کور / راپور / دپښتون خوځښت غړو د عبدالبارې جهانې سره ,ولیدل- راپور

دپښتون خوځښت غړو د عبدالبارې جهانې سره ,ولیدل- راپور

لنډیز:


چهار شنبه، د اکتوبر ۲۶ – پښتون خوځښت د ځپل شوې هېواد او ځپل شوې ولس له ستر مشر، شاعر او اديب عبدالبارې جهانې سره په کابل کې ليدنه وکړه، د پښتون خوځښت د مرکزې کميټې غړو د پښتون خوځښت پر ماهيت، کړنو، او راتلونکې فعالیتونو خبرې وکړې، د افغانستان او د سيمې پر ځينې اساسې سیاسې او ټولنیزو فکتورنو يي د ښاغلې عبدالبارې جهانې د نظر او مشورې غوښتنکې شول. ښاغلې عبدالبارې جهانې د پښتون خوځښت د غړو سره په ليدو خوښې وښوده، د باثباته افغانستان دپاره د افغانانو د يووالې غوښتنه او سپارښتنه وکړه. د افغانستان ټول قومونه يي وړونه وګڼل، په یو کور ګې ګډ اوسيدل، افغانيت، شريکه عقيده يي د واحد ملت اساسې ستنې دې، پښتون او افغان یو دی، او د نورو قومونو پر افغانیت يي ټينګار وکړ. پښتون خوځښت يي د هېواد لومړیو مسايلو ته راوبله د ملت مهمې ستونزې ېې  د پښتون خوځښت لومړیتوبونه وګڼل. غونډه د چهار شنبې په ورځ د ۱۱ څخه شروع او پر۳۰۰ بجو ختمه شوه.


تفصيل:


د اکتوبر پر ۲۶ د پښتون خوځښت د مرکزې کميټې غړو د ځپل شوې هيواد د دروند مشر شاعر او ادیب عبدالبارې جهاني سره په کابل کې د ليدنې کتنې په پلمه غونډه وکړه. د پښتون خوځښت غړود خوځښت د فعاليتونه او معلوم هدفونه د عبدالبارې جهانې سره شريک کړل.  په سېمه کې د سولې غوښتنه، ملت ژغورنې، ملت جوړونې،د افغانې او اسلامې ارزښتونو دفاع او ساتنه يي خپل د لومړیتوبونو په توګه وړاندې کړل، د یوملت جوړونه،  یو ملې هويت، یو سپيڅلې عقیده يي ټینګار وکړ، او هغه تعریفونه چې د خوځښت د هدفونو دپاره جوړ شوې وه، د یو بنسټليک په شکل کې وړاندې کړل.


ښاغلې عبدالبارې جهانې  خوښې وښوده، يووالې يي د ټولو افغانانو د ثبات اساسې رکن وباله، په افغانستان کې د سیاسې ګوندونو پس منظر وړاندې کړ، پښتون خوځښت يي یوازنې هېله او دملت دژغورنې څرک وباله  د خوځښت د ودې و فعالیت دپاره يي لازم تدبیرونه وړاندې کړل. د ښاغلې جهانې یادونې او سپارښتنې لاندې ټکې په بر کي ونیول.


ملې هویت: خپل ملي هويت ساتل تر ټولو ملې ارزښتونو لوړ وګڼئ، د ملي هويت په ساتلو کي دافغانستان تاريخي، سياسي جغرافياوي او كولتوري موجوديت ژوندى کیدنه اوساتنه ستاسو شرط دی. پښتون افغان دی او هر قوم چې پدې قلمرو کې اوسې افغان دئ.


واحد ملت: د ملت جوړونې  اساسې ستنې شریکه عقيده،ملې هویت، ملې ګټې، ټولنیز عدالت، واحد دولتي نظام ،واحده جغرافیا او تاريخ وګڼئ او همدا راز په افغانستان کې د قومونو تر منځ پر مشترکو احساساتو او شریکو عواطفو باندې ټینګار کول ستاسې دنده ده.


یووالی: هر څوک چې تاسو په ډلو، ټپلو ويشې، او یا د غلجې ، درانې په نومونو ټولنې جوړوې، ستاسو دښمنان دې، هيڅ یو نفاق اچونکی خپل په منځ کي مه پريږدئ، هغه ستاسو زوال، ستاسو بربادې ده. پر ټول ملت ږغ وکړی، او هېواد ژغورنې ته يي راوبلئ.
لومړیتوبونه: دهيواد مهم مسايلو ته لومړیتوب ورکړئ، د پښتون اولس د دردونو دوا کولو ته لومړیتوب ورکړئ، د افغانستان بل هیڅ قام ته د تاوان رسول او یا له نورو قومونو سره مخالفت او دښمني مه کوئ نه په نظرکی او نه په عمل کی داسی ګام واخلی چی د افغانستان د بل قوم په تاوان وي.هغه کسان چی ستاسی په مخ کی خنډونه اچوي او ستاسی د ناکامولو او یا له منځه وړلو لپاره دسیسې کوي ، هغوی له خپلو اولسونو سره هم دوستي نه لري. د وژنې دپای ته رسولې دپاره کار وکړئ،واحد، پرمختللی او خپلواک افغانستان وغواړئ  د هېواد بشپړه جغرافيې او وروته مسايلو ته ځانونه چمتوکړئ.


  د ښاغلې عبدالبارې جهانې سره مل ملګرو ښاغلی  حاجي امين باورې او ښاغلي حاجي حکمت الله حکمت هم په یادو مسایل مشوره خوځښت ته ورکړل، او د پښتون خوځښت په ليدو يي خوښی وښوده، پښتنو ځوانانو ته يي په  دې هلو ځلو کې د زغم، استقامت او حوصلې غوښتنه وکړه. 


په پوره پښتنې مينه:
موږ ژوند ته پريږدئ
زموږ سره د يو ځای کيدو دپاره، موږ ته ايميل وکړئ.
pashtonistan@yahoo.com