دوی چل يې ورک نه کئ، او پر دی يې د ابابيل بلا راولېږله چي دوی يې په دوزخي (تودو) دانو و ويشتل، او د پو کولو وښو په شان يې کړه) دا لوست وو، او زړه مي بې غمه سو او تر ننه چي دا توري ليکمه بې غمه يم، او باور مي دی چي د خبري پای به ښه خېږي“.


نن سبا خو ملک کي د نوو صوبو جوړولو خبره تر ډېره حده کمه سوې ده، ليکن د نوو صوبو په جوړولو په دې ښور ماښور کي موږ پښتنو ته کم از کم دا خبره معلومه سوه، چي اوس په پاکستان کي د يوې نوي صوبې د جوړولو خبره کول ګناه کبيره پاته نسوه، ولي چي د نن څخه ٦۰ کاله مخکي د نوي صوبې جوړول په خاصه توګه په پاکستان کي يو ځای مېښته ليکن په انتظامي توګه سره ټوټې، ټوټې پښتانه د يوه صوبايي وحدت لاندي راوستلو خبره بدترينه جرم وو، او خان شهيد د پاکستان د جوړېدو پس په همدغه جرم کي خپل د ژوند يو ډېره بهترينه او قيمتي برخه په زندانونو کي تېره کړله، ليکن نن دا خبره جرم خو لا پرېږده، زما په خيال د پاکستان د بچاولو يوازنۍ لار هم ده، احمد فراز هم د داسي عظيم شخصياتو د لازوال دانش او مبارزې ته په خپل يو شعر کي اشاره کړې ده:





آج هم دار په کهيچنې ګئې جن باتوڼ پر
کيا عجب کل وه زمانې کو نصابوڼ ميڼ مليڼ


او دا يو سائنسي تاريخي حقيقت هم پاته سوی دی چي تاريخ کوم عظيم خلکو ته د هغه په ټولنيز نظرياتو او مبارزې په وجه دار ته خېژولي دي مخ ته بيا د هغه نظريات او مبارزه د ټولني د نصاب برخه پاته سي، په دې ترڅ کي د خان شهيد سره هم تاريخ دغه لوبه وکړه، د نوي صوبې جوړولو په ترڅ کي د نن څخه ٦۰ کاله مخکي د خان شهيد په هکله سرکاري پاليسي وګورئ د خان شهيد په الفاظو کي:


”د هغه وخت څخه (يعني د پاکستان د جوړېدو لا مخکي) سرکاري خلکو، پوليسو، سی، آئی، ډی، مخبرانو او جاسوسانو دا خوی نيولي دي، چي په ما پسې سترګه وړي، او ځکه چي څه رښتيا تاوان په ما کي نه ويني نو راپسې درواغونه وايي، لکه د پښتونستان پلمه وي او کله د افغانستان“.


او اوس د پښتونسان د صوبې دجوړښت په هلکه د خان شهيد دغه تاريخي الفاظو ولوستو،


”که څه هم دوی (مقتدر قوتونه) په دې ښه خبر دي او پوهېږي چي په پاکستان کي دننه د پښتونستان په نامه يو صوبه جوړول يا غوښتل نه بد کار دی او نه څه ناروا (فعل) يا جرم دی، دا خو يو تاريخي ضرورت (Histroical Urge) دی، که نن وي که سبا جوړېږي به“.


د پاکستان اسټيبليښمنټ د يو يونيورسټۍ په شان په سياستدانان کي يو سرټيفيکېټ د همېشه څخه وېشي، او ډېر زيات يې ويشي، هغه د ”غدارۍ“ او ”حب الوطنۍ“ سرټيفيکېټ، د اسټيبليښمنټ په ډېرو لويو پاليسيو کي يوه پاليسي دغه هم پاته سوې ده، او د رياست نوري ادارې هم په سپينه ورځ يې ملګرتيا کوي، د ”غدارۍ“ او ”حب الوطنۍ“ سرټيفيکېټ وېښلو ”اتارټي“ پر مخ د خان شهيد دغه دليل يوه څاپېړه نه ده؟ خان شهيد ليکي:


”زما تېر ژوند د دوی (سرکار) په مخ کي دیو که ما خپل هيواد خرڅولای نو ښه او غټ (طاقتور) ګيراک (ګاهک) خو انګرېز وو چي په دې نن حکمرانانو او مشرانو کي زياتره هغو ساتلي او پاللي خلک دي، چي موږ د انګرېز سره د هيواد د خپل واکۍ جنګ کاوی په دوی کي زياتره د انګرېز څخه پيسې او تنخوا ګاني اخستلې، او د هغه چوپړ يې واهه، که ما خپل هيواد خرڅولای نو انګرېز دوی ساتل او پالل زه بې هم ساتلی او پاللی وای“.


د خان شهيد د ۳۸م تلين په ورځ که چيري د هغه د (عظيمي مور) ذکر ونه کړم، نو دا به بې انصافي وي، شايد داسي لوی مندي داسي لوی بچيان په خپل غېږ کي لويوي، چي هغه د خپل قام او انسانيت لپاره خپل ټول ژوند وقف کړي، د دې ستري مور د ستر زوی د بې سارۍ مبارزې دغه واقعه زړه لړزېدونکي ده، خان شهيد وايي:


”د پاکستان د جوړېدو پس چي زه په کور کي بند وم او بيا ناڅاپه په اګست ۱۹۴۸ کي جيل له روان کړم، چي زه څه وخت خدای پاماني (لپاره خپل مور) له ورغلم، نو د شپږو اويا کالو دې بهادري پښتنې راته ويل: زويه پر خدای سپارم، که څه هم باور مي دی چي زما نو اوس ډېر ژوند پاته نه دی، چي ته راځې زه به نه يم، او زه به دي بيا ونه وينم، خو دا د کور بند ماته څه زنانه غوندي کار ښکاري، تردې جېل ښه دی“ بيا يې شکل کړم او زه ورځني ولاړم.


مخته خان شهيد د خپل مور د مرګ په هکله وايي چي:


”او رښتيا مو بيا نه سره وليدل، زه په مچ جېل کي وم، چي دا ميړه مخه پښتنه په کال ۱۹۴۸ء کي مړه سوله، د مرګ په وخت يې زما خپلوانو د سرکاره زما لپاره په پيرول د خوشي کېدو غوښتنه يې کړې وه، چي څه ناولده خبره نه وه ډېرو بنديانو ته ورکول کېده، او اوس هم ورکول کېږي، خو خپل مسلمان سرکار رانه کړل، چي تر ننه د کورنۍ د ډېرو خلکو د زړه داغ دی“.


او په آخر کي د خان شهيد د لاهور هغه مشهوره عدالتي بيان (۲۵م اکتوبر ۱۹۵٦ء) آخريني الفاظ دلته د ياداښت په توګه راوړم، چي يقيناً د ابديت د نه ورکېدلو رڼاوو څخه قدرت خان شهيد ته په برخه کړې وه، د دې نابغه روزګار دا ځلانده قول و واياست چي د انسان زړه او دماغ د اخلاص او د دانش په تاثير خوږوي.


”ما د ژوند ښه برخه په برطانوي او مسلم ليګي جېلو کي تېر کړی دی، چي يو انسان يې هم په خوشحالي نسي زغملای، که زما مقصد نېک دی، نو د دې لپاره به زما مبارزه خامخا ګټه راوړي، که خدای کول نو د وخت فيصله به زما په حق کي وي، نېک مقصد ډېر لږ د نفرو د کمۍ په سبب ناکامه کېږي، که چيري زه په دې نړۍ کي نه هم وم، نو بيا به هم دا بيرغ د پورته کولو لپاره نور خلک پيدا کېږي، د ژوند کاروان همېشه دغسي روان وي“.


لازمه ګڼم چي دلته د مضمون په آخر کي په خاصه توګه سياسي کارکونانو ته يو ګزارشت کوم چي نن د خان شهيد د ۳۸ تلين په ورځ بايد موږ د خپل ذات ځانګړي تنقيدي او شعوري جاج واخلو د خان شهيد پر فکرونو او مبارزې عمل کول هغه ته د عقيدت سره ګلونه وړاندي کول دي نور هيڅ شی معنا نه لري ولي چي په سائنټفيک سياست کي صرف تلين يا کليزه په روايتي توګه لمانځل خپل ستر لارښود ته د عقيدت وړاندي کولو څه لازمي او صحي لار نه ده بلکې د هغه پر فکر او مبارزې عمل کول د سائينسي سياست غوښتنه ده.