د نوامبر په 19 مه نېټه د کرايي « مشرانو»، «سپين ږرو» او «سياسرو» يوه بله ډرامه پدې پای ته ورسېده چي و هوايي « ولسمشر» ته يې د هوا په بدل د حقيقي او موجوده هيواد د په اجاره ورکولو يا خرڅولو «مشوره» ورکړه. د اجاره ورکولو لپاره د دغو کرايي مشرانو لخوا هوايي شرطونه هم وړانديز سول.
زياتره هغه کسان چي په دغه ډرامه کي يې گډون کړی ؤ د دې وروسته به دا هيله لا هم لري چي د ښار او کلي خلک ورته د «وکيل صاحب» يا د «رئيس صاحب» خطاب وکړي. تر کلونو کلونو پوري به دغه کسان و خپلو خپلوانو او گاونډيانو ته د دغې ډرامې قصې کوي، چي داسي غوړي ورجي وې او داسي سپيني غوښي وې. د دغو کسانو کړوسيان به لا د لاسپوڅي حکومت او د هغه د بادارانو څخه د لا زياتو مراعاتو غوښتنې لري، ولي چي ورنيکونو يې د هوا په قيمت هيواد پلورلی ؤ.
افغانستان د افغانانو مور، د افغانانو ناموس، د افغانانو حيا او غيرت دی. افغانان هيڅ چا ته هم د دې اجازه نه سي ورکولای چي په جگ يا ټيټ قيمت، په ښو يا بدو شرايطو د افغانستان سودا وکړي. افغانستان خو پرېږده د افغانستان د يوې لوېشتي مځکي قيمت هم هيڅ څوک نسي لگولای او هغه «افغان» چي د دې کار هڅه کوي پدې دي پوه وي چي خپله خو خپله د هغه راتلونکي نسلونه به لا د دغه جنايت له کبله زموږ پېغورونه اوري. دا که څوک پر گاونډيانو خپل هيواد او ناموس پلوري او که يې پر بل چا، جنايت يې يو دی.
د خپل ناموس پلورل او يا اجاره کول يا په کرايه ورکول هيڅ فرق نه لري. په هر صورت کي دا د بې ناموسانو کار دی چي د خپل ناموس د «ساتنې» لپاره خپل ناموس پلوري او يا يې په اجازه ورکوي.
را به سو د موضوع منطقي اړخ ته! لس کال تر مخه هم همدغه هوايي خبري کېدلې چي د افغانستان څخه به دبۍ جوړه سي. ايا داسي وسوه؟ ايا کار اهل کار ته وسپارل سو؟ ايا وسلې ټولې سوې؟ ايا آزاده او منصفانه ټاکنې تر سره سوې؟ ايا د خيرات ملياردونه پر «بيا رغونه» ولگول سول؟ ايا د «گاونډيانو د شر» څخه خلاص سوو؟ نه! ټوله کارونه د هوايي ژمنو برعکس وسول:
ـ د افغانستان بشپړه کلي او ولسوالۍ هوارې کړل سوې
ـ ونې، باغونه او کښتونه مو په سيټماټيکه توگه وسوځول سول (هلمند، روزگان، کندهار…)
ـ پټي مو په زهرجنو وسلو را ناکاره کړل سول
ـ چوکۍ خرڅي سوې او يا په کرايه ورکړل سوې
ـ د وسلو ټولولو پر ځای و پخوانيو توپکي لنډغرو ته رسمي دريشۍ ور واغوستلي سوې او نوي ملېشې جوړي کړل سوې
ـ د سنت پر ځای د منافقت څخه ږيږي پرېښودونکو ږيري کوچنۍ کړې او اوس ځان راته ډيموکراټان ښيي
ـ هغه کسان چي جنسي تيری، ډليزه جنسي تېری، قتل، قتل عام، ډل وژنه، ولس وژنه، ايتنيکي پاکونه، تښتونه، زهيرونه، ربړونه، جاسوسي او نور جنايات يې تر سره کړي ول، ورته د وزيرانو، سلاکارانو، رئيسانو او واليانو دندې وسپارل سوې او دغه چوکۍ ورسره پاته دي او د راتلونکي لپاره يې هم په ټېکه اخيستې ده
ـ ودونه، فاتحې، خوښۍ، غمونه، سپاره او پياده مو بمبار کړل سول
ـ ناوې، زوم، کونډه او يتيم مو ووژل سول
ـ د شوق لپاره مو بېگناه ولسي خلک قتل کړل سول. د قتل سوؤ اعضاوي مو د گېڼې په ډول د وحشي «آزادوونکو»، «فرهنگ راوړونکو» او د انسانيت درس ورکوونکو د غاړو زينت وگرځېدې
ـ د خټو د کورنو او مسجدونو دروازې مو په ټانکونو راماتي کړل سوې
ـ د مقدس کتاب سپکاوی مو وسو
ـ هره شپه او هره ورځ مو په ناموس کي د کافرانو تلاښۍ روانې دي
ـ بچي مو د عسکر، پوليس، تره گر او طالب په نامه وژل کيږي
ـ کلي او ولسوالۍ نه بلکه د ولايتونو په سويه مو مځکي لاندي سوې. په يو نيم سل کلن پخواني آرشيف کي مو لاسوهنې وسوې او د کلي پخواني بنگړي وال د پخواني پاچهانو په جعلي لاسليکونو اوس د زرگونو جريبو څښتنان سول
ـ د سولې دښمنان او د پرديو لاسپوڅي د هيواد اتلان وبلل سول
ـ قاچاکبران، بچه بازان، زنکه بازان راته امنيه قومندانان، سلاکاران، وزيران، واليان او حتی قاضيان وټاکل سول
که يې ليکم نو به هم زه ستړی سم او هم قلم خو د هغو ظلمونو او تاريکيو ليکلړ به پای ته ونه رسيږي چي زموږ نا اهله، بې شجاعته، بې کفايته او هيواد پلورونکو « مشرانو» ورسره مخامخ کړي يو. د ظلم دا انتها د کتو ده چي اوس مو په رسمي توگه د غلامۍ و تيارو ته ټېل وهي او پر ناموس پروت هغه وروستی ټوکر هم غواړي راڅخه ليري کړي.
هغه هوايي خبري او هغه هوايي غوښتنې چي د فرمايشي « جرگې» پر وخت د مخ له وړاندي لا لاسليک سوي «ستراتيژيک تړون» په هکله وسوې، هغه به څوک په کوم حيثيت او په کوم زور په چا مني؟
زموږ هغه صحنه هېره نده چي زموږ د يوې بچۍ پښه په بمبارۍ کي پرې سوې وه او زموږ «مشر» د کېمرو مخ ته د تمثيله ډکي اوښکي تويولې. هغه ويل بمباري به بنده سي، نور به مو د بچو وژنه ونه زغمل سي. ايا داسي وسوه؟
جلالت مآب حامد کرزی او د هغه اداره او ملگري د دې کفايت، شجاعت او شهامت نه لري چي په خپل بادار امريکا دي خپل او د خپلې «فرمايشي جرگې» هوايي شرطونه ومني. شرطونه خو هغه څوک ايږدي چي دواړه حر يا آزاد وي. غلام او لاسپوڅی په کوم حيثت د خپل بادار سره د شرطونو پر سر بحث مباحثه کوي؟
امريکا خو حتی داسي قانون «American Service-Members’ Protection Act» لري چي که يې يو وخت کوم عسکر حتی د ډنهاگ په نړۍ واله محکمه کي محاکمه سي نو پر ډنهاگ د بمبارۍ کولو حق ځان ته ورکوي. نو د امريکا فرعونان به چيري خپل يوه ادنی او کم بها لاسپوڅي ته دا حيثيت ورکړي چي امريکايي عسکر په خپل رشوتخور قاضي او د فساد څخه ډکه محکمه کي محاکمه کړي؟ دا او نوري ورته غوښتنې بچگانه او هوايي بڼه لري او هيڅکله به يې هم امريکا ونه مني. پدې خبره ټول خبر دي خو د دغو ټولو غوښتنو او د دغې « جرگې» صرف او صرف يوه موخه وه، هغه دا چي مخ له مخي کي لاسليک سوی تړون د خلکو غوښتنه معرفي کړي.
خو افغان ولس په دا کرايي چپونو او قراقليو خطاوتونکی ندی. هغه څوک چي ځان ته زمری وايي او د تحقيرولو لپاره يو چا ته د «دال خور» خطاب کوي او بېرته د همدغه «دال خور» د وېري پناه و خدای او خپل شجاعت ته نه بلکه و «خنځير خور» او انسان خور ته وروړي، هغه کسان افغانانو ازمويلي او پېژندلي دي. د دوی ټولې ژمني وعدې، ايکټونه، تمثيلونه، اوښکي او خنداوي موږ ليدلي دي او ورسره ښه اشنا يو. هيڅوک دي پدې نه خطاوزي چي افغانان به تېرباسي.
انشالله ډېر ژر به هغه ورځ راسي چي افغانان به خپل کرايي مشران، هيواد پلورونکي او د هغوی لاسپوڅي په رشوتخوره نه بلکه په عادله او پاکه محکمه کي محاکمه کړي. دا ورځ را روانه ده او انشالله ډېر ژر به يې ووينو.