٢٠٠٨مارچ ٢٤
د هلمند چاوراکي وايې چي ددغه ولايت په څلورو ولسواليو او مرکز لښکرګاه کي يې تر دا مهاله شپږ زره هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده .
ويل کيږي په نوموړي ولايت کي د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره کار کوي د چارواکو په خبره سږکال په هلمند کي سل زره هکتاره کوکنار کرل سوي دي .
افغان چارواکي وايې چي د هلمند ولايت په مرکز لښکر ګاه او څلورو ولسواليو نادعلي ، مارجې ، ناوې او ګرشک يې له دوو مياشتو را په دېخوا د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاينونه روان دي او تر اوسه له داسي ستونزي سره نه دي مخامخ سوي چي د کار په وړاندي يې خنډ را منځ ته کړي .
د نشيې توکو پر وړاندي د مبارزې رئيس انجنير عبدالمنان ددوشنبې په ورځ آريانا ټلوېزيون ته وويل چي په هلمند کي دوه کمپاينونه چي يو د کابل څخه راغلى او بل خپله د هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ لخوا دى په فعاليت بوخت دي او تر اوسه يې شپږ زره او پنځه سوه (٦٥٠٠) هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده .
نوموړي وويل چي سږکال په هلمند کي نژدې سل زره هکتاره کوکنار کرل سوي او بهرني ځواکونه يې له دوئ سره په له منځه وړلو کي مرسته نه کوي .
کارپوهان په دې باور دي چي هلمند مېشت برټانوي ځواکونه او افغان خپلسري قوماندانان د نشيې توکو په قاچاق کي لاس لري نو ځکه د نشيې توکو کچه کال په کال لوړېږي ، خو ځايې چارواکي وايې چي که هرڅوک د نشيې توکو د قاچاق په تور ونيول سي نو د قانون منګولو ته به وسپارل سي .
تيرکال هم په دغه ولايت کي په سلګونو زره هکتاره کوکنار کرل سوي وه چي افغانستان ته يې د نشيې توکو په توليد کي لومړى مقام خپل کړ .