برهان الدین رباني چې ایران کې د اسلامی ویښتیا کنفرانس کې له ګډون روسته ، د روان کال د سیپټمبر په ۱۸ مه د پلازمېنې کابل په وزیر اکبرخان کې ووژل شو ، په حقیقت کې د نظارشورا او جمعیت سمتي ، سیاسي او معنوي سرلار او پلارګڼل کیږی . د رباني په مرګ ، نوموړو ډلو خپل داسې یو څوک له لاسه ورکړ چې بیا میندل يي ورته ناشوني او یتیم توب به يي تلپاتې وي .
رباني په ۱۹۴۰ کال د بدخشان په فیض اباد کې زیږیدلی و . په خټه تاجک او لومړنۍ زده کړې يي په خپل کلي ، منځنۍ او لوړې زده کړې يي په کابل کې ترسره کړی وې . ماسټري يي د مصر د الاظهر پوهنتون څخه اخیستې او روسته بیا افغانستان ته راستون شوی . کابل ته له رسیدو روسته يي د سیکولر سیاستونو او سمونونو سره چې ټولواک محمد ظاهرشا يي پليتوب غوښته ، کلک مخالفت څرګند کړ .
په همدې موخه یانې د سیکولریزم یا په مذهب د نه ولاړ سیاست په وړاندې يي په ۱۹۷۱ کال ، د اسلامي جمعيت بنسټ کېښود او د غلام محمد نیازي روسته په دغه ګوند کې دوهم کس وګڼل شو . د نیازي له مرګ روسته د ژوند تر پايه د دغه ګوند مشر پاتې شو. وروسته له هغه چې سردار محمد داودخان په افغانستان کې د واک په ګدی کېناست، برهان الدين رباني پاکستان ته وتښتید او د هغه وخت افغان حکومت پر وړاندې يې جګړه راپيل کړه. نوموړی هغه مهال وکولای شول چې خپل ګوند د پاکستان له لارې په وسلو او پيسو ښه سمبال کړي .
ربانې د نظارشورا او جمعیت یو داسې مشر و چې یو خوا يي ستمیانو او د هیواد په شمال کې د سیکټاریستو ډلو سره په ګڼو فعالیتونو کې برخه درلوده او په دوی کې يي د پیوستون سا پوکوله او بلخوا يي په توندو مذهبي اندیښنو سره په افغانستان او سیمه کې د سخت دریځه مذهبي پلویانو سره د پان اسلامیزم ناره توده ساتله . نوموړي د سیکټاریزم په جبهه کې د روسيي ، ایران او نورو ملاتړ ته سترګې نیولې وي او د پان اسلامیزم په جبهه کې بیا د پاکستان او نړۍ د عرب او عجم د مذهبي سخت دریځو له ملاتړ برخمن و .
ده له مرګه یوازې څو ورځې مخکې په ایران کې چې هلته د اسلامي ویښتیا په نوم کنفرانس کې د ګډون لپاره تللی و ، د کنفرانس ویاند ته وویل : « دكتر ولايتي را به عنوان دبير اين همايش مورد خطاب قرار داد و افزود : اميدواريم دبيرخانهاي براي مشورت در مسائل اسلامي و مشكلات جامعهي اسلامي ايجاد شود تا به تمام جنبشها مشورت دهند. له Fars News Agency څخه»
همدارنګه رباني د ژوند تر روستیو ورځو پورې پاکستان کې هم د مذهبي سخت دریځو سره خپلې اړیکې خورا تودې وساتلې . په دې اړه له رسنيو سره په خبرو کې قاضي حسين احمد وايي « ده په لومړي ځل په ١٩٧٠ کال کې له برهان الدين رباني او د کابل پوهنتون له دوو شاگرانو سره وکتل او هغه وخت ښاغلى رباني تر شپږو مياشتو پورې د ده ميلمه و . حسين احمد له دې رازه هم پرده پورته کړه چې د هغه وخت پاکستاني لومړي وزير ذالفقار علي بوټو برهان الدين رباني سره وکتل او ده ته يې پناه ورکړه چې پاکستان کې واوسيږي او د داود خان د حکومت پر ضد فعاليت وکړي .
د پاکستان د جماعت اسلامي گوند مشر زیاتوي ، روستيو څو ورځو کې نوموړي بيا له برهان الدين رباني سره کتلي و او دا يې سره ويلي وو چې د ده په وينا په افغانستان کې بايد د امريکايي يرغل د پاى لپاره لار وموندل شي او له پاکستان سره اړيکي خوږې شي .
قاضي حسين احمد د برهان الدين رباني له خولې دا هم وايي چې افغانستان د پاکستان پر ضد او له هند سره ملگرتيا نه شي کولاى او نه به هند کله دې ته پريږدي چې د پاکستان پرضد کوم گام واخلي . تاند »
خو اوس چې رباني نور د سیمې د مذهبي سخت دریځو او په افغانستان کې د نظارشورا او جمعیت په منځ کې نشته ، نشتون يي په هیواد کې دې ډلو لپاره یوه لویه تشه ګڼل کیږي . د رباني له مرګه روسته به دا ډلې خپل منځ کې د مشرتوب لپاره یو بل پسې چاکوګان باسي او وزلوبه به چې لا پخوا پيل شوې نوره هم د نندارې وړ وګرځي .
نن سبا جمعیت او نظار شورا ، څلور یا پنځه ټوټې شوېده . د رباني له مرګه څو اوونۍ روسته د هغه زوم ضیا مسعود ، د هزاره ګانو د یوې توند لارې ډلې د مشر محقق او همدارنګه د ازبکو د یوې ډلګۍ د مشر عبد الرشید دوستم سره په یوه جلا ټلواله کې یوځای شوي . که څه هم دغسې ټلوالې د دوی په منځ کې اوږد تاریخ لري او ټینګې نه وي خو بیا هم د رباني له مرګه روسته په جمعیت کې هغه د کشش قوه نه ده پاتې چې له مرکزه د کادرونو او نیمه مشرانو د تیښتې مخه ونیسي . ویل کیږی چې دوی سره د پدرام په نوم یو جنجالي ستمی چې ځان د افغان پر ځای افغانستانی بولي او د افغانستان د لوړتیا پرځای د هغه په ویش او ذلت خوښ دی او ایران سره په نږدې اړیکو تورن دی ، هم په لومړیو ورځو کې ملګری و خو اوس ترې جلا شوی دی . دا ټلواله وايي « موږ غواړو، چې په افغانستان کې یوه منظمه سیاسي ټولنه جوړه شي. منظمه سیاسي ټولنه په دې معني، چې د هېواد هر اوسېدونکی د سیاست په بهیر کې د سیاسي برخې اخیستنې حق ولري. ترهغې، چې د هېواد هر اوسېدونکی په دیموکراتیکه توګه په سیاسي بهیر کې د برخې اخیستنې له حق څخه برخمن نشي، په هېواد کې یوه منظمه ټولنه نشي جوړېدی. احمدضیا مسعود د افغانستان د ملي جبهې يا نوي ايتلاف د مشرپه توګه وټاکل شو. »
دې ټلوالې په ځان د ملي جبهې نوم ایښې ، خو له ترکیب څخه يي څرګندیږي چې یوازې د افغانستان په شمال کې د درې قومونو څو شمېرلي کسان ورسره دي او فعالیت به يي هم په همدې درې څلور ولایتونو کې محدود وي او هیڅکله به د ملي او سراسرۍ جبهې کچې ته پورته نه شي . د ملي سراسري ګټو پرځای د هیواد په یو سمت او قومي تنګه کړۍ ډډه لګول ، هغه هم د سوداګرۍ په موخه هیڅکله دیموکراتیکه او ملي تګلار نه شي ګڼل کېدای .
بله ډله د عبدالله عبدالله ده . نوموړي لا پخوا د امرالله ، نجیب کابلي او نورو جمعتیانو سره د امید او تغییر په نوم یوه ډله ټپله جوړه کړې . دا ډله له نورو څخه احمدشا مسعود ته ځان نږدې او اصیل بولي . د همدې اصیلتوب په دعوه يي تېره اوونۍ کابل کې یوه غونډه جوړه کړې وه « د تغیر او امید په نوم د ډاکتر عبدالله په مشری ایتلاف د یو شمیر سیاسی مشرانو په ګډون خپل مخالفت ، د افغان حکومت لخوا د لوی جرګې له جوړیدو سره اعلان کړ »
دې ټلوالې په ولسمشر کرزی دا نیوکه درلوده چې ولې د لويي جرګې له لارې د افغان ولس سره سلا او مشوره کوي . دغه ډله اصلآ د لوی جرګې له نوم او دود څخه کرکه لري او د اوبو خړولو لپاره پلمې لټوي او غواړي پخپل دې ملي ضد سیاست نور سادګان هم تېرباسي .
د قانوني په اړه ویل کیږی چې هغه له پخوانه د ضیا مسعود ، احمدولي مسعود او عبدالله سره د احمدشا مسعود څخه د پاتې شتمنیو د ناعادلانه ویش او واک پر سر ژور خپګان لري . نوموړی چې د ولسې جرګې غړی دی ، اوس لکه ماښامي ښایپرک په تیاره کې فعال وي او د ولسې جرګې په شا کې په هڅو بو خت او دننه ولسې جرګه کې مړاوی څرګندیږي .
د مزار فرعون عطامحمد نور بیا په دې اند دی چې « که حکومت تګلار بدله نکړي ( مجاهدین ) به بیا وسلې راواخلي »
نوموړي د عبدالله عبدالله دې څرګندونو ته په اشارې چې له طالبانو سره دې د سولې خبرې سملاسي بندې شي، وايي « د هغه خبرې بېلې انګیرنې لري، هغه ځانته دريځ لري. له شرايطو هرڅوک ځانته انګیرنه لري .» نوموړی د رباني له مرګه روسته د جمعیت مشري خپل استحقاق ګڼي او په دې اړه به د پراخې وزلوبې ډګر ته راوځي .
د قسیم فهیم په اړه هم جمعیتیان بلا بېلې اندیښنې لري . ډاکټر مهدې چې له نومګړو جمعیتیانو څخه ګڼل کیږي وايی ، کرزي او فهیم له پخوا څخه اړیکې درلودې .
“روابطي ميان مارشال فهيم و آقاي کرزي از مدتي به اين سو شروع شده بود و اين روابط بالاخره منتهي به اين شد که يک بار ديگر مناسبات را از نو تامين بکنند؛ علي رغم فراز و نشيب هايي که در مناسبات قبلي شان پيش آمده بود ».
داکتر مهدي زیاتوي « مارشال فهيم خواسته است با اين اظهارات خود نهايت خلوص نيت خود نسبت به کرزي را نشان دهد. برعلاوه داکتر مهدي به نکته ديگري نيز اشاره مي کند، اومي گويد:
مارشال فهيم و آقاي حامد کرزي، اگر نه مستقيماً، از طريق غيرمستقيم از طريق برادران شان، به اصطلاح وجوه اشتراک اقتصادي دارند، مشارکت هاي اقتصادي دارند، داد و گرفت ها و معاملات شرکت هاي مشترک دارند، برادران شان. »
جمعیتیان دا خبره « پیوستن مارشال فهیم به کرزی ، انشعاب در جبهه ملي » نوره له چا نه پټوي .
همداراز د جمعیتیانو بله سټه اسماعیل خان به هم په جمعیت کې د ضیا مسعود ، عطامحمد نور او عبد الله عبدالله مشري ونه مني او هغه به تل پشان پر خپل خره سپور پاتې شي .
بلخوا دا څلور پنځه ډلې به بیا هم په دې بڼه پاتې نشي او په نورو کوچنیو ډلو به وویشل شي .
د رباني او مسعود له مرګه روسته جمعیت او نظارشورا پخپله زړه بڼه ، نوره د خپلو پلویانو لپاره د منلو وړ نه ښکاري . د سیکولریزم سره ضدیت او یا د پان اسلامیزم لپاره سرښندنه چې د رباني په ژوند د جمعیت ځانګړتیا وه ، د جمعیت د ځوان نسل لپاره ګټه نه لري . همدارنګه د مسعود اندیښنې چې د سخت دریځي مذهب تر څنګ ، په شمال کې د هیوادوالو څخه په پټه د هیواد پاشلو ته په نښه شوې وي ، ولسونو کې د ویښتوب په لامل نور خپل ارزښت له لاسه ورکوي .
بلخوا د نظارشورا او جمعیت پلویان او اوسني نیمه مشران چې اوس په نورو سوداګریو او معاملو بوخت دي ، هغه ګټې چې په لوی افغانستان کې ترلاسه کولای شي ، د هیواد په یوه برخه کې هغه هم د خپلو پخوانیو اندیښنو پر بنسټ نه شي ترلاسه کولای .
که د ضیا مسعود په مشرۍ په اصطلاح ملي ټلواله غواړي ملي واوسي او ملي پاتې شي ، باید د پنجشیر ، تخار ، مزار او بامیانو له کوڅو څخه د لوی افغانستان په لور راووځي . نوم پر ځان ملي ټلواله ایښودل او په عمل کې د افغانستان د دریو قومونو په یو شمیر وګړو ډډه لګول ، په سیاست کې پر ځان له ملنډو وهلو پرته بله مانا نلري .
بلخوا د عبدالله عبدالله ډلګۍ ځان د امید او تغییر په نوم راپیژني ، خو دوی دا تغییر یوازې د افغانستان په شمال کې غواړي او د تغییر د څرنګوالي په اړه حتی په شمال کې خپلو پلویانو ته هم ښکاره خبره نه شي کولای . دوی د هیواد په نورو برخو کې د کوم مثبت تغییر لپاره کړنلار نلري او په دې اړه کوم « امید ! » هم نلري .
د افغانستان ملي ګټې په دې کې پرتې دي ټول هغه تنظیمونه او ډلې چې ، د سمت ، قوم ، ژبې ، مذهب پر بنسټ او په تېره بیا په پاکستان او ایران کې رامنځته شوي او اوس هم وسلوال ګروپونه لري ، باید منحل شي . ګوندونه او ټلوالې باید د هیواد او افغان ملت د ملي او سراسري ګټو پر بنسټ جوړې شي .
داسې ملي ګوندونه او ټلوالې به چې د دیموکراتیک نظام منځړی جوړوي د ولسونو د باور وړ وګرځي .
اخځونه :
بېلا بېلې بریښنا پاڼې
د ۲۰۱۱ کال د نومبر ۲۱ مه